1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پرو ازيول: په چټکۍ دې لا زيات افغانان آلمان ته راوستل شي

۱۴۰۲ آبان ۱۴, یکشنبه

د پناه غوښتونکو د ملاتړ سازمان پرو ازيول د آلمان پر حکومت ږغ کړی دی چې په چټکۍ دې لا زيات کسان له افغانستان څخه آلمان ته راولي. په زياته د هغو افغانانو د راوستلو د پروسو د چټکولو غوښتنه يې کړې ده چې هوکړه ورته شوېده.

https://p.dw.com/p/4YQ0o
Afghanistan | Afghanische Staatsangehörige kehren am Grenzübergang Torkham zurück
تر ۱،۷ مليون زيات افغانان له پاکستان څخه د اخراجېدو سره مخامخ ديانځور: The Norwegian Refugee Council/REUTERS

د پرو ازیول په وينا د آلمان حکومت بايد په زياته د گواښ سره مخامخ هغه افغانان ژر تر ژره آلمان ته راولي چې د راتلو هوکړه ورته شوېده. په وينا يې دمگړی په پاکستان کې تر يو مليون څخه زيات افغانان د اخراج د گواښ سره مخامخ دي. د دغه سازمان په وينا بعضي افغانان که له پاکستان څخه افغانستان ته اخراج شي نو هلته دطالبانو له لورې د تعقيب، نيول کېدنې او وژل کېدنې د گواښ سره مخامخ کېدلای شي.

د پاکستان پوليسو په تيرو ورځو کې په دې پېل کړی چې افغان مهاجر ونيسي، د اخراج مراکزو ته يې يوسي او اخراج يې کړي. د پاکستان د حکومت په وينا د اخراج په دغه لړۍ غواړي چې تر ۱،۷ مليون پورې هغه کسان اخراج کړي چې په دغه هيواد کې د اوسېدنې اړين اسناد نه لري.

«هره ورځ انتظار د انسانانو د ژوند په قيمت»

پرو ازيول سازمان نيوکه کړېده چې »زيات شمېر انسانان پکښې داسې دي چې آلمان او نورو هيوادونو ته د تلو لپاره مجبور ول پاکستان ته وتښتي.« دغه سازمان زياته کړېده چې بهر ته د تلو په انتظار افغانان تر مخه هم په پاکستان کې په بشپړه توگه خوندي نه ول، خو اوس يې وضعه لا کړکېچنه شوېده. پرو ازيول د آلمان له باندنيو چارو وزارت څخه وغوښتل چې «بالآخر دې د دې غم وخوري چې دغه انسانان راوباسي ځکه هره ورځ انتظار د انسانانو د ژوند په قيمت تماميږي.»
 

پرو ازیول ويلي دي چې زيات هغه افغانان چې آلمان ته د راتلو لپاره يې بايد پروسه بشپړه شوې وای، هغوی مجبوره ول چې په پاکستان کې د آلمان په سفارت کې د خپل امنيتي او ويزې پروسې د بشپړه کولو لپاره پاکستان ته وتښتي. دغه سازمان زياته کړېده: «له دغو څخه زياتره تر يو کال زيات وخت کيږي چې د آلمان د بيوروکراسۍ له کبله په ناهيلۍ انتظار وکړي. د اخراجو د پېلېدو سره هغوی تر لا زيات فشار لاندي راغلي، دا ځکه چې معلومه نه ده چې ايا پاکستان به هغوی د اخراجېدنې له پروسې مستثنی کړي که نه.»

«پاکستاني پوليس ورڅخه رشوتونه اخلي»

پرو ازيول ويلي چې ورته راپورونه رسېدلي چې آلمان ته د راتلو په انتظار افغانان د پاکستاني پوليسو له خوا ازاريږي او مجبوره کيږي چې ورته رشوت ورکړي که نه د پاکستان ويزه يې ورته څيري کوي چې صرف پر يو کاغذ چاپ شوې. په وينا يې داسي راپورونه هم شته چې د پاکستان د اړينو اسنادو لرلو باوجوده يو شمېر د اخراج و مراکزو ته انتقال کړل شوي دي.

پرو ازيول له دې کبله د آلمان پر حکومت ږغ کړی دی چې لا زيات پرسونال د افغانانو د دوسيو پر پروسه کولو مؤظف کړي او د تر ۱۴۰۰۰ څخه زياتو دغو افغانانو د راوستلو په پروسه کې آسانتياوې او سهولتونه رامنځته کړي. ياد شمېر افغانانو تر مخه لا له آلمان څخه هوکړه ترلاسه کړې چې آلمان ته راتللای شي. دغه سازمان غوښتنه کړې ده چې د ۲۰۲۲ کال په اکتوبر کې پېل شوي پروگرام کې او د کورنيو په الحاق کې دې چټکتيا راوستل شي. په ياد کال و آلمان ته د هغو افغانانو د راوستلو پروگرام پېل شو چې د ځانگړې ساتنې او حفاظت اړتيا لري.

آ./ا.ا./ن.ص.