1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

منظور پښتين: د ګيله من وزير روغتیايي وضعیت نازک دی

۱۴۰۳ تیر ۱۸, دوشنبه

گيله من وزير د اسلام آباد د يو روغتون په عاجل واټ کې بستر دی. هغه يوه ورځ تر مخه په اسلام آباد کې په يو برید کې سخت ژوبل شوی دی.

https://p.dw.com/p/4i1LV
د پي ټي ام د مشر منظور پښتين آرشيف انځور چې په بلوچستان ايالت کې د يوې غونډې پر وخت اخيستل شوی دی.
د پي ټي ام د مشر منظور پښتين آرشيف انځورانځور: Mohammad Usman/DW

په پاکستان کې د «پښتون ژغورنې غورځنګ» يا «پي ټي ام» د مرکزي شوار پر غړي او شاعر، ګيله من وزير، د يکشنبې په ورځ (د جولای ۷مه) په اسلام آباد کې بريد وشو. د ياد تحريک د غړو لخوا پر خواله رسنيو د خپرو شوو معلوماتو له مخې ګيله من وزير، په دغه بريد کې سخت ژوبل شوی او په اسلام آباد کې  پيمز روغتون ته يووړل شوی دی. ويل شوي دي چې هلته د هغه عمليات شوي او په عاجل واټ کې بستر دی.

د پي ټي ام مشر، منظور پښتين، د دوشنبې په ورځ پر خپله فيسبوکپاڼه خپره شوې ويډيو کې وويل چې د گيله من، روغتيايي وضعيت «نازک» دی. د پښتين، په وينا د گيله من وزير، ملگري او د پي ټي ام «ذمه وار کسان» په اسلام آباد کې د روغتون دباندې ناست دي.

منظور پښتين له دې مخکې د يکشنبې په ماخستن د يادې پيښې په هکله په اسلام آباد کې څرگندونې کړي وې، چې ويډيو يې پر فيسبوک خپره شوې وه. پښتين، په دغو څرگندوونو کې وويل چې پر ګيله من وزير، باندې د «لسو پنځلسو کسانو» د يوې داسې ‌ډلې لخوا بريد شوی دی، چې ورسره «د يو چا د وهلو او حتی تر مرګ پورې رسولو ټول آلات» موجود ول.

په سوات کې د پي ټي ام د يو احتجاج آرشيف انځور چې پکښې گيله من وزير هم گډونوال و
گيله من وزير (د انځور منځ د سر خولۍ سره) پر سر سخت ژوبل شوی دیانځور: Gilaman Wazir

دا چې پر ګيله من وزير د چا لخوا بريد شوی او د بريد انګېزه يې څه وه، لا تر اوسه نه ده روښانه شوې. منظور پښتين، هم تر اوسه په دې اړخه د چا نوم نه دی اخيستی. البته هغه پر ګيله من وزير بريد «پر ټول پښتون باندې بريد» بللی دی.

په اروپا کې د پي ټي ام غړی او د لر او بر ويبپانې چلوونکي عبدالله احسان آلمان ږغ ته وويل: «په رسمي توګه لا تراوسه موږ نشو ويلای چې بريد چا کړی و. البته يوه خبره چې روښانه ده، هغه دا ده چې دغه بريد د دوو اشخاصو تر منځ د کومې لانجې نتيجه نه وه.»

په خواله رسنيو کې د يادې پيښې په تړاو زيات شمېر کاروونکو خپله خواښيني څرګنده کړې ده.

د پښتون ژغورنې د غورځنگ يو شمېرمشران او غړي د پاکستان د امنيتي چارواکو له خوا په بيلو وختونو کې زندانيان شوي هم دي. پخپله منظور پښتين هم څو ځله نيول شوی او په زندان کې يې وخت هم تېر کړی دی.

ا.ا./ن.ز.