1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: عمران خان وايي له پوځ سره خبرو اترو ته چمتو دی

۱۴۰۳ مرداد ۱۰, چهارشنبه

عمران خان له پوځ سره خبرو اترو ته چمتووالي ښوولی دی او ټینګار یې کړی دی چې د مذاکراتو له پاره دې خپل استازی وټاکي. نوموړي د خپل ګوند او پوځ ترمنځ د درز پيدا کولو پر احتمالي هڅو هم نیوکې وکړې.

https://p.dw.com/p/4iyGj
د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان او د د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیز
عمران خان ټینګار کړی دی چې د مذاکراتو له پاره دې خپل استازی وټاکي.انځور: Akhtar Soomro/REUTERS//W.K. Yousufzai/W.K. Yousufzai/picture alliance

د پاکستان پخواني لومړي وزير او د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) مشر عمران خان، پوځ ته د دوستۍ د لاس په غځولو سره خبرو اترو ته چمتووالی ښوولی دی. نوموړي وويل چې د پوځ په هکله د ده نيوکې تل رغنده وې.

نوموړي پر برحاله حکومتي ګوند مسلم ليک (ن) او پاکستان پيپلز ګوند هم له دې کبله نيوکې وکړې چې د ده د ګوند [پاکستان تحريک انصاف] د ضعيفولو په موخه هڅه کوي چې د پوځ او دغه ګوند ترمنځ درز رامنځته کړي. 

خان، وويل چې سيال سياسي ګوندونه یې په ډوبيدونکې کښتۍ کې سپاره دي او د خپلې بقا له پاره د می د ۹مې نیټې پر پېښو تکيه کوي.

له خبريالانو سره د عمران خان خبرې

د دوشنبې په ورځ په ادياله زندان کې له خبريالانو سره په غير رسمي خبرو اترو کې عمران خان، وويل چې دوی له پوځ سره خبرو اترو ته چمتو دي او دا چي هغوی دې خپل استازی غوره کړي او له دوی سره دي مذاکرات مخکې يوسي.

کله چې له نوموړي څخه د پوځ په تړاو د هغه په دريځ کې د بدلون په اړه وپوښتل شول، نو روښانه یې کړه: «موږ هیڅکله پر پوځ تورونه نه دي لګولي، زموږ دريځ تل د رغنده نیوکو وو. دا خو سمه نه ده چې ووايو پوځ هيڅکله سهوه نه ده کړې.»

د پي ټي آی مشر لا پسې روښانه کړه او پوځ یې «له يوه داسې بې لارې شوي ماشوم سره پرتله کړ چې نظم او دسپلين ته اړتيا لري.» هغه وويل چې نيوکې خو د ديموکراسۍ يو مهم اصل دی.

د عمران خان شرط

عمران خان، وويل چې هغه د مذاکراتو له پاره مخکښ مشر محمود خان اڅکزی، د خپل ګوند له لوري نوماند کړی دی. هغه پر يو شمير ګنګوسو سربیره هم وويل چې په اڅکزي، پوره باور لري.

د پاکستان تحريک انصاف ګوند دې مشر د خبرو اترو له پاره درې شرطونه ايښي دي. نوموړي د خپل ګوند د «غلا شويو رايو» د بیرته راګرځولو ترڅنګ د ګوند د ټولو زنداني غړيو د آزادولو غوښتنه او د شفافو ټاکنو پر ترسره کولو ټينګار وکړ.

د پاکستان د حکومت پر ضد مارش

تېره اونۍ عمران خان خپلې خور عليمه، او د ګوند يوه مشر عمر ايوب، ته دنده سپارلې وه چې پېغام یې د پوځ مشر عاصم منير، ته ورسوي.

نوموړي د سه شنبې په ورځ ويلي ول چې هيواد يو داسې حکومت له روان بحران څخه را ايستلی شي چې د آزادو او عادلانه ټاکنو له لارې واک ته رسېدلي وي.

خان، د برېښنا په بلونو کې د بې مخينې زياتوالي له کبله د جماعت اسلامي دريځ هم تائيد کړ او د لادرکه شويو بلوڅانو د آزادولو په موخه د احتجاج کوونکو بلوڅ فعالانو څخه یې هم ملاتړ څرګند کړ.

د عمران پر څرګندونو د حکومت غبرګون

بل لوري ته حکومت د عمران خان، پر دې نوي وړاندیز نيوکې کړي دي او ويلې يې دي چې هغه اوس زارۍ کوي چې له پوځ ورسره خبرې وکړي. 

د پنجاب ایالت وزير اعلی مريم نواز، په دې اړه وويل: «هغه چې ځان انقلابي بولي، او ويل به یې چې بخښنه به ونه غواړي، اوس د پوځ سره د خبرو له پاره زارۍ کوي.»

نوموړې وويل چې د عمران خان، پلويانو د پوځ د شهيدانو مجسمو ته زيان اړولی، د پوځ پر مقر او هوايي اډه یې حمله کړې ده او په لاهور کې یې د پوځ د يوه لوړپوړي چارواکي کور ته اور اچولی دی.

هغې وويل چې عمران خان «د می د ۹مې نیټې د ګناهونو له پاره بايد د شهيدانو له کورنيو بخښه وغواړي.» 

بل لوري ته د مخابراتو وزير عطاء تارړ، د عمران خان، دا څرګندونې د هېواد پر ضد يوه توطيه بولي. نوموړي وویل چې دا د پي ټي آی د مشر له لوري د دولتي ادارو «پخپل ناولي سياست» کې د ښکيلولو يوه بله هڅه ده.

نوموړي وویل چې د خبرو اترو غوښتنه په داسې وخت کې کيږي چې د پي ټي آی مشر د ټولنیزو رسنيو پر خپل مرکز تر چاپې وروسته د خپل ځان او ګوند په تړاو د کلکو اقداماتو انديښنه لري.

ب. ص/ ن. ز (آژانسونه، دويچه ویله اردو)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب