1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مهاجر پلوه سازمان د بشر د حقوقو مراعتول وغوښتل

۱۴۰۰ خرداد ۳۰, یکشنبه

د مهاجرت د بین المللي ورځي په مناسبت، الماني مهاجر پلوه سازمان د اروپايي ټولني څخه د مهاجرو په برخه کي د ژنیو د کنوانسیون مراعتول وغوښتل. دغه سازمان د لیبیا د ساحلي ګارډ سره پر همکارۍ باندي هم سخت انتقاد وکړ.

https://p.dw.com/p/3vFIh
Weltflüchtlingstag
انځور: Angelos Tzortzinis/dpa/picture alliance

د لیبیا د دوهم کنفرانس تر دایریدو لږ دمخه د بشر د حقوقو فعالینو د اروپا اتحادیې ته په دې دلیل خبرداری ورکړی دی، چي د ژنیو د مهاجرینو کنوانسیون بیا هم تر پښو لاندي کوي.

نن یکشنبه، چي د مهاجرت بین المللي ورځ ده ، په همدې مناسبت الماني مهاجر پلوه سازمان، پرو ازول د اروپايي ټولني څخه د مهاجرو په برخه کي هم د بشر د حقوقو مراعتول وغوښتل. د دغه سازمان اداري رییس، ګوینټر بورکهار المانۍ ورځپاڼي، (نویه اوسنا بروکه) ته وویل، چي« دولتونه نباید مهاجرین د خپلو سرحدونو څخه تر هغو پوري بیرته وشړي، تر څو پوري چي یې د هغوی د پناه غوښتنه نه وي ارزیابي کړې. دا پدې معنی ده ، چي مهاجرین د دې حق لري، چي د پناه غوښتنلیکونه ورکړي.»

بورکهار د مدیترانې د لیبیا د حاکمیت د ساحې څخه د کښتیانو د بیرته ایستلو او د لیبیا د ساحلي ګارډ پواسطه په کښتیانو کي د سپرو مهاجرو نیول او احضارول د ژنیو د مهاجرت د کنوانسیون څخه د سرغړوني د یوه عمل په حیث انتقاد وکړ.

هغه دې ته هم اشاره وکړه، چي په لیبیا کي دننه ډیر مهاجرین شکنجه او بد رفتاري ورسره کیږي. د بشر د حقوقو دغه فعاله ټینګار وکړ، چي« نن ورځ تعقیبیدونکي او شکنجه کیدونکي د اروپايي ټولني د هیوادونو په کومک بیرته خپلو شکنجه کونکو ته ورلیږل کیږي او پدې ترتیب سره هغوی بیرته هغو بدبختیو او آوره ګیو ته وراستول کیږي، چي دوی ورڅخه راتښتیدلي دي.»

ځکه نو بورکهارد  د مهاجرینو د بیرته لیږلو د سیاست د ختمیدو غوښتنه وکړه. په خبره یې د لیبیا د جنایت کاره ساحلي ګارډ سره همکاري او ګډ کار باید بند سي.»

هغه وايي، چي جرمني د لیبیا ساحلي ګارډ ته روزنه ورکوي او ایټالیا بیا ورته کښتۍ استوي.

په برلین کي د لیبیا دوهم کنفرانس

بورکهارد په عین حال کي د جرمني د خارجه وزیر، هایکو ماس او ملګرو ملتونو د عمومي منشي ، انتونیو ګوتریس لخوا د راتلونکي چارشنبه په ورځ په برلین کي د لیبیا د دوهم کنفرانس د دایریدو څخه هرکلی وکړ.

بین المللي ټولنه غواړي په دغه کنفرانس کي د خپلو سلا مشورو پر مهال د لیبیا د ثبات پخاطر نور اقدامات هم تر سره کړي، هغه هیواد د کوم ځای څخه چي اکثره افریقایان حرکت کوي او غواړي د مدیترانې د خطرناکو لارو څخه تیر او ځانونه اروپا ته ورسوي.

Libyens Küstenwache rettet Migranten in Seenot
انځور: Hamza Turkia/Xinhua/dpa/picture alliance

خو د مهاجر پلوه سازمان د رییس، ګوینټر بورکهار په خبره د لیبیا د ثبات پروسه نباید« د بشر دحقوقو په بیه تمامه سي او هغو کسانو ته تاوان ورسوي، چي په اروپا کي پناه غواړی.»

په همدې حال کي د جرمني په ډیرو ښارونو کي د « بشر پر حقوقو باندي معامله نه کیږي» تر شعار لاندي ددې دپاره یو کمپاین شروع سوی دی ، چي جرمني دي نور ډیر مهاجرین هم ومني.

آ./م.ق.ن./ا.ا.