1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کې د ممکنه بې ثباتۍ ويره

۱۳۹۹ اسفند ۱۴, پنجشنبه

د سنا مجلس ټاکنو د پایلو تر اعلان وروسته سیاسي حرکتونه ګړندې شوي دي، ترڅنګ یې ځيني کړۍ د سیاسي بې ثباتۍ رامنځته کیدو ویره لري. د «پي ټي آی» او د دې ګوند د متحدینو ملاقاتونه او په لویو ښارونو کې غوندې روانې دي.

https://p.dw.com/p/3qDUp
Pakistan Imran Khan Rede an die Nation
انځور: Reuters/A. Soomro

د ممکنه بې ثباتۍ ویرې یو وار بیا کاروباري قشر له ستونزو سره مخامخ کړی دی. د دغه هیواد د اسعارو بازار شاخص مخ پر ځوړ دی. پانګوال پانګونې ته زړه نه ښه کوي. په وروستیو وختونو کې د پانګوالو دا چلن سیاسي بې ثباتې ته اشاره کوي.

د سیاسي بې ثباتۍ ویره

عمران خان د اعتماد رای ترلاسه کولو اعلان کړی دی او ځيني څارونکي په دې بارو دي چې هیواد تر دې اعلان وروسته له نامطمئن وضعیت سره مخامخ دی.

مشهور پاکستانی کارپوه جنرال اعجاز اعوان وایي تر هغې چې عمران خان د باور رایه نه وي ترلاسه کړې، په هیواد کې به نامطمئن وضعیت حاکم پاتې وي.

د هغه په خبره که نوموړی د باور رای په ترلاسه کولو کې ناکامه کیږي، نو هیواد د بې ثباتۍ ښکار کیدلی شي.

اعوان دویچه ویله ته وویل: «د عمران خان د ممکنه ناکامه کیدو په صورت کې حاکم ګوند هیڅ یو نوماند مخته کولی نه شي. همدا وضعیت د پي ډي ایم هم دی. نواز شریف به بلاول بهټو د لومړي وزیر په توګه و نه مني، او پیپلز ګوند به د مسلم لیګ نون، ګوند کوم نوماند د لومړي وزیر په توګه و نه مني. همدا حال د جمعیت علماء اسلام فضل الرحمن ګوند هم دی. د پي ډي ایم مشري به هم وویشل شي. په داسې یوه وضعیت کې یقیناً د هیواد ثبات له خطر سره مخامخ کیدلی شي.»

د بیړني وضعیت امکان

جنرال اعجاز اعوان زیاتوي چې که په اساسي قانون کې د بیړني وضعیت امکان وي، نو کیدای شي ولسمشر بیړنې وضعیت اعلان کړي او په هیواد کې داسې یو ولسي حکومت جوړ کړي چې اقتصادي، انتخاباتي او سیاسي اصلاحات رامنځته کړي او همدارنګه په اساسي قانون کې اصلاحات رامنځته کړي.

سیاسي څارونکی حبیب اکرم وایي چې تر ټاکنو وروسته وضعیت سمدستي نه شي بدلیدلی. یا باید عمران خان استعفا وکړي او یا باید د باور رایه ترلاسه کړي او په دواړو صورتونو کې به وضعیت نامطمئنه پاتې وي.

پخواني ولسمشر آصف علي زرداري په یوه تازه مرکه کې ویلي دي چې یوسف رضا ګیلاني باید لا ډیرې رایې ترلاسه کړې وای. ځنې کړۍ وایي کله چې پي ډي ایم په پارلمان کې دومره چوکۍ نه لري، بیا نو زرداري دا ادعا څنګه کوي. له دې سره په یو شمیر کړیو کې دا تصور پيدا شوی دی چې د سنا د ټاکنو پر مهال چوکۍ په پيسو اخیستل شوي دي.

حبیب اکرم وایي حفیظ شیخ باید ۱۷۲ رایې ترلاسه کړي وای: «د پي ټي آی ښځینه نوماند ۱۷۲ رایې ترلاسه کړي دي، خو که حفیظ شیخ دومره رایې ترلاسه نه کړې د دې مطلب دا دی چې ۷ رایې کمې شوي دي. که دا ۷ رایې کمې شوي وي بیا نو یا چوکۍ خرڅې شوي دي او یا هم لږ تر لږه د پي ټي آی خلکو خپله سیاسي ژمنتیا پلورلې ده.»

بل لور ته د خورشید شاه ترڅنګ د اپوزیسیون یو شمیر مشران دغه تورونه ردوي.

هیڅ پروا نه کوي

د سنا تر ټاکنو وروسته اپوزیسیون د حاکم ګوند د زوال جشن لمانځي او ادعا کوي چې د کپتان عمران خان د ګوند وخت پای ته په رسیدو دی.

Pakistan Islamabad Senat
د پاکستان د سنا مجلس تالارانځور: Imago/Xinhua

خو یو بل کارپوه احسن رضا وايي چې د پي ټي آی پر حکومت به ډیره اغیزه ونه کړي: «یوازې د یوې چوکۍ خبره ده او له دې سره به پر پي ټي آی دومره تاثیر ونه کړي. تر کوم ځایه چې د یوسف رضا ګیلاني خبره ده هغه د سټبلشمنټ (پوځي اقتدار) ضد نه دی. هغه به د سټبلشمنټ لاره تعقیقوي او کومه شخړه به ورسره نه کوي. زه فکر نه کوم چې حکومت به له کوم مشکل سره مخامخ شي.»

پي ټي آی ډاډمن دی

پي ټي آی مشر او د ولسي جرګې غړي محمد اقبال خان افریدي دویچه ویله ته وویل: «د سنا له ټاکنو وروسته چې کوم وضعیت رامنځته شوی دی پر دې د غور او فکر کولو له پاره ګوند غونډه کوي او ژر به معلومه شي چې کومو کسانو خپله وفاداري خرڅه کړې ده. زه پوره باور لرم چې عمران خان به د اعتماد رای په ترلاسه کولو بریالی شي او د هغه پر ضد د اپوزیسیون هڅې ناکامه شوي دي.»

له ۱۹۸۸م کال راهیسې به دا دویم ځل وي چې د هیواد برحاله لومړی وزیر د باور رای ترلاسه کولو له وضعیت سره مخامخ کیږي. مخکې تر دې بینظیر بهټو د خپل حکومت په لومړي دور کې د اعتماد یا باور رای ترلاسه کولو له چلنج سره مخامخ او په هغه وخت کې ناکامه شوې وه.

عبدالستار/ اسلام آباد:ش.ن/ ن.ز