1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

څېړنه:«په جرمني کي تبعیض وجود لري»

۱۴۰۱ اردیبهشت ۱۷, شنبه

اکثریت جرمنیان پدې نظر دي، چي په ټولنه کي یې تبعیض موجود دی. خو بیا ۷۰ فیصده خلکو ویلي، حاضر دي چي د تبعیض او نژاد پالني پرضد مبارزه وکړي. په دې هکله لومړني ملي تحقیقاتو حیرانونکي حقایق بیان کړي دي.

https://p.dw.com/p/4Axhu
Symbolbild I Mobbing
انځور: U. Grabowsky/photothek/picture alliance

آیا تر اوسه پوري تاسي د تبعیض قرباني سوي یاست؟ د جرمنیانو تر پنځمي حصي اضافه (۲۲ فیصده) هغو کسانو چي په دغه نظرپوښتنه کي یې برخه اخیستې ده، دغي پوښتني ته په «هو» سره جواب ورکړی دی. دا لومړني تحقیقات دي، چي د تبعیض او نژاد پالني په اړه د جرمني د مهاجرت او ادغام د مطالعاتو د مرکز لخوا تر سره سوي دي. په هغه کي تر ډیره حده پوري پر دې باندي تمرکز سوی دی چي تبعیض د هغو کسانو دپاره چي ورسره مخامخ سوي دي، څه معنی لري او په مجموع کي جامعه پدې هکله څه فکر کوي.

«موږ په یوه نژاد پرسته ټولنه کي ژوند کوو»

د دغه مرکز، آمره نایکا فروتن مخکي تر دې چي د دغو تحقیقاتو نتایج په برلین کي وړاندي کړي، په خپلو خبرو کي یې د نژاد پالني په هکله  د تحقیقاتو وضعیت ته اشاره وکړه. په خبره یې په جرمني کي د تبعیض په باب تجربوي فهم «نسبتأ لږ» دی او حتی د تبعیض او راسیزم په باب په جرمني کي یوه تدریسي چوکۍ وجود نلري، یعني دا چي په هیڅ یوه پوهنتون یا بله علمي مؤسسه کي د نژاد پالنې په هکله علمي نظريات نه تدریس کیږي.

دغه نمونه اي تحقیقات او نظر پوښتني چي په هغو کي د پنځو زرو تنو څخه پوښتني سوي دي او هم د فروتن دپاره یوه نوې ساحه ده، چي سړی نسي کولای د هغه نتایج وختي پیشبیني کړي. دا پخپله وايي،«دا چي ۹۰ فیصدو خلګو ويلي دي، چي په جرمني کي تبعیض وجود لري، ډیره حیرانه سولم.» خو په خبره یې دا جمله تر هغه لا هم تعجب آوره ده، چي «موږ په یوه نژاد پرسته ټولنه کي ژوند کوو.» دا وايي، تحقیقات بیانوي، چي په جرمني کي نژاد پالنه زغمول کیږي او ژوري ریښې لري.

د پوست د رنګ او وریښتانو، چادري اغوستلو او نومانو سره تبعیض

په جرمني کي دغه تحقیقات پر شپږو ګروپونو باندي متمرکزه وه: یهودانو، مسلمانانو، سینتي او روما قومونو، تورپوستانو، آسیایانو او د شرقي اروپا اوسیدونکو باندي.

د دغو تحقیقاتو پر اساس د هغو کسانو، چي د «پوست رنګ یا وریښتان یې بل ډول وي او یا کلتوري بل ډول مشخصات ولري، مثلآ چادري اغوندي او یا نومونه یې بل ډول دي، تر ټولو ډیر د تبعیض سره مخامخ دي.»

په عین حال کي یوه بله تبعیض آمیزه پدیده هم وجود لري، کومه چي دغه تحقیقاتي ټيم درجه بندي کړې ده، یعني دا چي د کار په بازار یا کور پیدا کولو کي تبعیض. نایکا فروتن وايي چي «که یهوادان یا تورپوستان د دغه ډول تبعیض څخه متأثره سی، د دې خبري احتمال ډیر موجود دی، چي دغه کار نژاد پالنه توصیف سی، نسبت دې ته چي مسمانان یا سینتي او روما قومونه ورڅخه متأثره سي.»

د تبعیض او تحصیل د درجې ترمنځ هیڅ ارتباط وجود نلري

د دغو تحقیقاتو بله نتیجه دا ده چي په ټولو تحصیلي سطحو کي تبعیض آمیزه طرز تفکر وجود لري او د اصلي هیواد «منشأ» سره هیڅ ارتباط نلري او حتی پخپله د نژاد پرستۍ قربانیان کیدلای سي د دې کار مرتکب سي. 

د جرمني د فامیلي چارو وزیره، لیزا پاوس د دغو تحقیقاتو په باب د توضیحاتو ورکولو پر وخت په ۲۰۱۹ م کال کي د هاله په ښار کي پر یوې یهودي کنیسې باندي حملې او په ۲۰۲۰ م کال کي د هیسن د ایالت پر یوې قیلون خانې باندي یوې خونړۍ حملې ته اشاره وکړه. په دوهمه حمله کي نهه تنه خارجي الاصله جرمنیان په قتل ورسیدل. دغه حملې د زرغون ګوند دغي سیاستمداري ته دا سوالونه پیدا کړي دي، چي«نژاد پرستي ولي په دومره شدت سره ادامه لري؟ او څنګه کولای سو، تبعیض په صحیح ډول سره وپیژنو؟»

۷۰ فیصده خلک حاضر دي، چي د نژاد پالني سره مبارزه وکړي

هیڅوک د دغو سوالو دپاره ساده او چټک جواب نلري، حتی پخپله لیزا پاوس. خو بیا یې هم وویل، چي غواړي د دیموکراسۍ د تقویې پخاطر «یعني د نژاد پرستۍ او افراطیت پرضد د مبارزې او د ټولني د دوامداره مشارکت او فعالیت» پخاطر یو قانون تهیه کړي. په خبره یې د دغه پروګرام د عملي کولو پخاطر د خلکو پر هراړخیزه ملاتړ باندي حساب کوي. ځکه د دغو تحقیقاتو پراساس ۷۰ فیصده خلک حاضر دي، چي د نژاد پالني پرضد مبارزه وکړي.

په عین حال کي د پوښتل سوو کسانو یو پر دریمي برخي ویلي دي، چي د تبعیض سره مخامخ یو تعداد کسان ډیر حساس دي او تقریبأ نیمايي کسانو ویلي دي، چي هغوی «بې ځایه» بیره لري.