1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان ستره محکمه به د عمران د برخلیک په اړه پريکړه کوي

۱۴۰۱ فروردین ۱۵, دوشنبه

د پاکستان ستره محکمه به د دوشنبې په ورځ په دې تړاو پريکړه کوي چې آیا عمران خان نور د دغه هېواد لومړی وزير دی او که نه. ولسمشر ويلي چې د نوي سرپرست لومړي وزير تر ټاکل کیدو پورې به عمران خان خپل کار ته دوام ورکړي.

https://p.dw.com/p/49PvF
Pakistanischer Premierminister Imran Khan
انځور: Chip Somodevilla/Getty Images

د يکشنبې په ورځ (۲۰۲۲م کال د اپريل ۳ نېټه) د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د عمران خان پر وړاندې د باور د رايې اخيستو تحريک د پارلمان د مشر له خوا رد شو. تر دې وروسته لومړي وزیر عمران خان د پاکستان له ولسمشر عارف علوي څخه د پارلمان د منحلولو غوښتنه وکړه.

د پارلمان تر منحل کيدو وروسته د کابينې دفتر د يوې رسمي بيانیې په اعلانولو سره ويلي چې د قامي اسامبلۍ تر منحل کیدو وروسته به عمران خان هم نور د پاکستان رسمي لومړی وزير نه وي.

خو تر دې وروسته د ولسمشر عارف علوي له خوا په جاري کړل شوې فرمان کې ویل شوي چې د پارلمان او کابينې تر تحليل وروسته به د هيواد سرپرست لومړي وزير ترغوره کيدو پورې عمران خان پر دې څوکۍ خپل کار ته دوام ورکړي.

د ولسمشر له خوا د جاري کړل شوي بیان په حواله «د اساسي قانون د ۲۲۴مې مادې د څلورمې فقرې له مخې د نوي سرپرست لومړي وزیر تر ټاکل کيدو پوره به عمران احمد خان نياری د هيواد د لومړي وزير په توګه خپل کار ته دوام ورکړي.»

په پاکستان کې دا قانوني او سياسي بحران هغه وخت رامځته شو، کله چې د پارلمان رئيس د صدراعظم عمران خان پر وړاندې د باور يا بې باورۍ پر تحريک د رایې اچونې پر ځای هغه رد کړ او تر دې لږ وروسته د عمران خان په وړاندیز ولسمشر عارف علوي د قامي اسمبلۍ د ړنګولو منظوري ورکړه.

Pakistan Misstrauensvotum gegen Premierminister Imran Khan
انځور: Anjum Naveed/AP Photo/picture alliance

تر دې دمخه د يکشنبې په شپه د کابینې دفتر د يوه رسمي ليک په جاري کولو سره د لومړي وزير په توګه د عمران د دندې د ځنډولو اعلان وکړ.

د کابينې دفتر له خوا ويل شوي چې د پاکستان د اساسي قانون د ۵۸ او ۴۸ مادو پر اساس د ولسمشر له خوا د پارلمان تر ړنګېدو وروسته عمران خان نور د پاکستان لومړی وزیر نه دی.

تر دې وروسته به څه کیږي؟

د پاکستان د اساسي قانون د ۲۲۴ مادې پر اساس د پارلمان تر منحل کیدو وروسته په ۹۰ ورځو کې دننه باید نوې ټاکنې ترسره شي او همدا راز به ولسمشر سرپرسته کابينه ټاکي.

د دې مادې پر اساس به ولسمشر له دندې څخه د ګوښه شوي لومړي وزير او پارلمان له رئيس سره تر مشاورت وروسته سرپرست صدراعظم ټاکي. خو چېرې د سرپرست لومړي وزير په اړه توافق ونه شي نو د پارلمان تر ړنګيدو وروسته په دريو ورځو کې دننه دواړه يوې کميټې ته درې کسان معرفي کوي.

دا کمېټه به د پارلمان د مشر له خوا رامنځته کيږي. په دې کمېټه کې به له منحل شوي پارلمان اته غړي شامل وي چې نيم استازي به د حکومت او نيم له اپوزيسيون څخه وي.

دا کمېټه به په دريو ورځو کې د سرپرست لومړي وزير په اړه پريکړه کوي. خو که چېرې کمېټه پر دې مسئله سره يوه نه وه، بيا به نو د ټاکنو کمېسیون په دوو ورځو کې پر دې پريکړه کوي.

په دې منځ کې به نن، دوشنبه د پاکستان په ستره محکمه کې د ولسمشر عارف علوي له خوا د پارلمان د منحل کولو په اړه بحث ترسره شي.

د پاکستان د سپريم کورت يا سترې محکمې مشر عمر عطا بنديال يکشنبه ماښام د يوې اعلامیې په جاري کولو سره ویلي دي چې ټولو سياسي ګوندونو ته په دې اړه خبر ورکړل شوی دی. د نوموړي په خبره دا ډېره جدي معامله ده چې ژر تر ژره بايد حل شي.

ب. ص/ ن. ز (دويچه ویله اردو)