1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
قانون او قضاشمالی امریکا

پاکستان د افغانستان او ایران سره سرحدونه وتړل

۱۴۰۰ اردیبهشت ۱۳, دوشنبه

د کرونا ویروس د نوي شکل د انتقالیدو له بیري پاکستان د افغانستان او ایران سره سرحدونه وتړل. د پروازونو د راکمیدو اعلان یې هم کړی دی، تر څو د کوچني اختر ترمخه د مسافرینو د تګ راتګ مخنیوی وسي.

https://p.dw.com/p/3stzi
Pakistan und Afghanistan Grenzöffnung bei Torkham
انځور: DW/O. Deedar

د پاکستان حکومت د دغه اقدام په دلیل کي ویلي، چي د کرونا وبا سره په مبارزه کي تعیین کونکي اونۍ په مخکي دي. د سرحدونو د تړلو اعلان پرون یکشنبه (د می میاشتي دوهمه) لا سوی دی.

باید وویل سي، چي د اختر په ورځو او د هغه لږ ترمخه اصلأ  د سرحدونو څخه ډیر خلګ تیریږي، راتیریږي او هم هغه پاکستاني کارګران چي په خارج کي کارونه کوي، د رخصتیو په دغو ورځو کي خپل هیواد ته ورځي.

د پاکستان د ملکي هوانوردۍ د معلوماتو پراساس به په هوايي ترانسپورټ کي د بل سبا چارشنبه (د ۲۰۲۱ کال د می ۵مه) څخه هم محدود یتونه رامنځته سي. داسي چي د ۱۴ ورځو دپاره به د ټولو پروازونو ۸۰ فیصده راکم سي، تر ټولو دمخه د منځني ختیځ سره پروازونو کي.

Pakistan und Afghanistan Grenzöffnung bei Torkham
انځور: DW/O. Deedar

د بل همسایه هیواد هندوستان سره یې د کرونا پاڼدمۍ دمخه لا د سیاسی تشنج په سبب سرحدونه تړلي او پروازونه بند سوي وه. 

پاکستان کوښښ کوي، چي د کرونا دریمه څپه ور ونه رسیږي. په دغه هیواد کي د کرونا ویروس څخه تر اوسه پوري ۱۸۰۰۰ انسانان مړه سوي دي. د دغه ۲۲۰ ملیوني هیواد یوه کوچنۍ برخه کسان تر اوسه پوری واکسین سوي دي. پروسږکال تر روژې او کوچني اختر وروسته ډیر کسان په کرونا اخته سول.

پاکستان دهمسایه هیواد هندوستان څخه ډیر په تشویش کي دی، کوم هیواد چي همدا اوس د کرونا د دوهمي سختي څپې سره مخامخ دی. په همدې سبب د هندوستان صحي سیستم تر سخت فشار لاندي دی او یوازي نن دوشنبه پکښي تقریبأ ۲۷۰۰۰۰ انسانان په کرونا اخته سوي او ۳۴۰۰ ورڅخه مړه سوي دي.

په هندوستان کي د کرونا وبا د رامنځته کیدو راهیسي په مجموع کي تر ۱۹،۹ ملیونه کسان په کرونا اخته سوي او تر ۲۱۹۰۰۰ اضافه انسانان ورڅخه مړه سوي دي. 

آ./م.ق./ا.ا.