1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرائیل په فلسطيني سیمو کې ښارګوټو جوړولو ته دوام ورکوي

۱۴۰۰ تیر ۳, پنجشنبه

د اسرئیلي اتباعو د چارو ادارې له خوا د اردن رود په لویدیځه غاړه کې د کور جوړونې ۳۱ پروژو ته جواز ورکړل شوی دی. د نړۍ ډېرو هیوادونو په فلسطيني سیمو کې د اسرائیلي ښارګوټو جوړونه له بشري حقونو سرغړونه بللې ده.

https://p.dw.com/p/3vUDO
Israelischer Siedlungsbau im Westjordanland wieder aufgenommen
انځور: picture-alliance/dpa/J. Hollander

د اسرائیل نوي دولت د اردن ردو په لویدیځه څنډه کې د اسرائیلي ښارګوټو جوړونه تصویب کړې ده.

د اسرائیلي رسنیو د رپوټونو په حواله د اتباعو د چارو اداره چې د اسرئیل د دفاع وزارت تر نظر لاندې فعالیت کوي په فلسطیني سیمو کې د کور جوړونې ۳۱ پروژو ته جواز ورکړی دی.

د نړیوالې ټولنې یوه لویه برخه د اردن رود په لوېدیځه څنډه کې د اسرائیل له خوا د ښارګوټو جوړونه د نړیوالو حقونو نقضول بولي.

اسرائيل: د نتنياهو د واک پای؛ نيفتالي بينيټ نوی صدارعظم شو

اسرائیل دغه سیمه د ۱۹۶۷م کال په شپږ ورځنۍ جګړه کې اشغال کړې وه او له هغه وخت راهیسې یې په دغه سیمه کې د لسګونو ښارګوټو جوړول پيل کړي دي.

په دې سمیه کې نږدې ۳ میلیونه فلسطينیان او تر ۴۰۰ زره ډېر اسرائیلیان ژوند کوي چې د ښارګوټو د جوړونې په دوام سره یې د نفوسو شمیر مخ پر ډیریدو دی.

د لومړي وزیر نفتالي بنټ، په مشرۍ د اسرائیل نوي دولت د اتو مختلفو ګوندونو له ائتلاف څخه جوړ شوی دی او د روانې میلادي میاشتې له اواسطو څخه یې خپل کار پیل کړی دی.

دویچه ویله: ش.ن/ ن.ز