1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اردوغان له زیلنسکي او پوتین سره د غلو پر صادراتو خبرې کړي دي

۱۴۰۱ تیر ۲۱, سه‌شنبه

ترکیې له روسیې څخه غوښتي دي چې د تورې بحیرې له لارې ملګرو ملتونو ته د اوکراین د غلو دانو د صادراتو له پاره د کوریدور په رامنځته کولو کې همکاري وکړي، څو د اوکراین د جګړې له امله د خوراکي توکو کړکیچ ته رسیدګي وشي.

https://p.dw.com/p/4E0JZ
Ukraine | Weizenernte
انځور: Lyashonok Nina/Ukrinform/ABACA/picture alliance

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اوکراین د غله جاتو د صادراتو د بیا پيلولو په برخه کې د خپلو نوو هڅو په لړ کې، د دوشنبې په ورځ د روسیې او اوکراین له ولسمشرانو سره تلیفوني خبرې کړي دي.

د فیبرورۍ په ۲۴ نیټه پر اوکراین د روسیې د برید راهیسې ترکیې د مسکو او کیف ترمنځ د منځګړي نقش په غاړه اخیستی دی. روسي او اوکرایني چارواکو د مارچ په میاشت کې په استانبول کې سره لیدلي و.

د ترکیې رسمي خبري آژانس اناتولي، رپوټ ورکړی دی چې ولسمشر اردوغان په دې تلیفوني خبرو کې له ولادیمیر پوتین څخه غوښتي دي چې د یوه کوریدور په رامنځته کولو سره دې ملګرو ملتونو ته د اوکرایني غلاجاتو د صادراتو په برخه کې همکاري وکړي.

کرملین د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دغو تلیفوني خبرو اترو په هکله ویلي دي چې: « د هم غږی کوښښونو د موضوع په شمول په توره بحیره کې د بیړیو د امنیت او نړیوالو بازارونو ته د غلو د صادراتو په هکله د اوکراین د وضعیت اړوند د نظرونو تبادلې ادامه پيدا کړه.»

اوکراین په نړۍ کې د غلو دانو یو له سترو تولیدونکو څخه دی. رسمي شمیرې ښيې چې غله جات د اوکراین د مجموعي صادراتو یو پر پنځمه برخه تشکیلوي.

خو پر اوکراین د روسیې د تیري راهیسې کیف نه دی توانیدلی چې له خپلو سمندري بندرونو څخه چې د دغه هیواد اصلي صادراتي مسیر دی استفاده وکړي. دغه هیواد توانیدلی دی چې د خپلو صادراتي غلو دانو یوازې شاوخوا یو پر دریمه برخه بهر ته صادر کړي.

له اوکراین څخه د غلو د صادراتو شدید کمښت د دې سبب شوی دی چې په نړۍ کې د خوراکي توکو بیې په بی ساري ډول لوړ شي او د نړۍ د غدایي امنیت په اړه ډیرې اندیښنې رامنځته شوي دي.

زیلنسکي د بندرونو د بیرته پرانیستل کیدو غوښته کړې

اوکراین په خپل وار سره روسیه د خپلو غلو دانو پر غلا کولو تورنه کړې ده او ویلي يې دي چې مسکو د بندرونو په تړلو سره په نړۍ کې د خوراکي توکو په کمښت کې رول لري.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي په یوه تویتري پيغام کې د اوکراین په جګړه کې د ملکي خلکو د وژل کیدو په هکله د خپل ترکي سیال د همدردۍ له کبله مننه او د ترکیې د مرستو ستاینه یې وکړه.

زیلنسکی په دغه تویت کې لیکلي دي: «مونږ د اوکراین د بندرونو د بیرته پرانستلو پر اهمیت او د غله جاتو د صادراتو پر بیا پيلولو خبرې اترې وکړې.»

ملګرو ملتونو لادمخه د غلو دانو د صادراتو له پاره د یوه امن کوریدور رامنځته کولو طرحه وړاندې کړې ده، خو دې وړاندیز د روسیې او اوکراین له خوا چندان ملاتړ ترلاسه نه کړای شو.

په همدې منځ کې د اوکراین د غله جاتو د صادراتو ۳۰ سلنه د دغه هیواد په سویل ختیځ کې د دانوب سمندر د درو بندرونو له لارې صورت نیولی دی.

کیف هڅه کوي چې خپلې غلې دانې د ۱۲ سرحدي بندرونو له لارې اروپایي هیوادونو ته ولیږدوي، خو په دغو بندرونو کې ډير بیروبار او ګڼه ګوڼه رامنځته شوې ده او پر غلو بارې لارۍ باید په ورځو ورځو منتظر پاتې شي.

د اوکراین د غلو دانو تولیدونکي ټولنې مشر میکولا هورباچوف، اسوشیټډپرس خبري آژانس ته وویل چې اروپایي زیربناوې د دومره ډیرې اندازې غله جاتو د انتقال توان نه لري.

هورباچوف زیاته کړې ده چې اوکرایني بزګران هم له نامعلوم برخلیک سره مخامخ دي او دغه کړکیچ کیدای شي ډیري د دوی د ډيوالي کیدو له ستونزې سره مخامخ کړي. د هغه په وینا بزګران به په ۱۹۹۱م کال کې د دغه هیواد د خپلواکۍ له وخت راهیسې، له تر ټولو ستونزمن وضعیت سره مخامخ شي.

آژانسونه: ش.ن/ ا. و.ا