1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پوتين د روغتيا او له واکه د گوښه کيدو په اړه گنگوسې

۱۳۹۹ آذر ۱۰, دوشنبه

په روسيه کې له څو ورځو راهيسې د ولاديمير پوتين د روغتيا په اړه گنگوسې اوريدل کيږي، خو د کريملن وياند دا گنگوسې او اټکلونه رد کړي دي. ويل کيږي چې پوتين په پارکيسنون او سرطان اخته دی او له ژور خفگانه هم کړيږي.

https://p.dw.com/p/3m0v0
Screenshot | Russland Sotschi Treffen Putin Lukaschenko | Waldimir Putin
انځور: picture-alliance/Russian Look/V. Listsyn

له څو ورځو راهيسې په روسيه کې له واکه د ولسمشر پوتين د احتمالي ليري کيدو په اړه اټکلونو ډېر زور اخيستی دی. داسې گنگوسې دي چې پوتين ډېر ناروغ دی او د واک د انتقال له پاره یې يو هر اړخیز پلان طرحه کړی دی.

د آلمان لومړي تلويزيون شبکې د دوشنبې په ورځ (د نومبر ۳۰ مه نيټه) د پوتين د روغتيا په تړاو د گنگوسو په هکله يو رپوټ خپور کړی دی.

په مسکو کې د ديپلوماتانو د روزنې د اکاډمۍ پخوانۍ پروفيسرې والري سولووي، چې د پوتين د منتقدينو څخه يوه ده، هم د ۲۰۲۱م کال په جنوري مياشت کې د پوتين له لوري د واک د انتقال خبره نه ردوي.

سولووي ادعا کوي چې د راتلونکي کال په جنورۍ میاشت کې به روسيه د سترو سياسي بدلونونو شاهده وي. هغه په دې آند ده چې د مرکزي بانک رئيس بدليږي او آن دا گنگوسې هم کیږي چې ولاديمير پوتين ښايي له دندې گوښه شي.

اړونده موضوع: د روسيې پارلمان پوتين ته د بلې دورې له پاره لار پرانيستله

سولووي ويلي چې خپل دا معلومات یې پوتين ته له نزدې يوې منبعې څخه ترلاسه کړي دي. داسي گومان کيږي چې پوتین سرطان لري او دا هم ويل کيږي چې هغه په پارکينسون ناروغۍ اخته دی. آن دا هم ويل کيږي چې د روسيې ولسمشر د دیپريشن يا ژور خفگان د درملنې په موخه دوا کاروي.

د والري سولووي په آند له سياسي واک څخه د پوتين د جلا کيدو پريکړه د هغو کسانو توصيه ده چې پر هغه نفوذ لري. سولوي په کريملن ماڼۍ کې له نفوذ لرونکو څخه يوه د پوتين لور آلينا کابايوآ بولي.

اړونده موضوع: په کرملين کې د سي آی اې جاسوس پوتين ته څومره نزدې وو؟

دا په داسې حال کې ده چې د کريملن وياند ديميتري پيسکوف د پوتين د ناروغتيا او له واکه د گوښه کيدو گنگوسې رد کړي دي او د روسیې د ولسمشر د بشپړې روغتيا خبره يې کړې ده.

يو شمير کارپوهانو هم چې د سياسي علومو کارپوه ستانيسلاو بلکووسي هم پکې شامل دی، دا ډول ادعاوې بې بنسټه بللي دي او ويلي يې دي چې دا ادعاوې د روسیې د پولو دباندې د خلکو له خوا رامنځته شوي دي او د هغوی له خوا خپريږي.

بايد وويل شي چې د پوتين د شديد ټوخي او د هغه د لاسو او پښو د رېږدېدو په اړه خپرې شوي ويديوگاني د دې ډول گنگوسيو او اټکلونو باعث شوي دي.

ب. ص/ ن.ز (دويچه ويله فارسي)

زموږ له آرشيف څخه: