1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سویډن کي د کمیابه خاوري موندل ډیری پوښتنی راولاړي کړي

۱۴۰۱ دی ۲۸, چهارشنبه

په سويډن کی تر مځکي لاندي د بیټریو له پاره په میلیونو ټنه مواد پراته دي. د چاپیریال دوسته تولید له پاره دغه خام مواد ډېر مهم دي. آیا اروپايي ټولنه به په دې ډول له چین څخه خپل واردات راکم کړي؟

https://p.dw.com/p/4MM3u
China Seltene Erden - Neodym
انځور: Frank Rumpenhorst/picture alliance

څو وخته مخکی د سویډن د غرکیندنی دولتی شرکت LKAB له یوه عالي کشف څخه خبر ورکړ: د سویډن په شمالي ښار کیرونا کي تر یو میلیون ټنه اضافه نادره خاوره پیدا سوې ده.

د  Per Geijer په نوم دغه خاوره چي د سویډن د شمالي قطب په برخه کي پیدا سوې، له لسیزو راهیسي د کمیابه خاورې په توگه مشهوره ده. د غرکیندنی سویډني شرکت LKAB په اروپا کي دغه ستر اوسپنیز کان پر مخ بیايي.

د کانونو په چټکۍ اسختراج؛ ګټې او ننګونې یې څه دي؟

نادره خاوره چي د نادرو موادو یا د مځکي د نادرو اکسیدونو په نوم هم شهرت لري، د درنو اوسپنو له ۱۷ ډلو څخه یوه ده چي په خاص ډول د نوي کیدونکي انرژۍ، چاپیریال دوسته تکنالوژۍ او د اقلیم د بې طرفه یا خنثی تولید له پاره ډېره مهمه ده. هغه د نورو ترڅنگ د بادي توربینونو او برقي نقلیه وسایلو د تولید له پاره هم ضروري ده.

دغه کمیابه خاوره د نړۍ په ډېرو برخو کي په ډېره پیمانه موجوده ده، خو د هغې استخراج سخت پیچلی دی او گران تمامیږي. همدارنگه چاپیریال ته هم زیان رسوي.

له چین څخه د هغې واردول

که څه هم اروپايي ټولنه تر ډېره ځایه له دغه خامو موادو څخه مستقله ده، خو بیا هم دغي خاوري ته په اوس وخت کي په اروپا کي نه وده ورکول کیږي او نه هم د صنعت له پاره کارول کیږي. تر اوسه پوري لا نوموړي خام مواد له چین څخه واردیږي.

چین په نړۍ کي د نادري خاوري ډېره برخه په خپل واک کي لري، تر هغه وروسته ویتنام، برازیل او روسیه. همدارنگه د هغې د بشپړولو او پروسس کولو په برخه کي هم چین لومړی مقام لري.

د امریکايي جیولوژیکي سروې له مخي د ۲۰۲۲م کال په جنورۍ کي د ټولې نادرې خاوري څه د پاسه ۶۰ سلنه تولید په چین کی وو، تر هغه وروسته د امریکا په متحده ایالاتو کي (۱۶ سلنه) میانمار کي (۹سلنه) او آسترالیا کي (۸ سلنه).

Europas größtes Vorkommen seltener Erden entdeckt
په اروپا کی د نادرې خاورې کشفانځور: Steffen Trumpf/dpa

یوه بله برتري؟

د LKAB شرکت اجرایوي مدیر، یان موسترویم څرگندوي: «د دغي نادرې خاوري کشف د اروپا او اقلیم له پاره یو ښه خبر دی.» د نوموړي شرکت د اټکلونو له مخي دغه کشف په اروپا کي د خپل ډول یو ستر کشف دی او کیدای سي په اروپايي ټولنه کي د چاپیریال دوسته تولید له پاره یو مهم اساس وگرځي. 

جیولوجیسته، جولی کلینګر په دې اړه زړه نازړه ده. د دیلاواره په پوهنتون کي نوموړې پروفیسورې دویچه ویلی ته وویل: «هر وار چي په مځکه کي چي د یوې نادرې خاورې له کشفیدو څخه خبر ورکړل سي نو له برتریو څخه استفاده کیږي. له همدې کبله مهمه ده چي په دې هکله ارقام په دقیق ډول وڅارل سي.»

هغه زیاتوي: «کله چي سړی په گروین لند، شمالي کوریا، افغانستان، ترکیې، د سمندر په تل او یا هم په سپوږمۍ کي نادره خاوره ومومي، نو تل دا اټکل کیږي چي دا تر ټولو ستره کمیابه خاوره ده.»

LKAB-Chef Moström und Schwedens Energieministerin Busch fordern von der EU schnellere Genehmigungsverfahren
کیرونا: د LKAB عمومی مشر ، یان موسترویم او د سویډن د انرژۍ وزیره ایبا بوشانځور: Jonas Ekstromer/TT News Agency/REUTERS

د تایید پیچلې پروسه

همدارنگه د کمیابه خاوری د صنایعو د انجمن عمومي منشي، نبیل منچیري چي له نادرې خاوري سره کار کوي،  په دې هکله محتاطانه نظر ورکوي: »که له اقتصادي پلوه وکتل سي دا لا تر اوسه پوري کومه زیرمه نه ده« هغه دویچه ویلی ته وویل: »لاهم ډېرو برمه کاریو او آزموینو ته اړتیا سته. موږ لا د دغي خاوري د کیفیت په هکله ټول معلومات په لاس کي نه لرو.«

د جیولوجیستي کلینګر په خبره دا به له ۱۰ څخه تر ۱۵ کلونو وخت ونیسي، ترڅو یو کان په کار واچول سي. هغې څرگنده کړه چي: «خبره یوازي پر تصویب نه ده چي زیاتره وخت ټول مسئولیت ورباندي اچول کیږي. دا یو مهم ساختماني او تخنیکي شهکار دی چي یو نوی کان دي پرانیستل سي.»

د طالبانو په واکمنۍ کي د کانونو وضعیت څه ډول دی؟

په اروپايي ټولنه کي د اومو موادو د استخراج او تولید له پاره لا ډیرخنډونه په مخ کي پراته دي. د LKAB سویډني شرکت، د نادرې خاوري دغه نوي کشف ته په کتو سره اوس له اروپايي ټولني څخه غوښتنه کوي چي د هغې د تصویب پروسه گړندۍ کړي.

د دغه شرکت مدیر، یان موسترویم تر نوموړي کشف وروسته رسنیو ته وویل: »که موږ واقعاً غواړو چي چاپیریال دوسته تولیداتو ته وده ورکړو، نو باید داسي لاري چاري پیدا کړو چي په دغه پروسه کي د پام وړ چټکوالی راولو.

GP/NZ/DW.Online