1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيلبنان

د «فلسطین د ازادۍ له پاره د خلق جبهې» درې قوماندانان وژل شوي

۱۴۰۳ مهر ۹, دوشنبه

د بیروت په «کولا» سیمه کې د اسرائیل په هوایي برید کې د «فلسطین د ازادۍ له پاره د خلق جبهې» درې قوماندانان وژل شوي. حماس ډلې هم ویلي دي چې د لبنان په سویل کې د اسرائیل په برید کې یې یو قوماندان وژل شوی دی.

https://p.dw.com/p/4lE4k
هغه اپارتمان چې د اسرائیل په هوایي برید کې ویجاړ شوی
د «اسلامي جماعت» ډله له ۱۹۶۰م کال راهیسې جوړه شوې ده او د حماس په شان د اخوان المسلمین یوه څانګه ده.انځور: Ali Alloush/REUTERS

د «فلسطین د ازادۍ له پاره د خلق جبهې» اعلان کړې دی چې د بیروت په «کولا» سیمه کې د اسرائیل په هوایي برید کې د دغې ډلې درې قوماندانان وژل شوي. د دغې ډلې په حواله برید د دوشنبې په ورځ (د سپټمبر میاشتې ۳۰) په هدفمند ډول ترسره شوی دی.

د فلسطین د ازادۍ له پاره د خلق جبهې په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې محمد عبدالعال چې په ابوغازي مشهور و او د دغې ډلې د نظامي امنیت مشر و، عماد عوده چې په ابو زیاد مشهور او په لبنان کې د دغې ډلې پوځي قوماندان و او عبدالرحمان عبدالله د لبنان په پلازمېنه بیروت کې د کولا په سیمه کې د اسرائیل د هوایي برید په پایله کې وژل شوي دي.

د فلسطین د ازادۍ له پاره د خلق جبهه، چپ سکولار ته مایله یوه ډله ده چې د اسرائیل په مقابل کې د حماس په ملاتړ د لبنان د حزب الله متحده ده.

د حماس ترهګرې ډلې هم د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دغې ډلې یوه قوماندان هم سره له خپلې کورنۍ د لبنان په سویل کې وژل شوی دی. حماس په خپله اعلامیه کې د دغه قوماندان هویت فتح شریف ابوالامین ښودلی دی او ویلي یي دي چې نوموړی له خپلې مېرمنې، زوی او لور سره «د لبنان په سویل د البص کمپ کې په خپل کور کې» وژل شوی دی.

د بیروت پر مرکز د اسرائیل لومړنی برید

د فرانسې خبري آژانس د لنبان د امنیتي سرچینو په حواله په دغه برید کې د څلورو کسانو د وژل کیدو خبر ورکړی دی. دا د تیر کال په اکتوبر کې په غزه کې د جګړې له پيل راهیسې د بیروت په مرکز کې د اسرائیل لومړنی برید دی.

دغو امنیتي سرچینو د دې برید د جزیاتو په اړه ویلي دي چې یوې اسرائیلۍ بې پیلوټه الوتکې د «جماعت اسلامي» لبناني اسلامپاله ډلې اړوند دوو غړو پر اپارتمان برید کړی و. دغې امنیتي سرچینې همدرانګه ویلي دي: «د بیروت ښار په مرکز کې د جماعت اسلامي اړوند یو اپارتمان کې د یوې اسرائیلۍ بې پیلوټه الوتکې په هدفمند برید کې څلور کسان وژل شوي دي.»

د لبنان تلویزون د کولا په سني میشته سیمه کې د یوه ساختمان یو پوړ وښود چې تر برید لاندې نیول شوی او ویجاړ شوی دی. دغه سیمه هغه سړک ته نږدې ده چې د بیروت هوايي ډګر ته ځي.

د «اسلامي جماعت» ډله له ۱۹۶۰م کال راهیسې جوړه شوې ده او د حماس په شان د اخوان المسلمین یوه څانګه ده. دغه ډله د لبنان پر سویل د اسرائیل د بریدونو له پیل راهیسې په وار وار د اسرائیل د بریدونو په ترڅ کې هدف ګرځول شوې ده.

پر لبنان د اسرائیل د بریدونو په پایله کې د یکشنبې په ورځ (سپټمبر میاشتې ۲۹) ۱۰۵ کسان ووژل شول.

په غزه کې د حماس د قوماندې پر یوه مرکز برید

د اسرائیل پوځ اعلان وکړ چې د یکشنبې په شپه یې په غزه کې د حماس ترهګرې ډلې د قوماندې پر مرکز هوایي برید کړی دی. د اسرائیل پوځ په وینا د قوماندې دغه مرکز د غزې تړانګې په شمال کې په یوه پخوانۍ ښوونځي کې مستقر شوی و او حماس له هغه ځای څخه پر اسرائیل او پوځيانو باندي یې د ترهګریزو بریدونو د پلانولو او رهبري کولو له پاره استفاده کوله.

د اسرائیل پوځ ویلي دي چې ځواکونو یې مخکې له دې برید څخه ډېر اقدامات کړي دي، څو ملکي خلکو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خطر حداقل ته ورسوي. دغه اطلاعات په خپلواکه توګه د تائید وړ نه دي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

غزه: هره ورځ له نوي سره د ژوندي پاتيدو مبارزه