1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسمشر لوکاشینکو غواړي اروپا ته مهاجر له قاچاقي لارو پریږدي

۱۴۰۰ تیر ۱۷, پنجشنبه

د سپیني روسیې ولسمشر لوکاشینکو د اروپايي ټولني د بندیزونو له امله تر سخت فشار لاندي دی. هغه اوس د غچ اخیستنی له پاره غواړي له جگړه ځپلو هیوادونو لکه افغانستان او سوریې څخه راغلي مهاجر اروپا ته پریږدې، ترڅو بې ثباتي راولي

https://p.dw.com/p/3wCTw
Belarus Regierung l Belarussischer Präsident Lukaschenko
انځور: Sergei Shelega/BelTA/AP/dpa/picture alliance

په دې ډول به نو د اروپايي ټولني له خوا لگول سوو بندیزیونو پر وړاندي د غبرگون په توگه، ولسمشر لوکاشینکو له جنګ ځپلو سیمو لکه سوریې او افغانستان څخه په سلونو راغلو مهاجرو ته اجازه ورکړي چي لویدیځ ته ولاړ سي.

نوموړي ۶۶ کلن په روانه اونۍ کي د یوې حکومتي غونډي پر وخت وویل چي هغه به نور د هیچا مخه و نه نیسي چي غواړي ځان آرام اروپا ته ورسوي. دا چي په اصطلاح «د اروپا تر ټولو دیکتاتور ولسمشر» په دې کار کي څومره جدي دی، تر ټولو زیات په گاونډي هیواد لیتوانیا کي احساسیږي.

د ۲۰۲۰م کال په پرتله چي په لیتوانیا کي ۸۱ پناه غوښتونکي نیول سوي ول، د چارواکو په حواله سږکال د رسمي ارقامو له مخي څه د پاسه ۱۳۰۰ مهاجر نیول سوي دي چي زیاتره یې د افغانستان، سوریې او عراق مهاجر ول. د لیتوانیا صدراعظمه اینگرید سیمونیته، پر لوکاشینکو تور لگوي چي هغه غواړي اروپایی ټولنه بې ثباته کړي.

همدارنګه د اروپايي ټولني کمیساره، اورزولا فون دیر لاین او د اروپايي ټولني د شورا رئیس چارلز میشل هم په سرحد کي د بحراني حالت له امله اندېښمن دي.

Litauen | Charles Michel und Ingrida Simonyte in Medininkai an der Grenze zu Weißrussland
د اروپایی ټولني د شورا رئیس چارلز میشل او د لیتوانیا صدراعظمه سیمونیته په سپینه روسیه کي له سرحد څخه د لیدني پرمهالانځور: Petras Malukas/AFP/Getty Images

میشل، لیتوانیا ته د یوه سفر په ترڅ کي وویل: «موږ ټولي هغه هڅي غندو چي له غیر قانوني مهاجرو څخه دي د یوې وسیلې په توگه کار واخیستل سي، تر څو د اروپايي ټولني غړي هیوادونه ترفشار لاندي راولي.» فون دیر لاین بيا د یوې سیاسي انگیزې د یوې نومونې خبره وکړه.

لوکاشینکو دا خبره نه پټوي چي هغه غواړي د اروپايي ټولني د بندیزونو له امله خپل غچ واخلي. هغه په وار وار سره په دې اړه فکر کړی چي څنگه د دې کار پر وړاندي غاښ ماتوونکی جواب ورکړي. نوموړي د خپلو وزیرانو په مخکی وویل چي اوس »یوه جگړه روانه ده«. خو د پخواني شوروي اتحاد دغه کوچنی جمهوریت له اقتصادي پلوه روسیې ته اړ دی او پر نړیوال سیاست باندي لږ فشار راوستلای سي.

له همدې کبله لوکاشینکو اوس خپل ټول تمرکز په تیره بیا پر راغلو مهاجرو باندي کوي. هغه په جدیت سره وویل: «که یو څوک په دې فکر وي چي موږ به خپل سرحد له پولند، لیتوانیا، لاتويا او اوکراین سره وتړو او له افغانستان، ایران، عراق، لیبیا، سوریې، تونس او افریقايي هیوادونو څخه راغلو مهاجرو له پاره په اصطلاح یو مخزن وگرځو، نو اشتباه به یې کړې وي.»

اوس نو باید ژر تر ژره له سپیني روسیې سره سرحد په عصري تخنیکي تجهیزاتو سمبال سي. د لیتوانیا صدراعظمي سیمونتي اعلان کړی چي تر هغه وخته به د سرحدونو د ساتلو له پاره خپل سرتیري واستوي.

همدارنگه به د اروپايي ټولني له خوا هم ملاتړ موجود وي. د لیتوانیا له سرحدي ساتونکو سره په گډه د اروپايي ټولني د سرحدونو د ساتني آژانس  فرونتکس شپږ چارواکي هم د جولای مياشتي له پیله په دغه سرحد کي گزمې کوي. د رواني میاشتي تر پایه به د هغو شمیر ۳۰ تنو ته ورسیږي.

GP/NZ/AG