1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوتين: په افغانستان کې د امريکا حضور په «فاجعو» پای ته ورسېد

۱۴۰۰ شهریور ۱۰, چهارشنبه

د روسیې ولسمشر ويلي دي چې په افغانستان کې د امريکا شل کلن ماموريت يوازې «په فاجعو او زيانونو» پای ته ورسېد. پوتين تل پر لويدیځو هيوادونو نيوکه کوله چې په غير لويديځو هيوادونو کې د غرب د ارزښتونو د تحميل هڅه کوي.

https://p.dw.com/p/3zlUH
Russland | Moskau | PK Angela Merkel und Wladimir Putin
انځور: Mikhail Metzel/ITAR-TASS/imago images

د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتين دا څرګندونو د چهار شنبې په ورځ په داسې حال کې وکړې چې له افغانستان څخه د امريکا ټول عسکر د دوشنبې په ورځ د شپې ناوخته ووتل.

په مسکو کې حکومت تل په افغانستان کې د امريکا پر تګلاره نيوکې کولې. پوتين وويل چې امريکايي ځواکونو په تېرو دوو لسیزو کې په جګړه ځپلي هېواد افغانستان کې د خپلو نورمونو د تطبيقولو هڅه وکړه چې دا يوه بې ګټې هڅه وه.

هغه وويل: «د دې پايله يوازې د امريکايانو او تر هغه زيات پر افغان خاوره د اوسيدونکي له پاره يوازې فاجعې او زيانونه ول.» هغه وويل: «له دباندې څخه پر يو چا د يو څو تطبيقول هيڅ امکان نه لري.»

ولسمشر ولاديمير پوتين دا څرګندونې په لويديځ کې پراته ښار ولاديوستوک کې ځوانانو ته د يوې وينا په ترڅ کې وکړې.

Afghanistan Flughafen Kabul | letzter US-Soldat verlässt das Land
له افغانستان څخه د دوشنبې په ورځ د شپې ناوخته د ورستي امريکايي عسکر وتلانځور: U.S. Central Command/dpa/picture alliance

ولسمشر پوتين تیره اونۍ ويلي ول چې هيواد به یې په افغانستان کې مداخله ونه کړي ځکه چې حکومت یې د پخواني شوروي اتحاد له تجربو زده کړې ده.

نوموړي په دې ترڅ کې په دې اړه شکايت وکړ چې لوېديځ هڅه کوي افغان مهاجر د منځنۍ آسيا په هېوادونو کې چې د روسیې متحدين دي، ځای پر ځای کړي.

د مسکو حکومت په کابل کې نوي مشرتابه ته په محتاط ډول خوشبينه دی او وايي چې په داخلي چارو کې به مداخله ونه کړي.

ب . ص/ ن . ز (AFP)