1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«پاکستان کې طالبانو ته د جنگياليو جذب او کومک ټولول پيل شوي»

۱۴۰۰ خرداد ۱۰, دوشنبه

په داسې حال کې چې د ناټو ځواکونو له افغانستان څخه په وتلو پېل کړی دی، په پاکستان کې پر ځینو ديني عالمانو او اسلامپالو ډلو چې له افغان طالبانو سره خواخوږي لري، د دغه ډلې د ملاتړ د هڅو د چټکولو تور لګول شوی دی.

https://p.dw.com/p/3uDKO
Afghanistan Herat Taliban Kämpfer
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Khan

په داسې حال کې چې د ناټو ځواکونو له افغانستان څخه په وتلو پېل کړی دی، په پاکستان کې ځيني سياستوالو او مدني ټولنو په افغانستان کې د جګړو د زياتيدو په هکله اندېښنه څرګنده کړې ده، ځکه هغوی ويره لري چې دغه جګړه کيدای شي سيمه ایز طالبان [پاکستاني طالبان] له افغان طالبانو سره همکارۍ ته وهڅوي.

تېره اوونۍ هم د لغمان ولايت مرکز مهتر لام ته څېرمه د وسله واله طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ نښتې وشوې. همدا شان د هيواد په نورو برخو کې د ناټو او امريکايي ځواکونو د اخراج له پېل سره جګړه توده شوې ده او طالبان د لا زياتو سيمو د نيولو هڅې کړندۍ کړي دي.

په همدې حال کې په پاکستان کې په ټولنیزو رسنیو کې داسې ويديوګانې لاس پر لاس کيږي چې پکې ديني عالمان له افغان طالبانو سره د مرستې غږ کوي او د هغوی له پاره د بسپنې د ورکړې غوښتنه کوي.

Afghanistan | Konflikt in Laschkar Gah | Afghanische Sicherheitskräfte
انځور: Sifatullah Zahidi/AFP

د افغان طالبانو ډله که څه هم چې په پاکستان کې منع اعلان شوې، خو ځيني ديني عالمان او اسلامپالې ډلې چې له طالبانو سره خواخوږي لري، د طالبانو له پاره د جنګيالو په جلبولو بوخت ښکاري.

په بلوچستان کې «په ښکاره د مرستې ټولول»

پخوانی سناتور او په بلوچستان کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند يو مشر چې نه غواړي نوم یې په ډاګه شي، ادعا کوي چې طالبان همدا اوس د افغان حکومت پر ضد د جګړې له پاره جنګيالي جلبوي.

دغه پخواني سناتور له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل: «بلوچستان ته راشئ، زه به تاسې ته هغه سيمې او کلي در وښييم چې ديني عالمان په ښکاره د هغو پاکستانيانو په جنازو کې ګډون کوي چې د طالبانو په ليکو کې د جنګيدو پر مهال وژل شوي وي.»

هغه زياته کړه چې له افغانستان د بهرنيو ځواکونو د وتلو بهير له بشپړيدو سره به د جنګيالو جلبولو لړۍ نوره هم چټکه شي.

طالبان: په سېمه کې د امریکا پاتېدل به تاریخي تیروتنه وي

د پېښور پوهنتون د سيمه ایزو مطالعاتو د مرکز پخواني مشر محمد سرفراز خان وويل چې له شمالي او جنوبي وزيرستان څخه نيولې تر کرم او خيبر پورې سيمو کې ديني عالمان «خلک له طالبانو سره يوځای کيدو ته «هڅوي» خو حکومتي چارواکو پرې سترګې پټې کړي دي.  

«حکومت څارنه کوي»

د سياسي چارو کارپوه رحيم الله يوسفزی بيا وايي چې پاکستانيان به له افغان طالبان سره يوځای نه شي، البته په هغه اندازه نه لکه د ۱۹۷۹ او ۱۹۸۹م کلونو ترمنځ چې د شوروي اتحاد پر ضد جګړه کې له افغانانو سره يوځای شوي ول.

نوموړي له دويچه ويله سره په خبرو کې زياته کړه: «اوس وضعيت ډېر مختلف دی، ځکه چې حکومت اوس متوجې دی او هیڅکله به اجازه ور نه کړي چې خلک له پولې واوړي او د طالبانو په ليکو کې وجنګيږي.»

يوسفزي زياته کړه: «خو د افغانستان پولې ته څېرمه د پرتو سيمو خلک ښايي اوس هم په جګړو کې برخه واخلي او مرسته راټوله کړي.»

پېښور مېشته شنونکې سمينه احمد هم په دې آند ده چې د پاکستان په اصطلاح قبايلي پټۍ کې هم د افغان طالبانو له پاره ملاتړ اوس کم شوی دی.

د افغانستان د سولې بې برخلیکه وضعیت او د جګړو شدت

هغې وويل: «په شمالي او جنوبي وزيرستان کې د طالبانو مرستې ته ځيني خلک چمتو دي، خو د خيبر پښتونخوا په نورو برخو کې خلک د ښوونځيو، روغتونونو، سړکونو او زیربناو غوښتونکي دي، نه د جګړو. هغه که د افغان طالبانو له خوا وي او که د کومې بلې ډلې له خوا.»

د نوموړې په خبره ښايي د طالبانو خواخوږي د جنګيالو په جلبولو او مرستو ټولولو پېل وکړي خو دغه ډول هڅې به د جګړې ضد ټولنو او د «پښتون ژغورنې غورځنګ» په څېر غورځنګونو له خوا له کلک مقاومت سره مخامخ شي.

د خبرو مېز ته د ستنېدو په موخه پر طالبانو د پاکستان فشار؟

د پاکستان پر حکومت هم تل د طالبانو د ملاتړ تور لګول کیږي. خو دغه هيواد دا په وارو وار دغه تورونه په کلکه رد کړي دي.

د رپوټونو په حواله په دې وروستيو کې د پاکستان تحريک طالبانو ډلې يو مشر عدنان رشيد هم ښايي له افغان طالبانو سره يوځای شوی وي.

د پاکستان مذهبي ګوندونه لکه مولانا فضل الرحمان د جميعت علما اسلام ډله او همدا راز جميعت علما اسلام سميع الحق ډله هم د طالبانو په ملاتړ تورنه ده.

هند ته اخطار

د پاکستان د برحاله حکومتي ګوند تحريک انصاف پارلمان غړي محمد اقبال خان آفريدي وويل چې چارواکو پر پوله د وسله والو د تګ راتګ د مخنيوي په موخه کلک اقدامات کړي دي.

نوموړي همدا راز افغان طالبانو ته د جنګيالو جلبولو او د بسپنې د ټولولو ادعاوې هم رد کړې.

خو هغه په عين حال کې هند ته د افغانستان خاروه د پاکستان له پاره د ستونزو جوړولو په موخه کارولو څخه خبرداری وکړ. هغه وويل که هند داسې وکړي نو پايلې به یې وويني.

ب. ص/ ن . ز (عبدالستار خان، اسلام آباد)