1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

روسیې په آرام سمندر کې خپلې بیړۍ تیارسۍ حالت ته راوستلي دي

۱۴۰۲ فروردین ۲۶, شنبه

روسیې له مخکې نه په یوه نا اعلان شوي اقدام کې په آرام سمندر کې د خپلو بیړیو وضعیت، د جنګي امادګیو لوړې کچې ته رسولی دی. دغه جنګي بیړۍ به جاپان ته نږدې د سویلي کوریا او ساخالین په ټاپوګانو کې پوځي مانورې ترسره کړي.

https://p.dw.com/p/4Q8Y5
Russland | Marineparade in St. Petersburg | Putin und Schoigu
آرشیف انځورانځور: Russian President Press Office/dpa/picture alliance

روسي رسنیو د اپریل میاشتې په ۱۴ نیټه رپوټ ورکړ چې د دغه هیواد دفاع وزیر سرګئې شویګو، د آرام سمندر جنګي بیړیو ته په بشپړ ډول د تیارسۍ او د پوځي مانورو ترسره کولو اجازه ورکړې ده. دغه جنګي بیړۍ د روسیې د سمندري ځواکونو مهمه برخه تشکیلوي.

د روسېې او چين جنګي جيټ الوتکو ګډې ګزمې کړي

شویګو ویلي دي چې دغه مانورې له آرام سمندر څخه د «دښمن د احتمالي حملې» د دفاع له پاره د وسله والو ځواکونو د توان زیاتولو په موخه ترسره کیږي.

د روسیې دفاع وزیر چې په آرام سمندر کې یې د خپل هیواد له جنګي بیړیو څخه د یوه نا اعلان شوي بررسۍ په ترڅ کې دا موضوع اعلان کړه وویل: «زمونږ د ځواکونو د امادګۍ سطحې لوړولو له پاره یو پوځي تمرین، د هغه دښمن په مقابل کې چې غواړي خپل ځواکونه زمونږ په سواحلو کې پیاده کړي، د سویلي کوریل په ټاپوګانو او ساخالین جزیره کې ترسره کیږي».

زمونږ له فیسبوک شبکې پاڼې سره یوځای شئ:

زمونږ له یوټيوب شبکې سره یوځای شئ:

په آرام سمندر کې د روسیې تر ټولو ستره جنګي بیړۍ پر کروز توغندیو سمباله ده چې (Varyag) نومیږي. دغه جنګي بیړۍ دری کوچنۍ او ۶۰ نورې جنګي کښتۍ، ۲۰ ابوتلونه د هغو له ډلې څخه اټومي اوبتلونه، هوایي، توغندیز او د تدارکاتي واحدونو ځواکونه په اختیار کې لري.

د چین په سویلي سمندر کې د دغه هیواد او امریکا د قدرت نمایش

د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف هم دغه نا اعلان شوی نظارت، د تیارسۍ وضعیت اعلانول او همدارنګه د پوځي مانورو ترسره کول، د روسیې د وسله والو ځواکونو د جنګي وړتیا ساتلو له پاره د کافي امادګۍ یو عادي بهیر بللی دی.

د کرملین ویاند د شمالي آتلانتیک تړون ناټو د احتمالي سرحدونو د پراخوالي او له دغه نظامي تړون سره د جاپان د احتمالي اتحاد پورې، د دغو مانورو ارتباط درلودلو موضوع رد کړې ده.

له جاپان سره د روسیې پر اړیکو د مانورو احتمالي اغیز

کارپوهان په دې نظر دي چې دغه پوځي مانورې پر اوکراین د روسیې د برید په نتیجه کې د لویدیځ او روسیې ترمنځ د متشنجو اړیکو او همدارنګه د روسیې او جاپان ترمنځ د کوریل ټاپوګانو پر سر اختلافاتو په دلیل، له خپلو ګاونډیانو سره د کرملین اړیکې لاپسې متشنجې کړي.

د روسیې په ختیځ او جاپان په شمال کې د کوریل او ساخالین ټاپوګان د جاپان له هوکایدوی ایالت څخه په لږه فاصله او شخړیزه سمیه کې واقع دي.

په همدې دلیل کارپوهان وړاندوېنه کوي چې جاپان به د روسیې د تیارسي وضعیت او د آرام سمندر د بیړیو پوځي مانورې «تحریک کوونکي» وبولي.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و. ا