1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا او پاکستان د افغانستان پر سر خبرې کوي

۱۴۰۰ مهر ۱۶, جمعه

ټاکل شوې چې امریکايي او پاکستاني چارواکي به د افغانستان پر سر خبرې اترې وکړي. دواړه هیوادونو د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې د حل لارو غوښتونکي دي.

https://p.dw.com/p/41RT4
Flagge Pakistan und USA
انځور: Getty Images/AFP/M. Ralston

پاکستان له یوې مودې راهیسې پرته له دې چې په یواړخیز ډول د طالبانو حکومت په رسمیت وپیژني د طالبانو له نارینه وو ډکه او ټول طالبه کابینې پر سر له طالبانو سره په اړیکه کې دی. پاکستان همدا راز له امریکا متحده ایالاتو څخه غوښتنه کړې چې د افغانستان منجمد شوې پیسې بیرته آزادې کړي ترڅو طالبان چې د افغانستان د حکومت چارې یې په لاس کې دي، د ګڼ شمیر وزارتونو د کارمندانو معاش ورکړي او د یوه اقتصادي ناورین مخه ونیسي.

په عین حال کې، د ملګرو ملتونو د مهاجرت سازمان هم ویلي دي چې که چیرته د افغانستان اقتصاد سقوط وکړي، دا به د افغانانو د پراخو مهاجرتونو سبب وګرځي.

واشنګټن چې په تیرو دوو کلونو کې یې له طالبانو سره د سولې پر سر مذاکرات کول اوسمهال له افغانستانه تر وتلو وروسته هم د طالبانو له ځینو چارواکو سره په تماس کې دي څو په افغانستان کې بند پاته امریکایان او نور کسان وباسي. بل لوري ته بیا په امریکا متحده ایالاتو کې جمهوري غوښتونکو سناتورانو د افغانستان پر نویو حاکمانو یعنې طالبانو باندې د بندیزونو د وضع کولو غوښتنه کړې ده.

د امریکا متحده ایالاتو د کانګرس ۲۲ جمهوري غوښتونکو سناتورانو تیره میاشت داسې یو قرارداد وړاندې کړ چې له مخې یې پر طالبانو سربیره پر پاکستان باندې هم د بندیزونو غوښتنه شوې. د امریکايي سناتورانو دغه اقدام د پاکستاني چارواکو ترمنځ غوسه راپارولي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مرستیاله وینډي شیرمن به پر نورو پاکستاني چارواکو سربیره د دې هیواد د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره هم وویني. د پاکستان پوځ د افغانستان په هکله د پاکستان د ستراتیژۍ جوړولو په برخه کې مهم ګڼل کیږي. دغې امریکايي جګپوړې دپلوماتې تر اوسه پورې له خپل پاکستاني سیال سره لیدلي دي او تمه ده چې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره هم وویني.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د ملي امنیت شورا هم د افغانستان په هکله ځانګړې ناسته کړې ده. په دغه غونډه کې پاکستاني چارواکو خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې بې ثباتي به پاکستان ته هم ستر زیان پیښ کړي.

بل لوري ته واشنګټن هم له وړاندې نه خبرداری ورکړی چې افغانستان به په راتلونکي یو یا دوه کلونو کې په یوه تهدید بدل شي. داسې ښکاري چې په دې ترڅ کې به تر ټولو ستر تهدید د داعش ډلې بیا غښتلي کیدل وي، داسې یوه ترهګره ډله چې له طالبانو سره هم شدیده دښمني لري.

واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته، په افغانستان کې داعش ډلې خپلو بریدونو ته شدت ورکړی دی او طالبانو هم بیا د داعش ډلې پر وړاندې په کابل او ځینو نورو برخو کې د چاڼیزو عملیاتو خبر ورکړی دی.