1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کې د تعليمي نصاب د «اسلامي» کولو هڅي

۱۴۰۰ خرداد ۶, پنجشنبه

د عمران خان حکومت په ټول پاکستان کې د يوه ډول تعليمي سيسټم د پلي کولو له پاره چمتووالی نیسي چې تمرکز به یې پر اسلامي علومو او د قرآن پاک پر زده کړو وي.

https://p.dw.com/p/3u3sY
Weltspiegel 02.02.2021 | Pakistan Peschawar | Schüler mit Maske
انځور: Muhammad Sajjad/AP Photo/picture alliance

 ډېر ژر به په ټول پاکستان کې يو ډول تعليمي نصاب رايج شي چې انتقاد کوونکي يې له کبله په پوهنتونو او ښوونځيو کې د مذهبي تندلاریتوب د زياتېدو په اړه اندیښنه لري.

په لومړي پړاو کې به له لومړي تر پنځم ټولګي پورې د زده کوونکو له پاره د قرآن پاک زده کړه، د ترجمې لوست او د يو شمیر احاديثو په ياد زده کول اجباري وي. د نوي قانون پر اساس به ښوونځي مکلف وي چې د ديني تعليمات د يوه تصديق شوي قرآن پاک د حافظ خدمات ترلاسه کړي.

خو انتقاد کوونکي په دې آند چې په دې توګه به په هيواد کې د مذهبي قوتونو اغیزه لا هم ډېره او د مذهب پر اساس ویش نور هم زيات شي.

ډاکتر عبدالحميد نيئر له دويچه ویله سره د خبرو پر وخت وويل چې زده کړه کوونکو ته به د قرآن پاک د زده کړو ترڅنګ ترجمه یې او اسلاميات هم تدريس کیږي.

د نوموړي په حواله د انګلسي، اردو او د ټولنیزو علمومو په مضمونونو کې هم بدلون راوستل شوی دی او د مذهب عنصر پکې شامل کړل شوی دی. عبدالجميد نيئر دا مني چې د نن سبا په چټک عصر کې انتقادي فکر د ټولنې مهمه برخه ده خو وايي چې حکومت یې د نصاب له لارې ظاهراً د تشويق مخنيوی کوي.

په پاکستان کې له پېل راهيسې دولت او محافظه پال مذهبي قوتونه يو بل ته نږدې پاته شوي دي. په ۱۹۷۰مه لسيزه کې دا عمل چټک شوی وو او په ۱۹۸۰مه لسیزه کې پخواني ولسمشر جنرل ضيا الحق د واکمنۍ پر مهال د يوه شمير قانوني اصلاحاتو له کبله د پاکستان ليبرال ارزښتونه شاته واچول شول.

د ضا الحق د ولسمشرۍ په دوره کې يو شمير لانجمن اسلامي قوانين معرفي شول، په نصاب کې تغیرات راوستل شول او په ټول هيواد کې مدرسې پرانيستل شوې. همدا راز په عدليه کې مذهبي تمايل لرونکي کسان وګومارل شول.

Bildergalerie Ramadan
ځيني کړۍ په نصابي کتابونو کې د اسلامي موضوعاتو پر زياتولو انتقاد لريانځور: Akhtar Soomro/Reuters

په ۱۹۸۸م کال کې د دغه پخواني پوځي مشر تر مړينې وروسته که څه هم دغه قوانين په خپل شکل عملي نه شول خو کابو ټولو حکومتونو د مذهبي قوتونو خفه کولو ته غاړه کېنښوده.

د لومړي وزير عمران خان د تحريک انصاف سياسي ګوند په ۲۰۱۸م کال کې د يو ډول تعليمي نصاب د معرفي کولو ژمنه کړې وه. هغه وخت ډېرو دا تمه لرله چې د ساينس، هنر، ادبياتو او نورو علومو په نصاب کې ښه والی رامنځته شي، خو دوه کاله وروسته یې ګوند اوس خپل پلان وړاندې کړې دی چې پکې اسلامي تعليمات ته ځانګړې پاملرنه شوې ده.

د کرونا وبا له وجې د نوي نصاب عملي کیدل لږ وځنډول شول خو ډېر ژر به دا کار ترسره شي. له لومړي تر پنځم ټولګي کتابونه چاپ شوي دي او په بل پړاو کې به د اتم او لس صنفونو پورې ښوونځيو د زده کوونکو له پاره نوی نصاب چاپ کړل شي.

لاهور میشته ربينه سيګل وايي چې په شخصي ښوونځي کې د مدرسو په طرز نصاب معرفي کول ښايي ناوړه پايلې ولري. د تعليم له څانګې سره تړاو لرونکې سيګل دويچه ویله ته وويل: «نوی نصاب به داسې زده کوونکي وروزي چې نړۍ ته به له محافظه پال اسلامي نظره ګوري. داسې زده کوونکي به ښځو ته په ټيټه سترګه ګوري او د هغوی د آزادۍ پر ضد به وي.»

په پاکستان کې د هستوي فزيک کارپوه پرويز هودبهايي هم په دې آند دی چې نوی نصاب به پر تعليمي سیسټم داسې اغیز ولري چې تر دې دمخه به یې مثال نه وي ليدل شوی. د نوموړي په حواله په نصاب کې ځيني پټ تغيرات د ضيا له خوا د معرفي شويو بدلونو څخه ښايي ډېر اغېز ولري.

د پاکستان په درسي نصاب کې د کرکې خپرونکي مواد شته؟

په پاکستان کې دمګړۍ ځينو کسانو په نصاب کې د دې تغيراتو پر وړاندې په محکمه کې دعوا کړې ده.

د بشري حقونو فعال پيتر جيکب وايي چې په نوي نصاب کې له ۳۰ تر ۴۰ فيصدو پورې مواد د مذهب اساس لري. نوموړي وويل چې يو شمير خلکو محکمې ته شکايت کړی، ځکه چې ځيني قانوني تغيرات د اساسي قانون سره په ټکر دي.

په پاکستان کې نه يوازې لیبرال قشر بلکې يو شمیر سياسي ګوندونه هم په دې اړه اندیښنمن دي. د «متحده قومي موومنټ» ګوند پارلماني غړې کشور زهره وويل: «موږ بايد له بنګله ديش څخه زده کړه وکړو چې سيکولر ارزښتونو ته وده ورکول کيږي.»

د نوموړې په خبره په نصاب کې د مذهبي موادو له شاملولو څخه موخه د مذهبي قوتونو خوشالول دي.

بل لوري ته د پاکستان تحريک انصاف ګوند هر ډول انتقادونه رد کړي دي. د دغه ګوند پارلماني غړي محمد بشير خان وويل چې پاکستان يو اسلامي هيواد دی او له همدې کبله دلته اسلامي تعليمات اجباري دي.

ب. ص/ ن. ز (عبدالستار خان، اسلام آباد)

زموږ له آرشیف څخه: