1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهپاکستان

خیبر پښتونخوا کې ښځې د باج اخیستونکو له پاره اسانه هدف

۱۴۰۱ مهر ۲۴, یکشنبه

د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې د صنعتکارانو، سیاستوالو او سوداګرو تر څنګ اوس کاروبار لرونکي ښځې هم د باج اخیستونکو له خوا ګواښل کیږي. ویل شوي چې د دې موخې له پاره د افغانستان له تلیفوني شمیرو څخه استفاده کیږي.

https://p.dw.com/p/4IFar
پښور قصه خواني بازار
پښور قصه خواني بازارانځور: DW/D. Baber

د پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت کې د نامعلومو تلیفوني شمیرو څخه نیول کیدونکو اړیکو ښځې او د دوی کورنۍ انديښمنې کړي دي. د باج نه ورکولو او یا چاته د اطلاع ورکولو د خطرناکو پایلو د ګواښونو په امله ښځې خاموشه پاتې کیدو ته ترجیح ورکوي.

چارواکو ویلي دي چې د اکثره تلیفوني اړیکو له پاره د افغانستان د ګرځنده تلیفونونو له شمیرو څخه کار اخیستل کیږي، چې له امله یی قانون نافذوونکي ادارې یې د پل معلومولو په برخه کې له ستونزو سره مخامخ کیږي.

د خطر له امله ګډه کیدل

په خیبر پښتونخوا کې ډیري وختونه دغه تلیفوني اړیکې د مرکز پیښور، سوات او جنوبي ولسوالیو سرمایه دارانو، سوداګرو، لوړپوړو چارواکو او سیاستوالو سره نیول کیږي چې په دوی کې ښځې هم شاملې دي. له همدې امله یو شمیر کاروبار لرونکو کسانو خپلې کورنۍ امنو ښارونو ته انتقال کړي دي.

د ښځو د خونې دریځ

په خیبر پښتونخوا کې د امنیتي وضعیت له ښه کیدو وروسته ښځو هم سوداګرۍ او کاروبارونه پيل کړي ول. د ښځو د خونې مشرې عذرا جمشید ښځو ته د دغو ترلاسه کیدونکو تلیفوني ګواښونو په هکله دویچه ویله ته وویل: «د ښځو په اطاق کې په ولسي کچه د کاري زمينې پیدا کوونکي میرمنې دي. دلته د ښځينه غړو کوم لوی صنعت نشته. مونږ دوی ته د حفاظت برابرلو له پاره اقدامات کوو.» نوموړې زیاتوي چې د دې اطاق له پنځو څخه د زیاتو غړو له ډلې هیڅ یوه یي د دا ډول تلیفوني اړیکو شکایت نه دی کړی.

اړوند: سوات کې لاریون؛ پښتین وايي خیبرپختونخوا ته ډالري جګړې راوړل کیږي

خو په ولایتي شورا کې د اپوزیسیون ګوند غړي په ښکاره د دا ډول انديښنو په اړه څرګندونې کوي چې یو شمیر مهم کسان په تلیفون کې د باج اخیستونکو له خوا ګواښل شوي دي.

شګفته ملک: په خیبر پښتونخوا کې د باج اخیستنې پيښې ډيرې شوي
شګفته ملک: په خیبر پښتونخوا کې د باج اخیستنې پيښې ډيرې شويانځور: Faridullah Khan/DW

د عوامي نیشنل ګوند ایالتي مشر ایمل ولي خان ادعا کړې چې څو حکومتي کسانو باج اخیستونکو ته پیسې ورکړي دي، په داسې حال کې چې په ډیر لوړ شمیر کې حکومتي کارمندان د ویرې له امله له خپل پلرني ټاټوبي څخه ګډه کیدو ته اړ شوي دي.

په نورو ایالتونو کې پانګونه

د ایالتي شورا غړې شګفته ملک دویچه ویله ته وویل: «زمونږ ګوند په واضح ډول وویل چې په دغه ایالت کې باج اخیستنه زیاته شوې ده، خو په ځواب کې يي حکومت خاموشه پاتې شو. د دې خبرې واضح معنا دا ده چې حکومت پر دې خبر دی.»

اړوند: په سوات کې د طالبانو پر ضد احتمالي پوځي عملياتو ته چمتووالی؟

شګفته ملک زیاته کړه چې په ایالت کې د ترهګرۍ پيښې ډيرې شوي دي. څوک چې پيسې لري هغه په نورو ایالتونو کې پانګونه کوي.دغه سیاستواله وايي چې دغه تلیفونونه یوازې سوداګرو ته نه کیږي، بلکې بوروکراتانو او تجارانو ته هم دا ډول ګواښونه کیږي.

عریضه وکړئ

سوداګرو شکایت کړی دی چې په دې ایالت کې د سیاستوالو او کاروباري قشر پورې تعلق درلودونکو کسانو پر کورونو پراخې حملې شوي دي، خو د ګواښ کوونکو پر ضد هیڅ ډول اقدام صورت نه دی نیولی.

کله چې د ایالتي حکومت له ویاند محمد علي سیف څخه دویچه ویله په دې اړه پوښتنه وکړه، هغه وویل: «باج اخیستنه د قانون له مخې جرم دی، که یو چاته د باج اخیستونکو له خوا تلیفون کیږي هغه دې ځان ښکاره کړي او قانون نافذوونکو ادارو کې دې خپل شکایت ثبت کړي.»

هغه زیاته کړه چې که قربانیان رامخته شي، نو په قانون نافذوونکو ادارو کې به یو حرکت رامنځته شي. د هغه په خبره باج اخیستنه د یوې ځانګړې سیمې نه، بلکې د ټول هیواد ستونزه ده. په دې ښکیل کسان به د څه مودې له پاره بچ پاتې شي، خو یوه ورځ به هرو مرو د قانون په پنجو کې ګیر راځي.

په پيښو کې د باج اخیستنې په پيښو کې د زیات والي او پر ضد یي د اغیزمنو اقداماتو د نشتوالي له امله ډیر شمیر سیاستوال، سوداګر او صنعتکاران له خیبر پښتونخوا څخه اسلام آباد او لاهور ته کډه شوي دي.

د پيښور په ګډون د مالاکنډ سیمې په څو ولسوالیو کې د باج نه ورکوونکو پر کورونو د بریدونو له امله په سیمه کې ویره خپره شوې ده.

فرید الله: ش.ن/ا.و.ا