د فاریاب په زندان کي بنديانو پاڅون کړی
۱۳۹۹ دی ۲۶, جمعهاعلان
د فاریاب سیمه ایزو چارواکو اعلان کړی دی چي نن د جمعې په ورځ سهار د دغه ولایت په زندان کي بندیانو په پاڅون لاس پوری کړ. د فاریاب په دغه زندان کي څه د پاسه ۴۰۰ بندیان دي.
د فاریاب پولیسو ویلي دي چي ددغه پاڅون په نتیجه کي یو زنداني وژل سوی او پنځه تنه نور زخمیان سوي دي.
د فاریاب ولایت د پولیسو ویاند، عبدالکریم یورش زیاتوي چي د زندانیانو ترمنځ لفظي شخړه ددغه ګډوډیو سبب سوه.
د فاریاب د پولیسو د ویاند په خبره، پولیسو سمدستي اقدام وکړ او هغه زندانیان چي له خپلو اتاقونو څخه وتلي ول او د زندان محوطې ته رسیدلي ول، بیرته یې د زندان په بلاکونو کي ځای پر ځای کړل.
د دغه ولایت د پولیسو په خبره، کشفي بڼسټونو او څارنوالۍ ددغي پیښي په هکله خپلي پلټني پیل کړي دي.