1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان کې سياسي ګډوډي افغانستان او نړۍ ته په څه معنی ده؟

۱۴۰۱ فروردین ۲۰, شنبه

د پاکستان لومړی وزير، عمران خان په پارلمان کې د نه اعتماد له رايې سره مخامخ دی چې اټکل کيږي دغه بهير به دی ښايي وبايلي. خو دغه حالت پر افغانستان او نړۍ څه اغېز لري؟

https://p.dw.com/p/49hjD
Pakistans Premier Khan Imran Khan
انځور: Anjum Naveed/AP/dpa/picture alliance

که د پاکستان لومړي وزير عمران خان ته د نه اعتماد رايه ورکړل شي يا هغه پخپله استعفا وکړي، نو په ډېر احتمال سره به د اپوزيسيون د مشر، شهباز شريف تر مشرۍ لاندې يو نوی حکومت جوړ شي. خو دا لا معلومه نه ده چې هغه به څومره دوام وکړي او دا چې د کال په جريان کې په نظر کې نيول شوي انتخابات به کومه څرګنده پايله ولري، که څنګه. د ۲۲۰ ميليونه نفوس لرونکی دغه هېواد په شمال لويديځ کې د افغانستان، شمال ختيځ کې د چين او ختيځ ته د هند تر منځ پروت دی چې له کبله يې هغه ډېر مهم ستراتيژيک اهميت لري. 

په ۲۰۱۸ کال کې قدرت ته د رسېدو راهيسې، د عمران خان خبرې اوس د امريکا پر ضد شوې دي او نوموړي دغه هيله هم څرګنده کړې ده چې چين ته زيات نژدې شي. په دې وروستيو کې عمران خان روسيې ته هم نژدې شوی چې پر اوکراين د يرغل د پيل په ورځ يې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره هم ملاقات د دې لړۍ يوه برخه ده. په ورته وخت کې د امريکا متحده آيالاتو او د آسيا د بهرني سياست کارپوهان وايي چې د پاکستان ځواکمن پوځ په دوديز ډول د پاکستان بهرنۍ او دفاعي چارې کنترولوي چې له دې لارې د سياسي بې ثباتۍ اغېز هم راکمولی شي. دغه سياسي ګډوډي په داسې حال پېښيږي چې د پاکستان اقتصاد هم ډېرې ژورې ستونزې لري. خو دغه وضعيت د نورو هېوادونو له پاره په څه معنی دی؟

افغانستان

د پاکستان د پوځي استخباراتي ادارې او وسله والو طالبانو تر منځ ارتباطات په دې وروستيو کلونو کې راسست شوي دي. اوس طالبان بېرته په افغانستان کې قدرت ته رسېدلي او له اقتصادي او بشري بحران سره مخامخ دي ځکه چې پيسې ورسره کمې او هغوی په نړيواله کچه منزوي شوي دي. قطر د هغوی تر ټولو مهم نړيوال همکار دی.

ليزا کورتيس چې د نوي امريکايي امنيتي فکري مرکز د ايندوپاسيفيک د امنيتي پروګرام مديره ده، وايي چې »موږ (متحده آیالا) پاکستان ته طالبانو سره د منځګړي په توګه اړتيا نه لرو. قطر اوس دغه رول لوبوي.«

د طالبانو او د پاکستان د پوځ تر منځ ترينګلتيا هم اوس زياته شوې ده. پاکستان ګڼ شمېر عسکر د افغانستان د پولې په اوږدو کې له لاسه ورکړي دي. پاکستان غواړي چې طالبان دې زیاتې هلې ځلې پورته کړي څو تندلارې ډلې تعقيب کړي او اندېښنه لري چې دغسې ډلې به په پاکستان کې تاوتريخوالی خپور کړي. دغه کار اوس شروع شوی هم دی. عمران خان د نورو هېوادونو د مشرانو په پرتله د بشري حقونو په برخه کې له طالبانو سره لږ انتقادي برخورد کړی دی.

چين

عمران خان په وار وار په پاکستان او نړۍ کې د چين پر مثبت رول ټينګار کړی دی. په ورته وخت کې د ۶۰ مليارډو ډالرو په ارزښت د چين او پاکستان اقتصادي دهليز چې دغه هېوادونه سره وصلوي، د پاکستان د دوو مهمو سياسي ګوندونو تر مشرۍ لاندې پلان او پيل شو. دواړه دغه ګوندونه به قدرت سره ووېشي کله چې عمران خان نور په قدرت کې نه وي. د هغه احتمالي ځای ناستی، شهباز شريف چې د پخواني لومړي وزير نواز شريف کشر ورور دی، د ختيځ پنجاب ولايت د مشر په توګه په مستقيم ډول له چين سره تعامل کوي. هغه داسې شهرت لري چې لويې زېربنايي پروژې په لاره اچولی شي بې له دې چې ځان ډېر وښيي، چې له دې کبله يې ښايي چين ورته هرکلی ووايي. 

هند

هند او پاکستان دواړه په اتومي وسلو سمبال ګاونډیان دي چې په ۱۹۴۷ کال کې تر خپلواکۍ اخيستلو وروسته يې درې جګړې سره کړې دي. دوه جنګونه د اکثریت مسلمان مېشتې کشمير سيمې په سر ول. د افغانستان د موضوع په څېر د پاکستان پوځ په همدې برخه کې هم سياست کنترولوي. د يو اوربند د لاسليکولو راهيسې د پولې په اوږدو کې د ۲۰۲۱ کال راپه دې خوا تر ټولو کمه ترينګلتيا ليدل شوې ده. خو د کلونو راهيسې د دغو سيالو هېوادونو تر منځ ديپلوماتيکې خبرې نه دي شوې ځکه چې د مختلفو موضوعاتو په سر بې باوري موجوده ده. يوه موضوع پکې د عمران خان له خوا د هند پر لومړي وزير، نرندرا مودي باندې سخت انتقاد دی چې په هند کې له مسلمان اقليت سره د چلن په هلکه يې کړی دی.

د پاکستان د پوځ ځواکمن مشر، جنرال قمر جاويد باجوه په دې وروستيو کې ويلي دي چې هېواد يې د کشمير په موضوع کې پرمختګ ته چمتو دی که هند ورسره موافقه وکړي. د پخواني لومړي وزير، نواز شريف کورنۍ هند ته د پخلاينې په وړانديزونو کې په تېرو کلونو کې مخکښه پاتې شوی دی. 

متحده آیالات

په امريکا کې مېشت د سويلي آسيا کارپوهان وايي چې د پاکستان سياسي کړکېچ د ولسمشر جو بايدن له پاره لومړيتوب ښايي ونه لري. نوموړی اوس د اوکراين له جګړې سره بوخت دی. دا چې د پاکستان پوځ د پردې تر شا د پاکستان پر بهرني او امنيتي سياست کنترول لري، نو د شنونکو په اند د عمران خان سياسي برخليک کومه اصلي اندېښنه ورته نه ده.

کورتيس چې د پخواني ولسمشر دونالد ترمپ د ملي امنيت شورا د سويلي آسيا د چارو مشره مديره وه، وايي »دا چې پوځ هغه سياستونه تعيينوي چې متحده آيالاتو ته په رښتيا اهميت لري لکه افغانستان، هند او اتومي وسلې، نو د پاکستان داخلي سياسي پرمختياوې تر ډېره متحده آيالاتو ته چندان اهميت نه لري.« هغې زیاته کړه چې مسکو ته د خان سفر له متحده آيالاتو سره د اړيکو له پاره يوه »فاجعه« وه او دا چې په اسلام آباد کې يو نوی حکومت »تر يوه حده« پورې د اړيکو په بېرته جوړولو کې مرسته کولی شي. عمران خان د روان سياسي کړکېچ تور پر متحده آيالاتو لګولی دی او ويلي دي چې واشنګټن غواړي چې نوموړی دې مسکو ته د سفر په خاطر ګوښه شي او استعفا وکړي. خو واشنګټن بيا دغه تورونه ردوي.