1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د روسیې د تر غږ چټک توغندي په اړه معلومات

۱۴۰۱ فروردین ۳, چهارشنبه

روسیې ادعا کړې چې په اوکراین کې یې د جګړې په ترڅ کې تر غږ چټک یا هایپرسونیک توغندی کارولی دی. دغه توغندي د نوم په څیر ډیر چټک دي او د بالستیک توغندیو برعکس له رادار څخه تېښته کولی شي.

https://p.dw.com/p/48vXL
Russiche Hyperschallrakete "Kinzhal"
انځور: Russian Defense Ministry Press Service/AP/picture alliance

په داسې حال کې چې پر اوکراین باندې د روسیې د پوځي یرغل نیږدې څلور اونۍ پر بشپړیدو دي، د تیرې جمعې په ورځ د روسیې یو هوايي برید بې ساری وو. په دې برید کې هدف تر ځمکې لاندې د اوکراین په کوچني ډیلیاټین کلي کې د پوځي تجهیزاتو یو ډیپو و چې روسیې په نخښه کړ. دغه کلی د رومانیا پولې ته نیږدې په ۱۰۰ کیلومترۍ کې موقعیت لري.

پر دغه کلي باندې د روسیې برید تر نورو متفاوت وو. دغه برید نه یوازې له دې کبله متفاوت وو چې په برید کې دغه مرکز په بشپړه توګه ویجاړ شوی، بلکې له دې کبله هم چې روسیې د دغه برید له پاره د لومړي ځل له پاره هایپرسونیک یا تر ږغ چټک توغندی کارولی وو. ولاديمیر پوتین چې د روسیې جوړ دغه توغندی یې د لومړي ځل له پاره په ۲۰۱۸م کال کې معرفي کړ، هغه نه ماتیدونکی بللی وو.

هغه مهال داسې ښکاریده چې روسیه ښايي په دې توګه په نړیواله کچه د خپلو پوځي تجهیزاتو له پاره پروپاګند کوي، خو ځینې حقایق هم پکې موجود ول. هایپرسونیک یا تر غږ چټک توغندي د عادي بالستیک توغندیو په پرتله متفاوت دي، دا ځکه چې دغه توغندي کولی شي له رادار څخه ځان پټ کړي او په خورا چټکۍ سره هدف له منځه یوسي. د دغو توغندیو اصلي توپير په دې کې دی چې دوی کولی شي په لوړه ارتفاع او ډېر سرعت سره حرکت وکړي او ځان له رادار څخه پټ کړي.

هایپرسونیک یا تر ږغ چټک توغندي څومره چټک دي؟

هایپرسونیک یا تر غږ چټک توغندي د غږ د سرعت په پرتله نیږدې لس چنده ډېر سرعت لري. غږ لا هم یو ثابت سرعت نه لري، ځکې د غږ د سرعت پر وړاندې ګڼ شمیر فکتورونه موجود دي چې کولی شي د غږ پر سرعت اغیز وکړي او سرعت یې کم کړي. په دې کې د غږ د انتقال وسیله، د غږ د انتقال د وسیلي ګرمښت یا تودوخه مهم نقش لري، ځکه چې همدغه فکتورونه د غږ سرعت ټاکي.

د یوې پرتلې په توګه، د کونکورډ په نامه سوداګریزه الوتکه کولی شي چې د غږ د سرعت په پرتله دوه برابره چټک پرواز وکړي. کونکورډ الوتکه هم د مافوق سرعت لرونکې تر غږ چټک پرواز کوونکي الوتکه ده چې کولی شي په ساعت کې ۲۱۸۰ کیلومتره واټن ووهي. په دې ترتیب سره، هایپرسونیک توغندي کولی شي چې تر دې هم نیږدې درې برابره چټک سفر وکړي.

Infografik Hyperschallrakete EN

د اوکراین په کوچني ډیلیاټین کلي د روسیې له لوري کارول شوی توغندی «کینزار» نومیږي چې اته متره اوږدوالی لري. ځینې کارپوهان وايي چې دغه ډول توغندي کولی شي په ساعت کې ۶۰۰۰ کیلومتره فاصله ووهي خو ځینې بیا د دغه توغندي سرعت تر دې هم چټک ګڼي.

په هر صورت، دغه توغندي ډېر زیات چټک دي او د ویشتلو سره سم د توغندي په مخ کې د هوا د فشار له کبله یوه پلازما هم رامنځ ته کیږي چې سپینو وریځو ته ورته شکل لري او کولی شي رادیويي څپې هم جذب کړي. د همدې ځانګړتیاوو له کبله دغه توغندي له رادار څخه تېښته کولی شي او په نخښه کول یې ستونزمن کار دی.

د پرواز ارتفاع او د هدف فاصله یې څومره ده؟

هایپرسونیک توغندي د عادي بالستیک توغندیدو په نسبت په ټیټه ارتفاع کې پرواز کوي. دا په دې معنی چې کله د توغندیو ضد رادار سیستم هغه کشف کړي، هغوی ډېر نیږدې وي او یا له وړاندې نه هدف ته ډېر نیږدي او په یو شمیر مواردو کې د کشف له پاره یې ډېر ناوخته وي. پر دې سربیره، هایپرسونیک توغندي کولی شي چې د پرواز پرمهال هم د هدف ویشتلو مسیر بدل کړي.

Russiche Hyperschallrakete "Kinzhal"
انځور: Vadim Savitsky/Russian Defence Ministry/picture alliance

پر اوکراین باندې د روسیې توغول شوی هایپرسونیک توغندی له هوا څخه توغول شوی وو او دغه توغندي کولی شي چې اتومي سرګلولې هم انتقال کړي. د کینزال په نامه د روسیې هایپرسونیک توغندي کولی شي چې ۲۰۰۰ کیلومتره لیرې هدف په نخښه کړي او عادي هايپرسونیک توغندي بیا شاوخوا ۱۰۰۰ کیلومتره واټن په نخښه کولی شي.

که چیرته روسیې خپل هایپرسونیک توغندي په کالینن ګراد ښار کې ځای پر ځای کړي وي نو دا په دې معنی ده چې ډېر اروپايي مرکزونه یې تر خپل پوښښ لاندې دي. کالینن ګارد ښار د روسیې له لویې وچې جلا دی او له پولنډ، لیتوانیا او بالتیک سمندر سره پوله لري. د آلمان پلازمېنه برلین له دغه روسي ښار څخه نیږدې ۶۰۰ کیلومتره لیرې پروت دی.