1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هلمند ته د قطرعربان څه ته راغلي دي؟

۱۴۰۲ آذر ۱۱, شنبه

د هلمند یوشمیر اوسیدونکې وایي چې له تیرو څو ورځو راهیسې شاوخوا ۴۰ تنه د قطر عربان د همدې ولایت ګرمسېر ولسوالۍ ته راغلي او په دښتونو کې د ښکار په موخه میشت سوي دي.

https://p.dw.com/p/4Zhla
Afghanistan Lashkar Gah alte Stadt Terror Taliban Zerstörung
انځور: WAKIL KOHSAR/AFP

که څه هم د طالبانو چارواکو یواځې د عربانو راتګ دغه ولایت ته منلې وو خو د هغوی د سفر او کار په اړه یې رسنیو ته څه ندې ویلې.

د ګرمسېر ولسوالۍ اوسیدونکې  سیدګل دویچه ته وویل چې تیره ورځ د ولسوالۍ د دښت سیمې ته تللي وو خو شاوخوا سیمه ټوله د طالب وسلوالو له لورې تر کلکو امنیتې تدابیرو لاندې وه او څوک یې دغه شاوخوا ته نه پریښودل کیده.

ده زیاته کړه دا ځکه چې هلته عربان راغلي: «دوی راغلي دي او بازان نه ټینګوي. بازان ورسره دي او د ګرمسېر ریګ ولسوالۍ شاوخوا سیمه کې ټول امنیتي پوستي هلته ورته جوړې کړې دي او څوک نه پریږدي د دوي خواته. خپله طالبان هم چاته اجازه نه ورکوي چې په د دښت شاوخوا کې ښکار وکړي.»

«له دوو اونيو راهيسي»

د مارجې ولسوالۍ یو تن اوسیدونکې محمد غفور هم دویچه ویله ته وویل چې دا کسان له تیرو دوو اونیو راهيسې د ګرمسیر او مارجې په دښتونو کې لیدل کیږي چې لنډکروزر اویوشمیر نور کوچني نور موټرونه ورسره دي.

هغه وویل: «هو، ځينې عربان راغلي دي. د دوی سره موټران هم دي او د ښوراب او دو وایر هوایې میدانونو شاوخوا اوسیدونکو لېدلي دي. دغو عرب وګړیو ځینو خلکو ته ویلي دي، موږ دلته کار کوو خو دوی دلته دا درې میاشتې کیږي چې راغلي دي او اوس هم سته.»

ده زیاته کړه چې »له عربانو سره ډیري پیسې سته او  وسلوال کسان هم ورسره دي چې خپله د طالبانو والي او ځینو نورو کسانو سره ویني.«

«د ځينو کم ساري مرغانو ښکار»

د سیمې اوسیدونکې وایې عربان دهلمند ګرمسېر، مارجې او یوشمیر نورو ولسواليو کې د ښکار لپاره راغلي دي او هغوي د ځینو کم ساري مرغانو ښکار کوي.

خو په هلمند کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور ریاست د ګرځندوی امریت مسئول محمد حنیف دویچه ویله ته دا تائيد کوي چې د بهرنیو سیلانیانو شمیر ډیر سوئ دي.

د ګرځندوی امریت دا تائيدوي چې د قطر هیواد یوشمیر عربان د هلمند ولایت ته راغلې، خو دقیق ارقام یې نه په ډاګه کوي. 

ده وویل چې له تیر یوه کال راهیسې د امریکا، چین، بحرین او ځینو نورو هیوادونو سیلانیان هلمند ته راځي او له بیلابیلو تاریخي سیمو لیدنې کوي.

هغه زیاته کړه: »شاوخوا ۷۰ کسان سېلانیان هلمند ته راغلې دي، دا یې تخمینې ارقام دي. لس لس امریکایان او چینایان هم راغلي دي، یو دوه کسان د بحرین هیواد څخه هم راغلې وه او دوې د بست قلعه څخه ډیره لیدنه کوي او سنګین ولسوالۍ کې د مالمند کلا څخه هم لیدنه کوي.»

د میلیونو ډالرو په ارزښت د ښکار کولو تړونونه

موږ وغوښتل د قطر هیواد د عربانو د تګ په اړه د طالبانو د اطلاعات او کلتور وزارت نظر هم له ځانه سره ولرو خو هغوی پدې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

تیر کال په افغانستان کې د طالبانو حکومت له بهرنیو سیلانیانو سره د میلیونو ډالرو په ارزښت د ښکار کولو تړونونه لاسلیک کړي ول.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت هغه مهال رسنیو ته ویلې وو چې د دغو ښکاري جوازونو له ورکولو یې موخه افغانستان ته د ښکار کوونکو سیلانیانو راماتول او د ښکار کولو قانوني کول بلل سوي دي.

د حیواناتو او مرغانو ښکار او قاچاق

داسې ویل کیږي چې د افغانستان په  جنوبي او لوېدیځ ولایتونو کې د کال په ځانګړو فصلونو کې د کډوالو مرغانو لپاره دغه سیمه د دمې ځای دی.

نو له همدې امله هرات، فراه، نیمرزو، هلمند، غزني او ځینې نورو ولایتونو د ښکاریانو پام ورخپل کړی دی.  

د طالبانو حکومت رئیس الوزرا یو حکم صادر کړی وو چې د حیواناتو او مرغانو ښکار او قاچاق منع دی او له سرغړونکو سره به قانوني چلند وسي.

د افغانستان د چاپیریال ساتنې ملي ادارې څو څو ځلې رسنیو ته ویلې وو چې اقلیمي بدلولونه، جګړه، د ځنګلونو وهل او خپل سري ښکار کول په دغه هېواد کې د ځایې او کډوالو مرغانو لپاره خوندي ځایونه ډیر له منځه وړي دي.