1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: له پولنډ سره په سرحد کې د کنترول غوښتنه شوې

۱۴۰۰ مهر ۲۶, دوشنبه

د آلمان د پولیسو اتحادیي د سرحدي مامورینو د روغتیایي امنیت په خاطر د آلمان او پولنډ ترمنځ د سرحد د کنترول غوښتنه کړې. د دې کار هدف آلمان ته د ایراني، عراقي، یمني، سوریایي او افغان مهاجرو د غیرقانوني راتګ مخه نیول دي.

https://p.dw.com/p/41o1G
Deutschland Grenzkontrollen an der Grenze bei Kiefersfelden
انځور: Frank Hoermann/SVEN SIMON/picture alliance

د آلمان د پولیسو اتحادیي مشر هایکو تګاتس، له کورنیو چارو وزارت څخه غوښتي دي چې آلمان ته د لا زیاتو مهاجرو د راتګ د مخنيوي په خاطر دې په مؤقت ډول د پولنډ او دغه هیواد ترمنځ د ارتباطي لارو کنترول رامنځته شي.

 د آلمان خبري آژانس »ډي پي ای «د رپوټ پر بنسټ تګاتس، د دوشنبې (د اکتوبر میاشتې ۱۸ نیټه) په ورځ په یوه لیک کې د دغه هیواد د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفر په مخاطب کولو سره د پولنډ د سرحد له لارې د پناه غوښتونکو د راتګ بهیر له زیاتوالي څخه خبرداری وکړی دی. په دې لیک کې راغلي دي چې هغه غیر قانوني مهاجر چې د پولنډ د سرحد له لارې د آلمان خاورې ته داخلیږي، د آلمان د سرحدي پولیسو له پاره پر یوې لویې ننګونې اوښتي دي.

د آلمان د پولیسو اتحادیي رئیس ویلي دي په اوس وخت کې د عراق، سوریې، یمن، ایران او افغانستان اکثره پناه غوښتونکي د پولنډ د خاورې له لارې آلمان ته داخلیږي.

نوموړي همدارنګه ټینګار کړی دی چې د انساني قاقبرانو بانډونه روغتیایي پروتوکول نه مراعاتوي او همدا موضوع کیدای شي د کرونا ویروس وبا په ارتباط د آلمان د سرحدي پولیسو روغتیا له خطر سره مخامخ کړي.

د سپينې روسیې یا بلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشنکو، د اروپایي اتحادیي له خوا د دغه هیواد پر ضد د بندیزونو د سختولو په غبرګون کې اعلان کړی دی چې د اروپایي اتحادیي هیوادونو پر لور به د مهاجرو د ورتګ مخه ونه نیسي.

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص