خلیلزاد په قطر او عبدالله په پاکستان کې څه ترلاسه کولی شي؟
۱۳۹۹ مهر ۹, چهارشنبهد افغانستان له پاره د امريکا متحده ایالاتو ځانگړي استازي زلمي خليلزاد د تويتر له لارې ويلي چې دی يو ځل بيا دوحې ته سفر کوي. نوموړي زياته کړې: «يو وار بيا دوحې او سيمې ته سفر کوم څو د سولې د خبرو اترو له گډونوالو سره چې د افغانانو په مشرۍ ترسره کيږي، خبرې وکړم.»
نوموړي همدا شان زياته کړې: «افغانان او نړيواله ټولنه په ليوالتيا سره ځير دي او دا تمه لري چې خبرې اترې به د افغانستان د سياسي راتلونکي پر نقشه او د دايمي اوربند د رامنځته کولو پر لور پرمختگ وکړي.»
د قطر په پلازمينه دوحه کې د کابو دريو اوونيو راهيسې د افغان حکومت او طالبانو استازي د مذاکرات د طرزالعمل يا تگلارې د ټاکلو په موخه په خبرو اترو بوخت دي.
په دې منځ کې د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدلله، چې د پاکستان په درې ورځني سفر بوخت دی، د سه شنبې په ورځ د پاکستان له لومړي وزير عمران خان او د پوځ له مشر قمر جاويد باجوه سره وليدل.
له عبدالله سره تر ملاقات وروسته لومړي وزير عمران خان په يوه اعلاميه کې هوډ څرگند کړ چې په افغانستان کې د جگړې پای ته تر رسیدو وروسته به له دغه هېواد سره خپلې مرستې جاري وساتي. د پاکستان د پوځ د مشر له خوا له عبدالله سره د ملاقات په اړه په لومړي سر کې کومه تبصره نه ده شوې.
تر دې مخه په اسلام آباد کې د ستراتيژکو مطالعاتو په انستيتويت کې د خبرو پر وخت عبدالله عبدالله وويل دواړه گاونډي هېوادونه د نويو اړيکو په درشل دي چې دغه اړیکي به د «دوه اړخیز درناوي، ژورې همکارۍ او گډې سوکالۍ پر بنسټ ولاړې وي.»
نوموړي په خپلو خبرو کې زياته کړه: «زه پر دې کلکه عقيده لرم چې تر څو جنجالي کالونو وروسته اوس موږ بايد د عمومي بيانيو او د توطيو د نظريو له سيوري را ووځو چې موږ يې سره لیرې ساتلي وو.»
د پاکستان لومړي وزير عمران چې په ۲۰۱۸م کال کې واک ته ورسېد، تل د افغانستان د جگړې د سياسي حل پر لټولو ټینگار کاوه. خو ډېر شمیر افغانان د پاکستان رول ته د شک په سترگه گوري او پاکستان د وسله والو طالبانو په ملاتړ توروي.
پاکستان هم په څو ځلي د ترهگرۍ د ملاتړ کولو په تور د نړيوالو له خوا تر نيوکو لاندې نيول شوی دی. په داسې حال کې چې د پاکستان پوځ او سياسيون وايي چې دغه تگلاره یې اوس د ماضي برخه ده، همسايه گان یې اوس هم شکونه لري. عبدالله عبدالله د ستراتيژيکو مطالعاتو په مرکز کې زياته کړه: «موږ نور په خپل هېواد کې د ترهگرو د پښو نخښې نه غواړو او نه به هم ترهگرو ته اجازه ورکړو چې زموږ له خاورې نورو هېوادونو ته گواښ پيښ کړي.»
افغانانو ته د ویزې په برخه کې آسانتياوې؟
پاکستان ته د عبدالله عبدالله د سفر په ترڅ کې د پاکستان حکومت له افغانستان سره د تورخم او د خيبر پښتونخوا د نورو لارو د پرانیستلو خبر ورکړ. ويل شوي چې د تورخم دروازه به د هغو افغانانو پر مخ چې د پاکستان ويزې لري، په اوونۍ کې څلور ورځې پرانيستې وي.
خو افغانان د لارو پر بندیدو سربیره د پاکستان د ویزې په ترلاسه کولو کې هم له سختو ستونزو سره مخ دي. د افغانستان له پاره د پاکستان د لومړي وزير ځانگړي استازي محمد صادق، بيا د ویزې په برخه کې د آسانتیاو خبره کړې ده. نوموړي د تويتر له لارې ويلي چې په افغانستان کې به د پاکستان سفارت او قونسلگرۍ ډېر ژر د ويزې په جاري کولو پېل وکړي. نوموړي زياته کړې: «د پاکستان کابينې د افغان وگړو له پاره د ويزې نوې تگلاره تائيد کړې. د افغانانو له پاره به د اوږدې مودې ويزې چې د څو ځلي دخول او خروج زمينه برابروي، اخيستل آسانه کړل شي.»
نوموړي زياته کړې چې دغه ډول ويزه به د تاجرانو، پانگه اچوونکو او محصلينو له پاره وي څو وکولی شي په آزاده تگ راتگ وکړي.
نوموړي همدا راز ويلي چې د روغتيا د ويزې په برخه کې به هم نوې آسانتياوې رامنځته شي او ناروغانو ته به پر سرحد د ويزې د ترلاسه کولو زمینه هم برابره شي.
زموږ له آرشيف څخه: