1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

د م. فضل الرحمن د ګوند په غونډه کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې

۱۴۰۲ مرداد ۸, یکشنبه

د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت په باجوړ کې په يوه سياسي جلسه کې چاودنه شوې ده. د لومړيو معلوماتو له مخې پکښي لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي دي.

https://p.dw.com/p/4UYs5
Pakistan Bombenanschlag
آرشيف انځورانځور: Hussain Ali/Pacific Press Agency/IMAGO

د آلمان د خبرې آژانس د خبر له مخې تر ۳۰ څخه د زیاتو کسانو د مړيني اندېښنه ده. د ځايي پوليسو په وينا پيښه د يکشنبې يا اتوار په ورځ (د ۲۰۲۳ کال د جولای ۳۰) د خيبر پښتونخوا په باجوړ کې هغه وخت رامنځته شوه، کله چې د جميعت علما اسلام مولانا فضل الرحمن ډلې جلسه روانه وه.

پوليسو ويلي دي چې د چاودنې لامل لا تر اوسه معلوم نه دی. د ځايي پوليسو يو چارواکي د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي: «موږ نشو ويلای چې په کوم شمېر انسانان مړه شوي دي، خو د چاودنې په ځای کې زيات شمېر مړي دي.» ياده سياسي ډله تر مخه هم د بريدونه هدف ګرځېدلې ده.

د پوليسو او خبري آژانسونو په وينا په چاودنه کې زيات شمېر انسانان ژوبل شوي هم دي. ويل شوي چې ښايي د دغې چاودنې د قربانيانو شمېر نور هم زيات شي.

ياده سیاسي ډله په پاکستان کې د هغه ائتلافي حکومت برخه واله ده، کوم چې د پخواني لومړي وزير عمران خان تر ليري کېدو وروسته جوړ شو. د دغې ډلې په هکله ويل کيږي چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت پلوي کوي.

آ./ا.ا./ن.ص.