1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسیې امریکا ته ډاډ ورکړی چې پر اوکراین د برید اراده نه لري

۱۴۰۰ دی ۲۱, سه‌شنبه

د اوکراین د شخړې په هکله د امریکا او روسیې ترمنځ په ژنیف کې تر اته ساعته خبرو اترو وروسته دواړو خواو د کړکېچ کمولو له پاره د هڅو پر جاري ساتلو ټینګار کړی دی. خو د کوم مهم پرمختګ څرک نه معلومیږي.

https://p.dw.com/p/45NiX
Gespräche zur Ukraine-Krise zwischen USA und Russland in Genf
انځور: Denis Balibouse/KEYSTONE/REUTERS/dpa/picture alliance

ویل کیږي چې اوسمهال نږدې سل زره روسیې عسکر د اوکراین سرحد ته نږدې ځای پرځای شوي دي چې له امله یي د روسیې له خوا د برید او د لویدیځ له خوا د ځوابي اقدام خطر موجود دی. امریکا ویلي دي چې که روسیې پر اوکراین برید وکړ، پر وړاندې به یې بندیزونه ولګول شي. بل لور ته روسیې هم ګواښ کړی دی چې امریکا دې له لویدیځ سره د مسکو د تقابل په پایله کې رامنځته کیدونکي خطرونه له پامه نه غورځوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر مرستیال سرګيی ریابکوف تر غونډې وروسته خبریالانو ته وویل: «موږ خپلو همکارانو ته روښانه کړه چې نه هم پر اوکراین د برید کولو کوم پلان او نه داسې کومه اراده لرو.»

نوموړي وویل چې هغه خپلو امریکایي سیالانو ته ویلي دي چې د پوځ او ځواکونو د روزنې له پاره چې کوم اقدامات کیږي هغه زموږ په خپله سیمه کې دننه دي او«په دې برخه کې د وضعیت د خرابیدو ویرې له پاره کوم دلیل نه شته.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې وینډي شیرمن وویل چې «خبري اترې په واضح او څرګند انداز» کې وشوې. د هغې هدف د امنیت په هکله په ښه توګه د یوه بل پر اندېښنو پوهیدل او درک کول ول.

د روسیې استازي به په روانه اونۍ کې د ناټو او اروپايي امنیت او همکارۍ سازمان (او اس سي ای) له پلاوي سره هم وويني.

روسیې او امریکا څه وویل؟

د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر وویل چې له امریکا سره خبرې اترې ستونزمني، خو مسلکي وې. هغه وویل چې د امریکا دریځ په تعجب کې نه دي اچولي.

ریابکو وویل چې موږ ته «یو څه ګواښونه او خبردارۍ راکړل شوی ...موږ خپلو همکارانو ته وویل چې موږ پر اوکراین د برید کولو هیڅ پلان نه لرو» نوموړي زیاته کړه: «په دې اړه د وضعیت خرابیدو ویره، هیڅ اساس نه لري.»

د امریکا د بهرنیو چارو مرستیالي وزیري اینډي شیرمن وویل چې د دوشنبې ورځې له خبرو اترو داسې نه معلومیږي چې مسکو به د پوځ د بیرته ستنولو په هکله کومه ژمنه وکړي.

هغې خبریالانو ته وویل «زه نه پوهیږم چې ماته د دې ځواب معلوم دی. موږ په بشپړ ډول واضح کړې ده، چې د پوځ له بیرته ستنولو بغیر رغوونکي او اغیزمنې خبرې به ډېري مشکلي وي.»

نوموړې زیاته کړه چې امریکایي پلاوي د روسي پلاوي هغه غوښتنه رد کړې ده، چې ناټو دې د دې خبرې ضمانت ورکړي چې د ختیځ پر لور به خپله توسعه او پراختیا دروي.

په بروکسل کې د دویچه ویله څانګې د دفتر مشر الیکزاندرا وان ناهمن وايي چې د دواړو هیوادونو د دیپلوماتانو ترمنځ خبرو اترو څخه داسې معلومیږي چې په نږدې وخت کې د واشنګټن او مسکو ترمنځ د کومې موافقې رامنځته کیدل به له امکان څخه لیري وي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز