1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند: راهول ګاندي له پارلمان څخه وايستل شو

۱۴۰۲ فروردین ۴, جمعه

يوه ورځ وروسته له دې چې هغه د سپکونکو خبرو له کبله محکوم شوی وو، د اپوزيسيون مشر راهول ګاندي د هند له پارلمان څخه وشړل شو. د کانګرس ګوند پلويان اوس د احتجاج له پاره سره راټول شوي دي.

https://p.dw.com/p/4PAuN
د هند د اپوزيسيون يا مخالف ګوند مشر راهول ګاندي
د هند د اپوزيسيون يا مخالف ګوند مشر راهول ګانديانځور: Naveen Sharma/ZUMAPRESS.com/picture alliance

د هند د اپوزيسيون يا مخالف کانګرس ګوند مشر، راهول ګاندي، د جمعې په ورځ له پارلمان څخه وايستل شو. د هندي رسنيو په حواله نوموړی يوه ورځ ترمخه د يو چا د بدنامولو په تور محکوم شوی وو. د هند د پارلمان ولسي جرګې يا لوک سبها په يوه بيان کې ويلي دي چې ګاندي »له لوک سبها څخه بې صلاحيته شوی دی.«

هندي قانون جوړونکو د کانګرس ګوند مشر راهول ګاندي پرضد دغه ګام داسې مهال پورته کړی چې پلويان يې د هېواد په ځينو برخو کې سره راټول شوي دي څو د هغه په وړاندې د جاري شوي حکم پر ضد احتجاج وکړي چې دی پکې په دوو کلونو زندان محکوم شوی دی.هند: پوليسو درې تنه د غويي غوښو شخړه کې نيولي، يو تن وژل شوی

دغه ۵۲ کلن سياستوال په ۲۰۱۹ کال کې د يوې وينا پرمهال د سپکونکو څرګندونو له کبله پړ بلل شوی دی. په دغه وينا کې يې داسې خلک چې د مودي کورنی نوم لري، لکه د هند اوسنی صدراعظم نرندرا مودي، غله وبلل.

د کانګرس ګوند غړو ويلي چې د ګاندي محکوم کېدل سياسي انګيزه لري او په دې لړ کې د مودي حاکم بي جی پي ګوند ته ګوته نيسي. راهول ګاندي د نفوذ لرونکې او ځواکمنې نهرو ګاندي کورنۍ يو غړی دی.راهول گاندهي، د کانگرس گوند د مرستیال مشر په توگه ټاکل شوی

د اينډيا ټودای خبري ويبپاڼې رپوټ ورکړی چې ګاندي به اوس ونه شي کولی چې د اتو کلونو له پاره انتخاباتو ته ودريږي چې دا د اپوزيسيون د دغه ګوند له پاره يوه ستره ضربه ده.