1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولي د طالبانو مخالف خوځښتونه تر يوه چتر لاندي نه راټوليږي؟

۱۴۰۱ دی ۲۷, سه‌شنبه

د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل د یوه نوي سیاسي ګوند د جوړیدو اعلان کړی دی. دا څووم سیاسي جریان دی چې له افغانستانه بهر رامنځ ته کیږي، خو پوښتنه دا ده چې ولې دا جریانونه تر یوه چتر لاندې نه راټولیږي؟

https://p.dw.com/p/4MKBw
آرشیف: رحمت الله نبیل د افغانستان د ملي امنیت پخوانی ریس
آرشیف: رحمت الله نبیل د افغانستان د ملي امنیت پخوانی ریسانځور: picture-alliance/dpa

رحمت الله نبیل چې په خپل کاري دوران کي د ملي امنیت د عمومي ریاست د رهبرۍ تجربه لري، د دوشنبې په ماښام ېې د انلاین لارې د «افغانستان د ملي ازادۍ ګوند» تر نامه لاندې د یوه نوي سیاسي خوځښت د جوړولو اعلان وکړ.

نبیل د دغه نوي ګوند د تشکیلاتو او رهبرۍ په اړه معلومات ور نه کړل. خو هغه وویل چې په غیر متمرکز جوړښت سره د جمهوري نظام رامنځته کول د دې سیاسي جریان یو له اهدافو څخه دی "د اوسني بحران څخه د افغانستان ایستل او د ډیموکراتیکو ارزښتونو پراساس یو سیاسي نظام رامنځته کول هم د دې ګوند له اصلي اهدافو څخه دی.

نبیل وویل، چې د ۲۰۲۱م کال د اګست پر ۱۵ د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني له واکه پریښودلو سره افغانستان په یوه ناوړه امنیتي او اقتصادي وضعیت کې واقع شوو چې د هېواد د سقوط لامل هم پر واک تمرکز وو.

نبیل وویل چې افغانستان د احتمالي سقوط، خونړیو داخلي جګړو او نه جبرانېدونکې بشري ناورین له خطر سره مخامخ دی: «زه د طالبانو ډلې ته خبرداری ورکوم چې له ډیر تاوتریخوالی، جبر او استبداد څخه مخکې له دې چې ډیر ناوخته شي لاس واخلي او د افغانانو ارادې ته تسلیم شي.«

نبیل له طالبانو او نورو سیاسي جریانونو سره خبرې اترې د افغان ولس په ګټه وبللې او زياته يې کړه چې که ښکېلې خواوې خبرو ته زړه ښه نه کړي، دی به د طالبانو پر وړاندې د هر ډول مقاومت ملاتړ وکړي.

پخوانیو چارواکو او سیاسي څېرو په انقره کې څه پریکړې کړي؟

دا څووم سیاسي جریان دی چې په تېر یوه کال کې د پخوانیو حکومتي چارواکو او جهادي رهبرانو له خوا جوړیږي. دې ټولو جریانونو عمدتآ د مجازی رسنیو له لارې له افغانستان څخه بهر خپل شتون اعلان کړی، خو تر اوسه یې د عملی فعالیتونو هیڅ نخښه نشته.

تر دې مخکې په ترکیه کې هم میشتو یو شمیر سیاسي او جهادي شخصیتونو د یوه سیاسي خوځښت د جوړولو اعلان کړی وو. دغه راز د ولسمشر پخواني مرستیال محمد سرور دانش او د بهرنیو چارو پخواني وزیر محمد حنیف اتمر هم په جلا جلا توګه د دغه ډول حرکتونو د جوړېدو اعلان کړی دی.

دا ټول جریانونه د طالبانو د اوسني رژیم سره مخالفت کوي، خو پوښتنه دا ده چې ولې نه دي توانیدلي چې تر یوه چتر لاندې یو پراخ خوځښت رامنځته کړي؟

کارپوهان نیوکه کوي چې یاد سیاسي شخصیتونه چې په انفرادي ډول یا په وړو حلقو کې سیاسي جریانونه جوړوي هیڅ عملي کار یې نه دی کړی.

د سیاسي مسایلو کارپوه سید فاضل سانچارکي چې په تېرو حکومتونو کې یې کار کړی، د ملي اجماع او خبرو اترو په موخه د سیاسي جریانونو د رامنځته کېدو هرکلی کوي، خو نیوکه کوي چې دغه حرکتونه تر ډېره د انفرادي اجندا پر محور جوړېږي.

سانچارکي دویچه ویله ته وویل: »په داسې حال کې چې باید ملي اجندا موجوده او د خپلو شخصي غوښتنو څخه بهر وي، مشترک کرښې باید داسې تعریف شي چې د افغانستان د راتلونکي له پاره کار کوي که د ځان له پاره.«

ځينو سیاسي مشرانو د نوي ائتلاف په جوړولو سره حکومت ته ګواښونه کړي

بله خوا د افغانستان د سیاسي مسایلو شنونکی طارق فرهادي د دې سیاسي جریانونو رامنځته کول لږ اهمیته ګڼي. هغه وايي، دا چې سياسي څېرې هر څه د ځان له پاره غواړي، نو نه شي کولاى تر يوه سياسي واحد چتر لاندې راټول شي.

هغه وويل: »دوې هم د طالبانو او ملا هيبت الله په څېر ورته ځانګړتياوې لري چې له ځانه پرته نور له کافي عقل څخه برخمن نه ګڼي.«

وروسته له هغه چې افغانستان د طالبانو لاس ته ولوېد، ډېر پخواني چارواکي او سیاسي څېرې بهرنیو هېوادونو ته وتښتېدل. یوازې د «ملي مقاومت جبهه» په افغانستان کې دننه ځواکونه لري چې په پنجشیر، تخار او بغلان ولایتونو کې په پراکنده ډول وخت ناوخته د طالبانو سره د نښتو خبرونه ورکوي خو د دې جبهې مشران هم په بهر کې دي.

د فرهادي په وینا، د دې خطر هم شته چې سیاسي جریانونه له نورو هيوادونو څخه مرستې ترلاسه کیدو ته اړ شي او په دې توګه به د دغو هيوادونو د لاس آله وګرځي.

طالبان تر اوسه پوري له سیاسي جریانونو سره خبرو ته نه دي حاضر شوي. هغوې تل ویلي دي چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او پخواني چارواکي او سیاسي څېرې کولای شي افغانستان ته راشي او خپل عادي ژوند ته دوام ورکړي.

زموږ له آرشيف څخه: