1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسیه د انتقالي حکومت پرسر دخبرو غوښتنه کوي

۱۴۰۰ تیر ۲۳, چهارشنبه

د روسیې خارجه وزیر له افغان حکومت او طالبانو څخه غوښتي چي د یوه انتقالي حکومت د جوړیدو په اړه خبري اتري پیل کړي. هغه ویلي ، په منځنۍ آسیا کي د روسیې د متحدینو امنیت ته د طالبانو هر ډول زیان به د پام وړ تلفات رامنځته کړي.

https://p.dw.com/p/3wSXM
Russland | Gespräche in Moskau über Waffenruhe in Afghanistan
انځور: Getty Images/AFP/Y. Kadobnov

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر له افغان حکومت او طالبانو څخه غوښتي دي چي د یوه انتقالي حکومت د جوړیدو په هکله خبري اتري پیل کړي. هغه ویلي دي چي په منځنۍ آسیا کي د روسیې د متحدینو امنیت ته د طالبانو هر ډول زیان به د پام وړ تلفات رامنځته کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د چهارشنبې په ورځ له افغان دولت او طالبانو څخه غوښتي دي چي مخکی له دې چي ناوخته سي د یوه انتقالي حکومت د جوړیدو له پاره دي «معنی داره» خبري اتري پیل کړي. دغه مطلب د »ریا نووستي« په نامه روسي خبري آژانس د روسیې د بهرنيو چارو وزیر سرگي لاوروف څخه نقل قول کړي دي.

تیره اونۍ د طالبانو یو هیئت په مسکو کي وویل چي دغه ډله د افغانستان څه د پاسه ۸۵ سلنه خاوره تر خپل کنترول لاندي لري، داسي یوه ادعا چي افغان حکومت هغه رد کړې ده. نوموړي ډلي روسیې ته ویلي چي اجازه نه ورکوي، ترڅو له افغانستان څخه پر نورو باندي د برید د یوه پليتفورم په توگه استفاده وسي.

د منځنۍ آسیا د هیوادونو د امنیت په هکله اندېښنې

ریا نووستي خبري آژانس همدارنگه د روسیې د خارجه وزیر له خولې رپوټ ورکړی دی چي، په منځنۍ آسیا کي د روسیې د متحدینو امنیت ته د طالبانو هر ډول زیان به د پام وړ تلفات رامنځته کړي.

مخکي له دې د افغانستان په چارو کي د روسیې استازي، ضمیر کابلوف هم دویچه ویلي ته ویلي ول، که د روسیې او په منځني ختیځ کي د هغه د گاونډيو هیوادونو امنیت ته د افغانستان له خوا گواښ وسي، نو مسکو به یې پر وړاندي غبرگون وښيي.

تاجکستان همدااوس خپل په زرونو پوځیان له افغانستان سره په سرحد کي ځای پر ځای کړي دي. رسنیو رپوټ ورکړی دی چي د افغانستان نورو گاونډیو هیوادونو د هغو له جملې څخه ایران هم له افغانستان سره خپل سرحد غښتلی کړی دی.

(GP/NZ (reuters