1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عمران خان تر وخت مخکې ټاکنو غوښتنه کړې

۱۴۰۱ تیر ۲۷, دوشنبه

د پاکستان پخواني لومړي وزیر وروسته له هغې چې ګوند یي د پنجاب په ایالتي پارلمان کې اکثرت ترلاسه کړ، تر وخت مخکې ټاکنو غوښتنه وکړه. عمران خان د پارلمان له خوا تر سلب اعتماد کیدو وروسته د لومړي وزارت له مقام څخه لیري شو.

https://p.dw.com/p/4EHTr
Videostill | DW News | Imran Khan

عمران خان د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۲م کال د جولای ۱۸) له هغه وروسته چې ګوند یي د پنجاب ایالت په پارلمان کې اکثریت چوکۍ ترلاسه کړې، د ټول هیواد په کچه د تر وخت مخکې ټاکنو غوښتنه وکړه.

د پنجاب په ایالتي ټاکنو کې ۲۰ چوکۍ په پام کې نیول شوې وې چې په حقیقت کې د کريکټ د دغه پخواني ستورې د محبوبیت له پاره چې په اپریل میاشت کې د مرکزي پارلمان له خوا د سلب اعتماد کیدو وروسته له خپلې دندې لیري شوی و، یوه آزموېنه وه.

د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند د پنجاب ایالت په پارلمان کې ۱۵ چوکۍ ترلاسه کړې. دا په داسې حال کې ده چې د شهباز شریف په مشرۍ د مسلم لیګ ګوند یوازې ۴ چوکۍ او د احرار په نوم یو مستقل ګوند بیا یوه چوکۍ په لاس راوړله.

هغه ضمني انتخاباتو ته چې د یکشنبې په ورځ په پنجاب ایالت کې ترسره شول، د ملي انتخاباتو له پاره چې ټاکل شوې ده د راتلونکي کال په اکتوبر میاشت کې ترسره شي ډیر مهم ګڼل کیږي.

عمران خان وروسته له دې چې د صدارت له مقام څخه لیري کړای شو، د ټول هیواد په کچه یي د تر وخت مخکي ټاکنو له پاره کمپاین کړی دی.

عمران خان د دوشنبې په ورځ د رایو تر شمیرل کیدو وروسته په خپل تویتر کې ولیکل: «د پرمختګ یوازنۍ لاره د آزاد او شفاف ټاکنو ترسره کول دي. بله هره لاره به یوازې د سیاسي نامعلوم وضعیت او اقتصادي بې نظمۍ سبب شي.»

عمران خان د لومړي وزارت څخه تر لیري کیدو وروسته خپل زرګونه پلویان مظاهرو ته ور وبلل او په خپلو تفصیلي ویناو کې یې ادعا کوله چې نوی حکومت د امریکا متحده ایالاتو د یوې توطيې په وسیله پر پاکستان تحمیل شوی دی.

نوموړي اوسنی حکومت د روان انفلاسیون یا پیسو د پاړسوب مسئول وباله، په داسې حال کې چې اکثره شنونکي په دې بارو دي چې شهباز شریف ته اقتصادي ستونزې له تیر حکومت څخه په میراث پاتې دي.

تیره اونۍ د پيسو د نړیوال صندوق په موافقې سره د ژغورنې بستو له طریقه، په دې هیواد کې د انفلاسیون کچه یو څه راکمه شوه.

پاکستاني ورځپاڼو لیکلي دي چې د اوسني انتخاباتو نتیجه په هیواد کې د روان اقتصادي ستونزو پایله ده چې د عاید نږدې نیمایي یې د درنو بهرنیو پورونو د ادا کولو له پاره لګول کیږي.

شهباز شریف د دې له پاره چې د پيسو له نړیوال صندوق څخه ۷،۲ میلیارده ډالره مرستو بسته ترلاسه کړي، د دې صندوق د شرایطو پوره کولو په خاطر مجبوره شو چې د سوون توکو سبسیډي لغوه کړي او له دوو میاشتو څخه په کمه موده کې قیمتونه تر ۵۰ سلنې لوړ کړي.

د پنجاب ایالت پارلماني ټاکنې وروسته له هغې ترسره شوې چې د ټاکنو کمېسیون د تحریک انصاف ګوند ۲۰ تنه غړي، ګوند ته د وفادارۍ د تغیر په دلیل، سلب صلاحیت کړل.

په پنجاب کې د ټاکنو پایلې په دې ایالت کې د پاکستان د لومړي وزیر د زوی حمزه شریف د وزیر اعلی په توګه د لنډ مهالې دورې د احتمالي پای په معنا ده.

د فرانسې خبري آژانس: ش.ن/ ن.ز