1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر اوکراين د روسیې يرغل؛ عمران خان د مسکو سفر پای ته رسولی

۱۴۰۰ اسفند ۵, پنجشنبه

د پاکستان لومړي وزير عمران خان مسکو ته خپل دوه ورځنی سفر پر اوکراين د روسیې تر یرغل څو ساعته وروسته پای ته ورساوه. په پام کې وه چې نوموړی به له ولسمشر پوتين سره وګوري خو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويل شوي.

https://p.dw.com/p/47WGx
Wladimir Putin und Imran Khan SCO
آرشیف انځورانځور: AFP/V. Oseledko

پاکستاني چارواکو تر اوسه په دې اړه ډېر جزيات نه دي په ډاګه کړي. مسکو ته د عمران خان دا سفر څه باندې يوه مياشت مخکې پلان شوی وو او تمه کیدله چې په ترڅ کې به یې په پاکستان کې د انرژۍ پر اړتيا تمرکز وشي.

دا په دې تېرو شلو کلونو کې روسیې ته د پاکستان د يوه صدراعظم لومړی سفر وو. په پام کې وه چې د چهار شنبې په ورځ روسیې ته تر رسېدو وروسته به عمران خان له جمهور رئيس ولاديمير پوتين سره وګوري، خو د بهرنيو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه معلومات نه دي ورکړي.

د پاکستان لومړی وزیر له پوتین سره ملاقات کوي

پر اوکراين د روسیې د يرغل د ويرې ډېريدو پرته هم مسکو ته د خان د سفر کولو پريکړې ځيني شنونکي حيران کړي ول.

په دې وروستيو کلونو کې پاکستان له روسیې سره خپلې اړيکي ژورې کړي دي، له هغه هيواد سره چې د پاکستان له اوږده مهاله دښمن هند سره دودیزې اړيکي پالي.

روسیې او پاکستان په دې وروستیو کې ګډ پوځي تمرينونه هم ترسره کړي دي او همدا راز په افغانستان کې د سولې له پاره د هلو ځلو له کبله هم دواړه هيوادونه سره نزدې شوي دي.

ب. ص/ ن . ز (APE )