1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاپ: له سیستاني سره لیدني مي «روح ته ارامي راکړه»

۱۳۹۹ اسفند ۱۹, سه‌شنبه

عراق ته تر تاریخي سفر وروسته د کاتولیکي عیسویانو رهبر، پاپ فرانسیسکو د شیعه رهبر ایات الله علي سیستاني سره لیدنه توصیف کړې او ویلي يې دي چي دا مي «روح ته ډیره ارامي راکړه».

https://p.dw.com/p/3qOK7
Irak Najaf | Besuch Papst Franziskus | Großajatollah Ali al-Sistani
انځور: Ayatollah Sistani's Media Office/AFP

دغه خبره پاپ د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۱م کال د مارچ اتمه) روم ته د پرواز پر وخت په الوتکه کي کړې ده. خو په عین حال کي ۸۴ کلن پاپ منلې ده چي له عراق څخه لیدنه یې تر نورو خارجي سفرونو ډیر سخته وه.

فرانسیسکو ویلي دي چي دغه سفر د سمبولیکو مهمو اشارو تر اغیزي لاندي وو. داسي چي پاپ له یوه طرفه تر سخت فشار لاندي عیسوي ټولني تشویق کړې او له بله طرفه یې شیعه مسلمانانو ته لاس وروغځاوه.

پاپ په ډیرو ښو او ګرمو الفاظو سره له ۹۰ کلن سیستاني سره ملاقات وستایه او ویې ویل: «ما دا ضرورت احساس کړ چي د ایمان او عقیدې دغه زیارت وکړم او توبه وکاږم. همدارنګه د داسي یوه عاقل او بزرګ سړي سره مخامخ سم چي انسان یې درکوي، هغه ستا خبرو ته غوږ نیسي.»

Irak Najaf | Besuch Papst Franziskus
انځور: Vatican Media/Reuters

دغه ملاقات په عصري مذهبي تاریخ او د ادیانو په منځ کي د عمیق ډیالوګ په خاطر د پاپ کوښښونه ترسیموي. د ځینو کاتولیکي عنعنوي کاتولیکانو دا انتقاد چي د پاپ ملاقات «د عیسوي احکامو څخه یوه سرغړونه ده» پاپ روم ته د بیرته تګ پر وخت رد کړ. په خبره یې د هغه پر تصمیم باندي وختي لا فکر سوی وو او «کوم هوس نه وو.»

له بلي خوا بیا ایران د دغه سفر هرکلی کړی دی. د ایران د خارجه وزارت یوه ویاند په تهران کي وویل، چي د پاپ دغه سفر «د ادیانو تر منځ ډیالوګ او مذهبونو ته نژدې والی» بیانوي. هغه د پاپ سفر په مجموع کي «ډیر ښه او مهم بللی دی.»

له سیستاني سره تر لیدني وروسته پاپ فرانسیسکو د تیري شنبې په ورځ په لرغوني ښار «اور» کي د مختلفو ادیانو له نمایندګانو سره وکتل، کوم ښار چي د انجیل د شفاهي افسانو مطابق د ابراهیم (ع) د زیږیدو ځای دی چي د مسلمانانو، عیسویانو او یهودانو مشترک پلار دی.

Irak Najaf | Besuch Papst Franziskus
انځور: Vatican Media/Reuters

پاپ بیا د یکشنبې په ورځ په موصول کي د داعش د حاکمیت تر ختمیدو وروسته له پاته عیسویانو سره وکتل. پاپ د زر کلني تاریخي کلیسا د تر یوه حده پوري نړیدلي دیوالونو مخته د جنګ د قربانیانو په خاطر عبادت وکړ او د عراق او منځني ختیځ له عیسویانو څخه یې وغوښتل چي په خپلو ټاټوبو کي پاته سي.

فرانسیسکو لومړی پاپ دی چي عراق ته يې سفر وکړ. په عراق کي د ۲۰۰۰ مو کلونو په سرکي لا تقریباً ۱،۵ ميلیونه عیسویانو ژوند کاوه، خو نن ورځ بیا تقریباً ۴۰۰ زره عیسویان هلته پاته دي.