1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پښتین: د امن په نوم د پوځ عملیات ناامني ډیروي

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۲ اردیبهشت ۱۶, شنبه

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین وايي، پښتون میشتو سیمو کې د پاکستاني پوځ عملیات د زغملو نه دي.پښتین په سوات کې یوې لویې ولسي غونډې ته په وینا کې د پاکستان پوځ ننګولی دی.

https://p.dw.com/p/4Qz6y
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتینانځور: K.M. Chaudary/AP/picture alliance

د پښتون ژغورنې غورځنګ یا  پي ټي ام مشر منظور احمد پښتین وايي، د پاکستان پوځ دا ځل بیا غواړي چې پښتون میشتو سیمو کې د ناامنیو لرې کولو په نوم پوځي عملیات وکړي، چې دا بیا ولس ته د منلو نه ده.

هغه د خيبر پښتونخوا سوات کې د ولسي پاڅون په نوم لویې ولسي غونډې ته وویل:«دا چې دوی جنګ ته کوم ماحول جوړ کړی دی، لکي مروت، کورمه، وزیرستان، خیبر کې یې نن هم نیټورک «شبکې» بندې کړي او آپریشن «عملیاتو» ته یې تیاریانې روانې کړي دي.»

پښتین په خپله فیسبوک پاڼه ددې لویې غونډې ویډیو خپره کړې او پاکستاني پوځ ته یې خبرداری ورکړی چې په دغو سیمو کې د نورو پوځي عملیاتو اجازه نه ورکوي.

پښتین وايي، له کلونو راهیسې پښتانه د امن په نوم له خپلو کورونو رااېستل کیږي، خو چې د امن ترنامه لاندې د پوځ تر عملیاتو وروسته خپلو کورونو ته وروګرځي، نو کورونه او ټولې شتمنۍ یې لوټې شوي وي.

«شهیدان او زندانونه زمونږ دریځ نه شي بدلولی»

د پښتین پروینا د پاکستان پوځ د ترهګرۍ او ناامنیو پرضد د پوځي عملیاتو په نوم له نړېوالو په میلیاردونو ډالر اخلي، خو د عملیاتو پایله یې د ناامنیو او ترهګرۍ ډېرېدل دي. د هغه په خبره «شل کاله کیږي چې د ده اپریشن نه شو ختم او نه هم دهشتګردي ختمیږي.»

د چین او امریکا سیالیو ته اشاره

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر د پاکستان د پوځ پر سیاست د نیوکو په لړ کې خبرداری ورکړ چې په لوی لاس پښتون میشتې سیمې د چین او امریکا د سیالیو ډګر ګرځوي. هغه زیاته کړه: «اوس بیا ډالرې راروانې دي، د چین او امریکا ترمنځ کیسه ده.»

د پاکستان پوځ د منظور پښتین وروستیو څرګندونو ته په سملاسي توګه غبرګون نه دی ښودلی، خو تل یې ویلي چې د ترهګرۍ پرضد عملیات یې «بې توپیره» دي.

د پاکستان پوځي چارواکي ټینګار کوي، چې د ترهګرۍ ضد پوځي عملیات یې له ګڼو بریاوو سره مل هم وي.

اړوند مطالب:منظور پښتین: د بې ګناه خلکو وژنه دي بنده شي

دا څرګندونې داسې مهال دي چې د پاکستان پوځ له تیرې څه مودې راهيسې د خیبرپښتونخوا په یوشمېر قبایلې سیمو کې د امن په نوم د پوځي عملیاتو د دوام خبره کړې. په دې لړ کې یې دوه ورځې وړاندې د پښتونخوا په ډیره اسماعیل خان سیمه کې د پاکستاني طالبانو د یوه مهم قوماندان د وژل کېدو خبر ورکړی.

په همدې حال کې تازه رپوټونه وايي، پاکستاني طالبان د خيبر پښتونخوا او بلوچستان ایالات یوشمېر نویو سیمو ته خپل فعالیتونه غځوي.