1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآسیا

په ننګرهار کې د حوزوي روغتون یوه ډاکټره وژل شوې

۱۳۹۹ اسفند ۱۴, پنجشنبه

د ننګرهار چارواکي وايي چې نن سهار د دې ولایت په مرکز جلال اباد کې په رکشا پسې د تړل شوي ماین په چاودنه کې یوه ډاکټره وژل شوې او یو ماشوم ټپي دی.

https://p.dw.com/p/3qBZm
Afghanistan Straßenszenen in Dschalalabad
انځور: DW

د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، ډاکټر صدف د جلال اباد حوزوي روغتون په نسايي ولادي برخه کې دنده لرله.

دغه پېښه د جلال اباد ښار په درېمه ناحيه کې شوې ده.

د جلال اباد حوزوي روغتون ویاند ګلزاده سنګر وايي، روغتون ته د ډاکټرې صدف جسد او ژوبلېدلی ماشوم وروړل شوي، چې د ټپي ماشوم روغتیايي حالت ښه دی.

تر اوسه د دې پېښې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

وړمه ورځ هم په جلال اباد کې د یوه خصوصي تلوېزیون درې کارمنداني په يوه وسله والو برید کې ووژل شوې.

امید دیدار، ننګرهار