1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

انوارلحق کاکړ نیویارک کې د چین له مرستیال ولسمشر سره کتلي

۱۴۰۲ شهریور ۳۱, جمعه

امریکا ته د پاکستان د ځای ناستي لومړي وزیر انوارالحق کاکړ د سفر په ترڅ کې دواړو لورو پاکستان او چین ستراتیژیک دوستان بللي دي.

https://p.dw.com/p/4WhWK
پاکستان او چین په خپلمنځي ستراتیژیکو اړیکو ټینګار کوي
پاکستان او چین په خپلمنځي ستراتیژیکو اړیکو ټینګار کويانځور: MAXPPP/dpa/picture alliance

د پاکستان سرپرست لومړی وزیر انوارالحق کاکړ د ملګرو ملتونو ۷۸ کلنۍ غونډې کې د ګډون لپاره نېویارک ته تللی.

 نوموړي ددې غونډه په څنډه کې د چین له مرستیال ولسمشر هان ژینګ سره کتلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اړیکو پر پراختیا خبرې کړي دي.

د پاکستاند لومړي وزیر دفتر پر خپله اکس پاڼه لیکلي: «په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو مشرانو په دوه اړخیزو اړیکو له دې ډلې د CPEC پر موضوع پر دوه اړخیزو اقتصادي او مالي همکاریو خبرې اترې وشوې.»

سي پیک یا د چین -  پاکستان اقتصادي کوریډور هغه ستره پروژه ده چې چین او پاکستان په ګوادر کې سره نښلوي او ددې پروژې په تطبیق سره به چین هم د هند سمندر ته لاره ومومي.

د پاکستان سرپرست لومړي وزیر ویلي، د کشمیر په کړکیچنه سیمه کې د جی شل هېوادونو له هرډول ناستې سره د چین مخالفت نړېوالو قوانینو ته ددغه هېواد بې دریغه درناوی ښيي.

شاوخوا درې میاشتې وړاندې د جی شل هېوادونو څخه د ګرځندوی ډلو شاوخوا ۶۰ کسانو په کشمېر کې ناسته وکړه چې هماغه مهال د چین سربیره سعودي عربستان هم تحریم کړې وه.