1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

ایمنستي انترنیشنل: طالبانو ۱۳ هزاره ګان وژلي دي

۱۴۰۰ مهر ۱۳, سه‌شنبه

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي دي چې طالبانو په ناقانونه ډول ۱۳ هزاره ګان وژلي دي چې زیاتره یې عسکر او طالبانو ته تسلیم شوي ول.

https://p.dw.com/p/41Gt4
Konflikt in Afghanistan
انځور له آرشیف څخه: په کابل کې د طالبانو یو جنګیالیانځور: Karim Sahib/AFP

د بخښني نړيړال سازمان (ایمنستي انترنیشنل) د تحقیقاتو له مخې دغه وژنې د اګست مياشتي پر ۳۰مه نېټه د دایکندي ولایت په کهور سیمه کې شوي دي. د رپوټ له مخې په دغه قربانیانو کې ۱۱ کسان د افغانستان له ملي امنیتي ځواکونو سره تړاو درلود او دوه تنه ملکیان ول چې یوه پکې ۱۷ کلنه نجلۍ هم شامله ده.

رپوټ شوې وژنې د طالبانو له لوري د افغانستان د نیول کیدو دوې اوونۍ وروسته تر سره شوې دي. دغه مهال د طالبانو مشرتابه افغانانو ته ډاډ ورکاوه چې د نویمې لسیزې په پرتله یې بدلون موندلی دی.

اسوشیتد پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې نړۍ دا څاري چې آیا طالبان به د ښځو او لږکیو د حقوقو د رعایتولو په اړه پر خپلو کړو ژمنو عمل وکړي که نه. خو تر اوسه پورې د طالبانو کړنې ښيې چې یو ځل بیا پر ښځو بندیزونه او په خپله کابینه کې د ټولو نارینه وو شاملول د نړیوالې ټولنې له نارضایت سره مخامخ شوي.

د بخښنې نړیوال سازمان عمومي منشي اګنس کالامراد، ویلي دي: «د [هزاره ګانو] دغه خونسرده وژنې د دې بل ثبوت دی چې طالبان د هغو ډاروونکو سرغړونو مرتکب کیږي چې په افغانستان کې د خپلې پخوانۍ واکمنۍ پر مهال يې کولې.»

اسوشتید پرس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د طالبانو ویاندانو ذبیح الله مجاهد او بلال کریمي په دې تړاو د تبصرې له پاره تلیفون ته ځواب ونه وایه.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي دي چې د دایکندي له پاره د طالبانو امنیې قوماندان د کسانو د وژلو په هکله رپوټونه رد کړي دي او یوازې دومره یې ویلي دي چې په دغه ولایت کې طالبان په بریدونو کې ټپیان شوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان د رپوټ له مخې طالبانو د اګست مياشتي پر ۱۴مه نېټه د دایکندي ولایت کنترول ترلاسه کړ او د اټکل له مخې ۳۴ پخوانیو عسکرو په خدیر ولسوالۍ کې پناه واخیسته. زیاته شوې ده چې عسکرو چې حکومتي وسلې ورسره وې په دې راضي شوي ول چې طالبانو ته یې تسلیم کړي.

ویل شوي دي چې محمد عظیم صداقت چې د دغې ډلې د تسلیمۍ مشري یې کوله، د طالبانو د غړو په حضور کې وسلې تسلیم کړې.

د ایمنستي د رپوټ له مخې د اګست میاشتې پر ۳۰مه نېټه د طالبانو شا او خوا ۳۰۰ کسان د دهن قل، کلي ته ورسیدل چیرې چې دغه امنیتي ځواکونه د خپلو کورنیو له یو شمیر غړو سره تم ول. کله چې امنیتي ځواکونو له خپلو کورنیو سره د دغې سیمې د پریښودو هڅه وکړه، نو طالب جنګیالیو پر خلکو ډزې وکړې چې پکې د معصومې په نوم یوه ۱۷ کلنه نجلۍ هم ووژل شوه. د یوه پخواني عسکر په ځوابي ډزو کې یو طالب ووژل شو او بل یې ټپي شو.

د رپوټ له مخې طالبانو همداسې پر تېښته کوونکو کورنیو فیرونه کول چې په پایله کې یې دوه نور عسکر هم ووژل شول. د نهو عسکرو تر تسلیمۍ وروسته، طالبانو هغوی یوه نزدې سیند ته بوتلل او هغوی یې ووژل.

د بخښنې نړیوال سازمان په وینا دوی تر دغه پيښې وروسته انځوریز او ویډیویي شواهد ارزولي دي.

زموږ له آرشیف څخه: