۱۴۰۳ دی ۱۹, چهارشنبهپاکستان د خبریالانو لپاره یو له خطرناکو هېوادونو څخه بلل کېږي. په بلوچستان ايالت کې بيا خبريالان له اوږدې مودې راهیسې له تاوتریخوالي، ګواښونو، او ځورونو سره مخامخ دي. په دې ایالت کې په تیرو دوو لسیزو کې تر ۴۰ ډېرو خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو د دندې په ترڅ کې په بېلا بېلو پېښو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د دویچه ویله خبريال حمیدالله ستوري شیراني، یې په اړہ رپورټ چمتو کړی: