1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

قطبي بادونو په امریکا او کاناډا کي سخت یخونه رامنځته کړي

۱۴۰۱ بهمن ۱۶, یکشنبه

د امریکا متحده ایالاتو په شرق او کاناډا کي قطبي هوا او بادونو سخت یخونه رامنځته کړي دي.

https://p.dw.com/p/4N7MB
Sturmtief Ylenia – Harz
انځور: Matthias Bein/dpa/picture alliance

د امریکا د شمال شرق د نیو همپشیر ایالت د مونت واشنگټن د غره په سر کي سختو بادونو پرون شنبه حرارت منفي ۷۸ درجې ته راکښته کړی دی. دغه خبر د امریکا متحده ایالاتو د هواپيژندني ادارې- NWS ورکړی دی او ویلي دي، چي دا د دغه هیواد په تاریخ کي ساری نلري.
د دغي ادارې په حواله په دغه سیمه کي سربیره پردې بیا دغو سختو یخونو په اصطلاح کنگلي زلزلې رامنځته او مځکي ښویدني یې هم رامنځته کړي دي.