1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابلوف: روسیې پریکړه کړې چې طالبان د ترهګرو له ليسته وباسي

۱۴۰۳ مهر ۱۳, جمعه

د روسيې خبري اژانس تاس، د سرګي لاوروف له قوله خبر ورکړی چې د ترهګریزو سازمانونو له لیسته د طالبانو د ایستلو پریکړه «په لوړه کچه» شوې ده. روسیې همدا راز د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د آزادولو غوښتنه هم کړې ده.

https://p.dw.com/p/4lPnf
تاس خبري آژانس د سرګي لاوروف له قوله ویلي چې د ترهګریزو سازمانونو له لیسته د طالبانو ایستلو پریکړه «په لوړه کچه» شوې ده.
کابلوف: روسیې پریکړه کړې چې طالبان د ترهګرو له ليسته وباسيانځور: Yegor Aleyev/TASS/dpa/picture alliance

د ټاس په نامه د روسیې دولتي خبري آژانس د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۴م کال د اکتوبر ۴مه) د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له قوله خبر ورکړی دی چې روسیې له ترهګریزو سازمانونو څخه د طالبانو د ایستلو پریکړه «په لوړه کچه» کړې ده. یاد آژانس د افغانستان له پاره د روسیې د ولسمشر ولاديمیر پوتین، ځانګړي استازي ضمیر کابلوف، په حواله ویلي دي چې د دغې پریکړې د عملي کیدو له پاره به اوس ګڼ شمیر قانوني اقدامات کیږي ترڅو دغه پریکړه عملي بڼه غوره کړي.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د روان میلادي کال په جولای میاشت کې ویلي ول چې روسیه په افغانستان کې د طالبانو حرکت ته له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د یوه متحد په سترګه ګوري.

له افغانستان څخه د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې د امریکا په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته، روسیه په تدریجي توګه له طالبانو سره اړیکې پراخوي، داسې ډله چې په روسیه کې لا هم د یوې منع کړل شوې ډلې په توګه درجه بندې شوې ده. په داسې حال کې چې متحدو عربي اماراتو، چین او یو شمیر نورو هیوادونو د افغانستان د سیاسي استازولیو له پاره د طالبانو سفیران منلي دي، خو تر اوسه پورې د نړۍ هیڅ هیواد طالبان اداره د افغانستان د مشروع حکومت په توګه په رسميت نه ده پېژندلې.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي چې د افغانستان له اوسنیو واکمنانو سره پرته له اړیکې د افغانستان د معضلې حل او په اړه یې بحثونه هیڅ امکان نه لري.
د افغانستان له پاره د روسیې د ولسمشر ولاديمیر پوتین، ځانګړي استازي ضمیر کابلوف، په حواله ویلي دي چې د دغې پریکړې د عملي کیدو له پاره به اوس ګڼ شمیر قانوني اقدامات کیږي ترڅو دغه پریکړه عملي بڼه غوره کړي.انځور: Virginia Mayo/AP/picture alliance

روسیې په ۲۰۰۳م کال کې طالبان د ترهګریزو ډلو په ليست کې شامل کړل او له دې لیسته د طالبانو ایستل په افغانستان کې له طالبانو سره د اړیکو د ورو ورو عادي کولو له پاره مهم شمیرل کیږي.

په عین وخت کې د جمعې په ورځ د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف، ویلي دي چې مسکو د افغانستان له اوسني حکومت سره د «عملي خبرو اترو» اړتیا ته متقاعد  یا قانع شوی دی. لاوروف زیاته کړې: «دا واضح ده چې د ستونزو د حل او یا ان د افغانستان [معضلې] پر سر بحث له کابل پرته ناممکن دی.» د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د مسکو فارمټ غونډه کې چې پکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي هم شتون درلود، همدا راز زیاته کړې چې «مسکو به له کابل سره د خپلو اقتصادي، سیاسي او سوداګریزو اړیکو پراخلو ته ادامه ورکړي.»

لاوروف پرته له دې چې د طالبانو نوم واخلي، له اسلامي دولت ډلې او مخدره موادو سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان د اوسني حاکمیت د هڅو ستاینه وکړه. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د خپلو خبرو په یوه برخه کې همدا راز وویل چې امریکا متحده ایالات باید د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ بیرته افغانستان ته وسپاري او دا چې غرب باید تر شخړې وروسته اوس د افغانستان د بیا رغونې مسئولیت پر غاړه واخلي. نوموړي همدا راز له افغانستان سره د بشري مرستو پر ډیریدو ټینګار وکړ او ویې ویل چې روسیه به افغانستان ته خوراکي او نورو اړینو توکو رسولو ته ادامه ورکړي.

روسیه او د افغانستان د مرکزي آسیا ګاونډیو هیوادونو په دې وروستیو کې د داعش د یو شمیر ترهګریزو بریدونو شاهد وو، داسې بریدونه چې ریښې یې افغانستان ته رسیږي. په دې ترڅ کې د روان میلادي کال په مارچ میاشت کې مسکو ته نږدې داعش له لوري د کنسرت پر یوه سالون باندې برید تر ټولو خونړی وو چې پکې ۱۴۵ کسان ووژل شول. د دغه برید مسئولیت داعش یا د اسلامي دولت ډلې منلی وو.

د طالبانو درې کلنه واکمني؛ افغانستان کې وضعیت څه ډول دی؟

رویترز / خ.ح / ن. ز