1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: د پاکستان پولیسو د عمران خان د ګوند غړي نيولي

۱۴۰۳ شهریور ۲۰, سه‌شنبه

د پاکستان پولیسو د یوه عملیات په ترڅ کې د عمران خان د ګوند ګڼ شمير قانون جوړونکي یا په پارلمان کې د دغه ګوند غړي نيولي دي. پولیسو او د خان ګوند د سه شنبې په ورځ دغه موضوع تائيد کړې ده.

https://p.dw.com/p/4kRx7
Pakistan Islamabad | Kundgebung | Aktivisten der Partei Pakistan Tehreek-e-Insaf
انځور: FAROOQ NAEEM/AFP/Getty Images

د عمران خان د ګوند د پلویانو د نیول کېدو خبر داسې وخت ورکول کيږې چې دغه ګوند تېره ورځ اسلام آباد ته څېرمه یوه لویه غونډه درلوده چې په هغې کې ېې له زندانه د خان د آزادولو غوښتنه کړې ده.

د پاکستان د پخواني صدراعظم او د دغه هېواد د کریکټ ټيم پخوانی ستوری، ۷۱ کلن عمران خان په ۲۰۲۲م کال کې د پارلمان د عدم اعتماد رايې په نتیجه کې د صدراعظمۍ له څوکۍ لرې او له څه باندې يو کال راهیسې په بند کې دی. 

د رويټرز خبري آژانس د رپوټ پر اساس، د پولیسو یو ویاند ورته منلې چې پولیسو څلور تنه نيولي دي، خو د خان ګوند د ۱۳ کسانو د نیولو خبره کړې ده. دغه ګوند ویلي دي چې دغه افراد د اسلام آباد له مختلفو برخو وړل شوي چې په هغو کې ځېنې له پارلمان بهر کسان هم شامل دي.

 د رسنيو له خوا په خپرو شوو انځورونو کې ښکاري چې پولیس د پارلمان مخې ته د پارلمان غړي د موټرو منځ ته ورټېل وهي. 

د عمران خان د ګوند يو غړي ذولفقار بخاري پر اکس شبکه ليکي چې «پرونيو اعتراضونو حکومت لړزولی» او دغه نيونې ېې غیرقانوني بللي دي.

 بخاري چې په خپله هم ویندوی دی، وايي چې د ګوند چیرمن،  ګوهرخان، او دوه نور مهم غړي شعیب شاهین او شیر افضل مروت د نيول شوو کسانو په ډله کې دي.

 د عمران خان پلویانو د عمران خان چې اوس په بند کې دی د ازادولو غوښتنه کړې ده
د سپتمبر په ۸مه ۲۰۲۴، پلازمینه اسلام آباد ته څېرمه د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان د ګوند (PTI) د پلویانو غونډهانځور: FAROOQ NAEEM/AFP/Getty Images

که څه هم د عمران خان پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آي) ګوند د فبرورۍ په عمومي انتخاباتو کې تر ټولو ډېرې څوکۍ وګټلې خو د حکومت جوړولو له پاره ېې د غوڅ اکثریت د شرایطو په پوره کولو کې پاتې راغی. 

په نتيجه کې د خان سیاسي مخالفان وتوانېدل چې د اوسني صدراعظم شهباز شریف په مشرۍ ائتلافي حکومت جوړ کړي.

د خان ګوند تېره ورځ پلازمينه اسلام آباد ته څېرمه غونډه رابللې وه چې په کې ېې له بنده د عمران خان د آزادولو غوښتنه کوله.

پولیس وايي چې د خان د ګوند پلویان له پولیسو سره ښکيل شول چې په ترڅ کې ېې د پولیسو یو لوړرتبه چارواکی ټپی شو.

د خان ګوند بیا وايي چې تاوتریخوالی وروسته له هغې رامنځ ته شو چې پولیسو د سوله ایزې غونډې د پاشلو په موخه پر هغې اوښکې بهونګي ګاز وشيندل.

په رپوټ کې راغلي چې په دغه غونډه کې د خان د ګوند يو شمېر مشرانو پر ائتلافي حکومت سختې نیوکې او د پوځ ضد څرګندونې ېې کړي دي.

رويټرز ليکي چې د خیبر پښتونخوا ایالت اعلی وزیر، علي امین ګنداپور، پوځ ته د خان په محاکمه کې د هر ډول دخالت پر وړاندې خبرداری ورکړ. هغه وويل: «زه له پوځي یونیفورم وېره نه لرم.»

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر، عطاالله تارړ، ويلي دي چې ګنداپور له جيل څخه د خان د آزادولو له پاره د زور ګواښ کړی او خپل پلویان ېې تاوتريخوالو ته هڅولي دي.

رويټرز وايي چې پاکستاني پولیسو دغه آژانس ته په یوه استولي پيغام کې د څلورو کسانو نيول تائيد کړي، خو رسمي اعلامیه نه ده خپره شوې.

(Reuters)mks/nz

له آرشيف څخه: 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل