1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«طالبان پلان لري د امريکايي ځواکونو تر وتلو مذاکرات وغځوي»

۱۳۹۹ دی ۱۷, چهارشنبه

د افغانستان حکومت د سولې مذاکراتي ټيم د سې شنبې په ورځ، په داسې حال کې له طالبانو سره د سولې مذاکراتو د دوهم پړاو له پاره قطر ته ولاړ، چې کابل ادعا کړې چې طالبان به د امریکايي ځواکونو د وتلو تر وخته مذاکرات وغځوي.

https://p.dw.com/p/3nZzp
Russland l Politischen Führer der Taliban treffen zu Gesprächen in Moskau ein
آرشيفانځور: picture alliance/AP Photo/A. Zemlianichenko

که څه هم په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د مذاکراتو په لومړي پړاو کې چې شاوخوا دوې مياشتې وخت ېې ونيوه، د پام وړ پرمختګونه ونه شول، خو په وروستیو کې يې دواړه خواوې په دې سلا شوې چې د مذاکراتو په دوهم پړاو کې به پرمختګونه ولري.

له دوحې څخه د فرانسې خبرې آژآنس ليکلي، د افغانستان حکومت د مذاکراتي ټیم يوه ویاند چې تيره ورځ يې له کابل څخه دوحې ته پرواز درلود، وويل: «موږ دلته په دوحه کې یو او دوه ساعته مخکې راورسيدو.» دا لا نه ده روښانه چې د مذاکراتو ادامه به څه وخت پيليږي.

په دغو مذاکراتو کې به د افغانستان حکومت مذاکره کوونکی پلاوی په افغانستان کې د دايمي اوربند پر تامين ټينګار وکړي او هڅه به وکړي تر څو د افغانستان د موجوده جمهوري نظام موجوديت او د هغه د تیرو شلو کلونو لاسته راوړنې حفظ کړي.

خو د افغانستان د ملي امنيت ادارې مشر، احمد ضيا سراج د دوشنبې په ورځ د افغانستان پارلمان ته وويل چې طالبان سولې ته علاقمندي نه لري. هغه وويل: «موږ په دې باور يو چې طالبان پلان لري تر څو د دغو مذاکراتو لړۍ په می مياشت کې له افغانستانه د امریکايي قواو تر وتلو پورې وغځوي.»

سراج زياته کړه: «موږ تر اوسه نه دي لیدلي چې طالبانو دې سولې ته کومه توجه او يا علاقمندي ښکاره کړي وي.»

US-Sondergesandter Khalilzad für Afghanistan
خلیل زاد د سولې مذاکراتو د بهیر چټکول غوښتيانځور: Getty Images/AFP/K. Jaafar

د امريکا او طالبانو تر منځ د ۲۰۲۰م کال په فبرورۍ کې د شوي تړون له مخې، امریکا متحده ايالات ژمنه ده چې د ۲۰۲۱م کال تر می مياشتې پورې ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه وباسي.

د افغانستان له پاره د امريکا ځانګړي استازي زلمی خليلزاد هم د سولې مذاکراتو د چټکولو غوښتنه کړې. دا په داسې حال کې ده چې واشنګتن هم د ولسمشر دونالد ترمپ د واک په وروستيو ورځو کې په دغو مذاکراتو کې د لا ‌ډيرو پرمختګونو ټينګار کوي.

خليل زاد د دوشنبې په ورځ پر ټويټر وويل: «دواړه خواوې باید وښيي چې د افغانانو د ګټو له پاره رښتوني مصلحتونه کوي او د خبرو له لارې د یوې چټکې سیاسي جوړجاړي هوکړې او د پام وړ بیړني اوربند له پاره کار کوي.»

په وروستيو کې په افغانستان کې د نورو ناامنيو تر څنګ د هدفي وژنو ګراف هم لوړ شوی چې د افغانانو انديښنې يې ډيرې کړي دي.

زلمي خليلزاد په دې تړاو ويلي ول: «د هدفي وژنو په ګډون، د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه د منلو نه ده. هغوی چې تاوتریخوالی غځوي، غواړي چې د سولې ‌بهير او د هیواد راتلونکی زیانمن کړي.»

خليلزاد زیاته کړې هغه افراد چې تاوتريخوالو ته لمن وهي، «د افغانانو د هوډ چې د سولې لیواله دي، استازیتوب نه کوي.»