1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د عمران خان حکومت ولې د بهرنيو موسساتو سره مخالف دی؟

۱۳۹۹ بهمن ۲۵, شنبه

د پاکستان صدراعظم عمران خان ادعا کوي چې غیرحکومتي مؤسسې د حکومت پر ضد کار کوي. هغه په همدې دلیل پر دغو موسساتو باندې د فشار کړۍ راتنګه کړې ده. خو ولې د پاکستان حکومت د مدني ټولنې ډلو ته د شک په سترګه ګوري؟

https://p.dw.com/p/3pJ61
Pakistan Islamabad  Rede Premierminister Imran Khan
انځور: AFP/A. Qureshi

په پاکستان کې غیرحکومتي داخلي او نړيوالې موسسې له کلونو راهیسې تر فشارونو لاندې دي، خو دغه فشارونه د اوسني صدراعظم، عمران خان په دوره کې تر دې مخکې د بل هر وخت په پرتله لا ډير شوي دي. عمران خان په ۲۰۱۸م کال کې د پاکستان د صدراعظمۍ پر څوکۍ کيناست.

د پاکستان حکومت په دې دليل چې غيرحکومتي موسساتو ټکولو ته زور ورکړی چې ادعا کوي دغه موسسات له بهر څخه بودجه ترلاسه کوي، د «دښمنانو پلانونه» مخته وړي او د حکومت پر ضد کار کوي.

خان له بهر څخه د بودجې د ترلاسه کولو موضوع تيره مياشت د کابينې په يوه غونډه کې په داسې حال کې وکړه، چې په پاکستان کې د حکومت له لورې د بیان آزادۍ د ځپلو په تړاو انديښنې مطرح شوي دي.

له پيله د غیرحکومتي موسساتو سره د خان مخالفت 

عمران خان حتی واک ته له رسیدو سره سم د اتلسو بهرنيو موسساتو د بنديدو او له پاکستانه د هغو د وتلو امرکړی وو. د بشر حقونو ډلې وايي چې د مدني ټولنې د سازمانونو ځپل او د حقوقي فعالانو غږ بندول، د چارواکو د هغه ستر پلان يوه برخه ده چې غواړي دې سره د خپلو مخالفانو غږ ډب کړي.

د سويلي آسيا پاکستان د مشارکت موسسې اجرائيه مدير، محمد تحسين دویچه وله ته وويل: «د خان حکومت له لوري د مختلفو نړیوالو موسساتو بندول او داخلي انجوګانو پر وړاندې اقدامات او د ستونزو جوړول د اندښنې وړ دي.» تحسين زياتوي: «موږ دا ډول وضعیت تر دې مخکې هيڅ کله هم نه وو تجربه کړې. حکومت دغه راز غواړي چې رسنيو باندې هم کنټرول ولري.»

د پاکستان حکومت څه وايي

خو د پاکستان حکومت بیا د ځپلو ادعا ردوي او وايي چې دا خبره مهمه ده چې د موسساتو يا انجوګانو د بودجو څارنه وشي. د پاکستان د کورنيو چارو وزارت يوه وياند، ظفرياب خان دويچه وله ته وويل: «پاکستان په ورستیو کې خپلو قوانینو ته ارتقا ورکړې تر څو د بوديجې انتقالات د قانوني لارو ترسره او پيسې د ښو اهدافو له پاره ولګول شي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزارت وياند زياته کړه: «پاکستان د سیميزو او نړيوالو موسساتو کار ته په پراخه کچه اهميت ورکوي او تل به د هغوی له پاره آسانتياوي برابروي. په عين وخت کې غواړي د خپلو نړیوالو ژمنو په اړه واقف وي هغه څه چې له پاره يې د نړيوالو موسساتو مناسب کنټرول او توازن ته اړتیا لیدل کيږي.»

په واشنګتن کې د سويلي آسیا د چارو کارپوه، مايکل کوګيلمن وايي چې په پاکستان له ډير وخت راهیسې داسې يوه نظریه موجوده ده چې ګواکې نړيوالې موسسې «په اصل کې د استخباراتي اهدافو له پاره يوه جبهه ده.» په عین حال ې د بشري حقونو فعال، تحسين، بیا په دې آند دی چې حکومت له پاره د غیرحکومتي موسساتو په نخښه کول، تر دې چې د خلکو د رفاه له پاره کار وکړي يو اسانه کار دی.

هغه وايي: «داسې هيڅ شواهد وجود نه لري چې انجوګانې دې د پاکستان پر خلاف فعاليت وکړي. موسسې په واقعیت کې د بشري پراختیا، د خلکو د اساسي حقونو او د ټولنيز عدالت د تامين په برخه کې مهم رول ادا کوي.

د موسساتو د ناوړه استفادې ادعا

په عين وخت کې ځينې قانون پوهان په دې باور هم دي چې يو شمير غيرحکومتي موسسې له خپل راجستر کيدو او بودجې څخه ناوړه استفاده کوي. حقوق پوه، عثمان ملک، چې په اسلام آباد کې د غيرحکومتي موسساتو د راجستر په برخه کې کار کوي وايي: «د نړيوالو موسساتو د راجستر له پاره د پاکستان مقررات ډیر سخت دي. ځينې نړیوالو موسساتو داسې لارې چارې موندلې چې هڅه کوي له دغو مقرراتو څخه ځان بچ کړي. په داسې حال کې چې ځایي موسسې بیا غواړي له بهرنيو موسساتو څخه بودجه تر لاسه کړي، هغه هم پرته له دې چې د حکومت د اقتصادي چارو له ادارو سره يې پرې همغږي ولري.»

خو تحسين بیا له دغې ادعا سره مخالف دی، هغه وايي: «غیرحکومتي موسسات مخکې له دې چې راجستر او خپل کار پیل کړي، د تصفيې له پاره په مختلفو حکومتي ادارو کې طي مراحل کيږي. دا به بې انصافي وي چې هغوی [موسسات] په ناوړه کړنو تورن کړو.»

Pakistan Klassenraum in der Schule der NGO The Citizens Foundation
انځور: TCF

بهرنيو موسساتو سره د مخالفت پايلې

د سويلي آسیا د چارو کارپوه، مايکل کوګيلمن بيا په دې باور دی چې د موسساتو د بودجې مسئله له ډيرې مودې راهیسې د پاکستاني چارواکو له پاره يوه د انديښنې وړ مسئله ده. هغه وايي: «یوه انديښنه دا ده چې پیسې پاکستان ته په څه ډول داخلیږي، او بيا څنګه هغه لګلول کيږي. عجيبه خبره دا ده چې [د پاکستان] امنيتي ارګانونه بیا له اوږدې مودې راهیسې بهرنيو مرستو ته هرکلی کړی دی.»

کوګیلمن وايی که چيرته پاکستان د بهرنيو موسساتو په هکله خپل سياست ته همدا ډول ادامه ورکړي، کوم چې د بهرنيو موسساتو له پاره خوش آینده نه ده، نو دا به د دې سبب شي چې پاکستان سره د بهرنیو موسساتو علاقه کمه شي.

شنونکي د پاکستان له حکومته غواړي چې نړیوالو همکاريو ته پراختیا ورکړي. شنونکې شيما وايي: «دغه هدف ته د رسيدلو له پاره په هیواد کې يو شفاف غیرحکومتي سیستم ته اړتيا شته. دغه سیستم به وشي کړی چې پاکستان له نړیوالو بنسټونو سره وصل کړي.»

 دویچه وله ان/م.ک.ص./ن.ز.