1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوکراین کې د شکمنو بیولوژیکي وسلو په اړه د امنیت شورا غونډه

۱۴۰۰ اسفند ۲۰, جمعه

د ملگرو ملتو د امنیت شورا به نن جمعه « د مارچ ۱۱مه» په اوکراین کې د شکمنو بیولوژیکي وسلو په هکله یوه عاجله ناسته وکړي. روسیه د اوکراین پرحکومت تورلگوي چي له امریکا متحده ایالاتو سره په گډه بیولوژیکي وسلې جوړوي.

https://p.dw.com/p/48Kkj
Ukraine russicher Luftangriffin Novokodatsky Distrikt Dnipro
انځور: STATE EMERGENCY SERVICE OF UKRAINE via REUTERS

دغه غونډه پس له هغه د روسیې له خوا پیشنهاد سوه، کله چې په تیرو ورځو کې مسکو او واشنگټن یو پر بل باندې تورونه ولگول چې د اوکراین په جگړه کي غواړي د ډله اییزو وژنو وسلې استعمال کړي.

روسیه د اوکراین حکومت په دې تورنوي چې د امریکا متحده ایالاتو له لابراتوارونو سره په گډه بیولوژیکي وسلې جوړوي. واشنگټن او کیف دغه ډول تورونه رد کړي دي. د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي د روسیې له خوا دغه تورونه د پنجشنبې په ورځ په یوې ویډیویی وینا کي رد کړه او څرگنده یې کړه چي :«هیڅ څوک په اوکراین کي کیمیاوي او یا هم د ډله اییزو وژنو، نورې وسلې نه جوړوي.»

د سوریې په کورنۍ جګړه کې د کیمیاوي وسلو د استعمال د ادعا په اړه د امنیت شورا په غونډه کې، د امریکا او بریتانیې استازو پر خپلو شکونو یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د روسیې دا تورونه د ګاونډي هیواد په جګړه کې د کیمیاوي وسلو د کارولو له پاره د یوې پلمې د جوړولو په هدف دي. د امریکا متحده ایالاتو د سفیر مرستیال، ریچارد میلز روسیه په «درواغ ویلو» تورنه کړه. هم د اوکراین او هم د سوریې په اړه.

د هغه بریتانوي سیال، جیمز کاریوکي ټینګار وکړ چې: «په سوریه کې د روسیې د اقداماتو ورته والی واضح دی او موږ په اوکراین کې د روسیې د غلطو معلوماتو د ورکولو پیژندل سوې څېره وینو.»

د ملگرو ملتو ویاند، ستیفن دوجاریک د پنجشنبې په ورځ د یوې پوښتني په ځواب کي وویل: «هغه په اوکراین کې د دا ډول وسلو [په لنډ وخت کې د استعمال] په هکله هیڅ ډول معلومات نلري.» نوموړي ټینگار وکړ چې «د هغو استعمال به غیرقانوني او له نړیوالو قوانینو څخه سخته سرغړونه وي.»

   GP/KH/AG