سور صلیب: د افغانستان د جنګ مصيبت ملکي افغانان زغمي
۱۴۰۰ تیر ۳۰, چهارشنبهد سره صلیب نړيوالي کمېټې نن چهارشنبې(د جون میاشتي ۲۱ مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره، افغانستان د ملکي خلګو د مرګ ژوبلي یو تر ټولو خطرناکه هیواد بللی او ویلي یې دي چي د دغو تلفاتو نیمايي کسان ښځي او کوچنیان دي.
په دغه اعلامیه کي راغلي دي چي خلګ د جنګو تر څنګ په تیرو څو میاشتو کي د کرونا د شیوع څخه هم سخت متأثره سوي دي. په اعلامیه کي راغلي چي د همدې عیسوي کال په اوله نیمايي کي ۴۹۵۰۰ کسان زخمیان سوي دي او په اوسط ډول هره ورځ ۲۷۰ کسان په صحي مراکزو کي تر مراقبت او معالجې لاندي راځي.
د دغي کمیټې په حواله په همدغه وخت کي ۲۳۶۶ ټپيان یوازي د کندهار میرویس روغتون ته وروړل سوي چي د تیر کال همدا وخت په پرتله دوه چنده وه.
د سره صلیب کمېټې د فزیکي بیرته توانايۍ او د اعضاوو د مصنوعي نصبیدو څانګي په همدغه وخت کي ۷۱۳۰ کسان راجستر کړي دي، چي د هغو د منځ څخه ۷۰۰ کسانو یې خپل د بدن غړي له لاسه ورکړي دي.
د سره صلیب کمېټې د افغانستان د دفتر رئیسي، ایلوا فیلیون ویلي دي: «موږ د جنګ د ټولو ذیدخلو اړخونو څخه غواړو چي د غیر نظامیانو او ملکي خلګو د ساتني پخاطر نور هم ډیر کار وکړي. د جنګونو په نتیجه کي تشدد رامنځته کیدل، د ناامنیو ډیریدل، د برق او اوبو د زیربنأ خرابیدل، پر صحي مراکزو او د هغوی پر پرسونل باندي حملې هغه مهم دلایل دي، چي د افغانانو ژوند یې سخت متأثره کړی دی.»
پردې سربیره د سره صلیب نړيوالي کمېټې په دغه هیواد کي د کرونا ویروس د لا ډیري شیوع څخه تشویش ښکاره کړی دی. دغي کمېټې مګر ژمنه کړې ده چي له محتاجو خلګو سره به خپلو کومکونو ته ادامه ورکړي. هغې ټینګار کړی دی چي د ټولو ذیدخلو اړخونو سره د خبرو په حال کي دي، ترڅو نړيوال بشري قوانین مراعت کړي.
دا هم پداسي حال کي ده چي د اوربند پخاطر د ملي او جهاني بنسټونو پر غوښتنو سربیره په افغانستان کي جنګونه په شدت جریان لري او د تلفاتو ترڅنګ یې په زرونو کورنۍ بیځایه کړي او اواره کړي دي.