1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له آلمان څخه د مهاجرو اخراج په ښکاره ډول لږ سوی دی

۱۴۰۰ خرداد ۴, سه‌شنبه

د یوه رپوټ له مخي، د روان کال په اولو دریو میاشتو کي په مجموعي ډول ۲۸۸۰کسان، له آلمان څخه بیرته خپلو هیوادونو ته استول سي. له هغو څخه ۷۸ کسان افغانستان ته استول سوي دي.

https://p.dw.com/p/3tvRf
Symbolbild - Abschiebung
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

لکه څنگه چي د «فونکه رسنيزې ډلې» ورځپاڼي د کیڼ اړخه گوند په غوښتنه دغي پوښتني ته د آلمان د حکومت د یوه جواب په اړه رپوټ ورکړی دی، دغه کسان په تیره بیا گرجستان، البانیا، ملداویا او صربستان ته استول سوي دي.

همدارنگه ۷۸ کسان افغانستان ته هم استول سوي دي. په دې ډول د تیرکال د همدغه وخت په پرتله ډیر لږ کسان بیرته خپلو ټاټوبو ته لیږل سوي دي.

د دغه رپوټ له مخي د ۲۰۲۰م کال په اولو دریو میاشتو کي لا د بیرته استولو ۴۰۸۸ پیښي رامنځته سوي وې او د ۲۰۱۹م کال په اوله ربع کي دهغو شمیر ۵۱۳۶ وو.

ویل کیږي چی د نورو کلونو په پرتله، په تیرکال کي د بیرته استولو دغه ټېټه شمیره د کرونا پاندیمي له تاثیراتو سره تړاو لري.

د کیڼ اړخو د داخلي چارو کارپوهه، اولا ایلپکه د آلمان د حکومت د بیرته استولو پر کړنلاري باندي سخت انتقاد کوي. هغې ورځپاڼو ته ویلي دي: «بیرته استول تل ردوو او د پاندیمي پر وخت بیا په هر صورت. په داسي حال کي چي په شتمنو صنعتي هیوادونو کي داسي ښکاري چی د واکسین کولو په کمپاین سره به دغه پاندیمي بلاخره ترکنترول لاندي راوستل سي، د نړۍ په ډیرو نورو هیوادونو کي بیا هغه د خراب اقتصادي او ټولنیز حالت سبب سوې ده.»

هغه زیاتوي: «هرڅوک چي تر دغه ډول شرایطو لاندي بیا هم د بیرته لیږلو بهیر پرمخ بیايي، نو د انسانانو له روغتیا او ژوند سره لوبي کوي او دا په اثبات رسوي چي بشریت او بشري حقونه نادیده نیسي.»

GP/NZ/AG