1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان سياسي کړکيچ: سترې محکمې خپله پريکړه بيا وځنډوله

۱۴۰۱ فروردین ۱۷, چهارشنبه

د پاکستان قاضي القضات يو ځل بيا په دغه هېواد کې د سياسي بحران په تړاو د محکمې پريکړه ځنډولې ده. په دې منځ کې ولسمشر عارف علوي د ټاکنو له کمېسيون څخه د نويو ټاکنو د نېټې د اعلانولو غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/49Xsh
Pakistan Mordfall Journalist Danial Pearl
انځور: Waseem Khan/AP Photo/picture alliance

د پاکستان په ستره محکمه کې د پارلمان د مرستيال مشر له خوا عمران خان ته د باور يا بۍ باورۍ د قرارداد د ردولو له کبله پر رامنځته شوي سياسي کړکېچ د بحث په موخه غونډه په اصل کې د دوشنبې په ورځ پېل شوې وه. تمه کيدله چې محکمه په دې تړاو خپله پريکړه ډېره ژر واوروي خو نن د محاکمې په درېمه ورځ هم کوم تصميم ونه نيول شو.

د پاکستان قاضي القضات عمر عطا بنديال د چهار شنبې په ورځ وويل چې هغه دمګړۍ دغه بحث راټولوي او د پنجشنې د سهار پر نهه نيمو بجو به بیرته غونډه را وبلل شي: «راځې چې سبا سهار وختي پر دغه قضيه بحث ته ادامه ورکړو.»

د پاکستان ستره محکمه کولی شي د پارلمان د بيرته فعاليدو، د نويو ټاکنو د ترسره کولو او يا که عمران له اساسي قانون څخه په سرغړونه ګرم وبلل شي، نو له واک څخه د هغه د ګوښه کيدو امر کولی شي.

همدا راز محکمه دا پريکړه هم کولی شي چې د پارلمان په چارو کې مداخله نه کوي.

د فشار زياتېدل

د پاکستان له پوځ څخه په دې منځ کې د اپوزيسيون له خوا دې غوښتنې زور اخيستی دی چې د عمران خان د هغه شکايت ارزونه وکړي چې وايي د حکومت په ړنګولو کې بهرنيو کړيو لاس درلود او دا د امريکا يوه توطيه وه. دا په داسې حال کې ده چې واشنګټن دا تورونه ردوي.

د اپوزيسیون څخه د پاکستان مسلم ليګ «ن» ګوند يوې مشرې مريم نواز وويل چې پوځ بايد عوامو ته د دې قضیې په روښانولو کې نقش ولوبوي.

يوه چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخيستل شي د سه شنبې په ورځ  رويترز خبري آژانس ته وويل چې استخباراتي ادارو د عمران خان د هغه د حکومت پر ضد د توطیې د ادعاو او شکايت په اړه هیڅ د باور وړ شواهد نه دي موندلي.

خو د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو ادارې او د عمران خان د اطلاعاتو پخواني وزير فواد چوهدري په دې اړه د رويترز پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.

د ټاکنو نېټې د اعلانولو غوښتنه

تر دې مخکې د پاکستان جمهور رئيس عارف علوي د دغه هيواد د ټاکنو له کمېسيون غوښتنه کړې وه چې د نويو ټاکنو له پاره يوه نېټه اعلان کړي.

د عمران خان په وړاندیز د پارلمان د منحلولو پر پریکړه اپوزيسیون سخت انتقادونه وکړل او د نوي سرپرست حکومت د جوړولو په برخه کې یې د همکارۍ کولو ډډه کړې ده. خو عارف علوي د چهار شنبې په ورځ قضيه مخکې يوړله او د نوموړي له دفتر څخه په جاري کړل شوې اعلامیه کې ويل شوي چې د انتخاباتو له کمېسيون څخه غوښتنه شوې ده چې د «اساسي قانونو د اجرا په موخه» د ټاکنو له پاره یوه نېټه وړاندیز کړي.

په داسې حال کې چې اپوزیسيون خپل ټولې سرچينې محکمې ته راجع کړي دي، عمران خان عملاً په ټاکنیزه مبارزه بوخت دی. نوموړي سه شنبه ناوخته په لاهور کې خپلو ګوندي ملګرو ته وويل چې هغه به د خپل تحريک انصاف له اړخه د کانديد په غوره کولو کې له ډېر احتېاط څخه کار واخلي.

د عمران خان ستونزه هغه وخت پېل شوه چې د هغه د تحريک انصاف ګوند د پارلمان يو شمير غړيو نوموړي ته ګواښ وکړ چې د هغه پر ضد به رایې ورکړي. په همدې حال کې د نوموړي د حکومتي ائتلاف پاشل پېل شول.

کله چې عمران خان په ۲۰۱۸م کال کې ټاکنې وګټلې او فساد او اختلاس د له منځه وړلو ژمنه یې وکړه، نو خلکو یې په اړه ډېره هیله مندي څرګنده کړه. خو پر نوموړي د اقتصاد او همد راز د بهرنيو اړيکو د خرابولو تورونه ولګول شول.

د پاکستان پارلمان د عمران خان د عدم اعتماد طرح رد کړه؛ د پاکستان پارلمان هم منحل شو

دا چې د پاکستان د انتخاباتو کمېسيون په ۹۰ ورځو کې د نويو ټاکنو د تنظيمولو وړتيا لري او که نه وبه ليدل شي خو د څار يوې ډلې په دغه هېواد کې د احتمالي تشدد په اړه «ژوره اندېښنه» ښوولې ده.

د دغي ډلې له خوا ويل شوي: «د آزادو او شفافو ټاکنو شبکې د وخته مخکې ټاکنو د ترسره کولو له پاره يو شمير قانوني او عملي ننګونې په نخښه کړي دي.»

دغي ټولني زياته کړې ده چې د مبهم حالت په اړه د خلکو اندېښنه او سياسي ويش چې رامنځته شوی دی، په احتمالي توګه د تاوتريخوالي سبب ګرځيدلی شي.

په دې منځ کې د جميعت علمای اسلام «ف» ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د اپوزيسیون ګوندونو بيړنۍ غونډه رابللې ده او د راتلونکې جمعې په ورځ یې د «اساسي قانون د تحفظ» د ورځې د لمانځنې اعلان کړی دی.

ب. ص/ ن. ز (Reuters)