1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ټاپې پروژې امنيتی برنامه لاسلیک شوه

۱۴۰۰ فروردین ۲۷, جمعه

افغانستان او ترکمنستان د ګازو نل ليکې »ټاپي« امنيتي پروګرام لاسليک کړ. ټاپې په سیمه کې يوه له مهمو پروژو ګڼل کيږې.

https://p.dw.com/p/3s7dK
Afghanistan - TAPI - Pipelineprojekt in Herat
انځور: DW/S. Tanka Shokran

د ملي امنيت شورا په یوه خبرپاڼه کې راغلې دي چې دغه امنيتي پلان د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د ملي امنيت شورا د مرستيال عبادالله عباد او د ترکمنستان له اړخه د تاپي پروژې عامل مدير محمد متيرات آمانوف له خوا لاسليک شو.

د دغي خبرپاڼي له مخي، د ټاپې امنيتي پروګرام له ترکمنستان څخه جنوبي آسيا ته د گازو انتقال چې د څو هيوادونو د انرژۍ يوه ستره پروژه ده، ساتنه يې کوي او په سیمه کي ثبات پياوړي کوي.

د ملي امنيت شورا ټينګار کړی دی چې د ټاپې پروژه د افغانستان يوه له مهمو پروژو څخه ده چې د (ادغام سياست او سيمه ايز امنيت) سره د سيمي مهم لوبغاړي له هغې جملې څخه هند او پاکستان کيدای شي د خپلو ګډو ګټو په خاطر سره متحد کړي.

د ټاپې پايپ لاين پروژې د جوړلو طرحه په نويمه لسيزه کې د افغانستان پاکستان او ترکمنستان ترمنځ لاسلیک شوه چې له ترکمنستان څخه د افغانستان له لاري پاکستان ته گاز انتقال شي. وروسته بيا هند هم د دغي پروژې غړی شو.

ټاپې له ترکمنستان سره يوه مهمه پروژه ده چې په پام کې ده له دغه هيواد څخه طبيعي گاز د افغانستان له لاري پاکستان او هند ته انتقال شي. په دې سره ترکمنستان غواړي چې خپل د ګازو پلورل يوازې په چين پورې محدود نه کړي.

ترکمنستان په پام کې لري چې خپل ۳۰ بيليونه متر مکعب طبيعی گاز د پايپ لاين له لارې چې د افغانستان په خاوره کې به کابو ۷۰۰ کيلومتره وغځېږي، پاکستان او هند ته انتقال کړي.

کلونه کيږې چې دغه پروژه د امنيتي ستونزو او پانګې اچونې له کبله له ستونزو سره مخ شوی ده.

Afghanistan TAPI - Treffen von Politiker aus Afghanistan, Turkmenistan, Pakistan und Indien
انځور: DW/S. Tanha Shokran