1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: له طالبانو سره د سي پيک پروژې په اړه غږيدلي يوو

۱۴۰۰ مهر ۶, سه‌شنبه

په کابل کې د پاکستان سفير ويلي دي چې له طالبانو سره يې د چين او پاکستان په اقتصادي پروژه کې د افغانستان د شاملولو په تړاو خبرې کړي دي. سي پيک د چين زيربنايي پروژه ده چې په میلياردو ډالر پرې مصرفوي.

https://p.dw.com/p/40xaV
Mullah Abdul Ghani Baradar
انځور: Alexander Zemlianichenko/REUTERS

په افغانستان کې د پاکستان سفير منصور احمد خان د دوشنبې په ورځ ويلي دي چې د پاکستان او چين ترمنځ د میلياردو ډالرو په ارزښت جوړيدونکي اقتصادي دهلیز (CPEC) پروژو کې د افغانستان د شاملولو په اړه یې بحثونه ترسره کړي دي.

نوموړي له رويترز خبري آژانس سره په خبرو کې وويل: «سيمه ایز اتصال له افغان مشرتابه سره زموږ د خبرو اترو مهم عنصر دی او له افغانستان سره زموږ د اقتصادي ښکيلتيا لاره هم ده.»

منصور احمد خان زياته کړه: «دا مهمه پروژه يعني د «چين او پاکستان اقتصادي کوريدور» په افغانستان او هم په پاکستان کې د زيربناو له پاره ښه فرصتونه او ښې وړتيا رامنځته کوي او همدا راز د دواړو هيوادونو د اتصال او د جنوبي آسيا د مرکزي آسيا سره د نښلولو له پاره هم.»

سي پيک د چين د »کمربند او سړکونو د نوښت« برخه ده چې په ترڅ کې یې په پاکستان کې پر زیربنايي پروژو د ۶۰ ميلياردو ډالرو د مصروفولو ژمنه کړې ده، چې د دې پېسو زياتره برخه به د پور په توګه ورکول کيږي.

منصور احمد خان وويل چې د طالب مشرانو سره مو د هيواد د اقتصادي پرمختګ له پاره پر نورو لارو چارو خبرې کړي دي. نوموړي زياته کړه: «زه فکر کوم چې د سي پيک پروژې له لارې د افغانستان او پاکستان سره نښلول په اړه او همد راز د ګاونډيو هېوادونو چې هند، چين او د مرکزي آسيا هېوادونه پکې شامل دي، په اړه ژوره ليوالتيا شتون لري.»

Karte Map China Pakistan Economic Corridor

په دې وروستيو کې د پاکستان، چين او روسیې استازو په کابل کې د طالب چارواکو سره خبرې اترې ترسره کړې. منصور احمد خان وويل چې په دغه ملاقاتونو کې امنيت او اقتصادي پرمختګ دوې مهمې موضوعګانې وې او دا انتظا کیږي چې دغه هېوادونه به د يوې مشورتي ډلې په توګه له طالبانو سره په دې اړه خبرو او ملاقاتونو ته دوام ورکړي.

واک ته د طالبانو تر رسېدو راهيسې د نړيوالو مرستو د بندیدو له کبله د افغانستان اقتصادي وضعيت له بحران سره مخامخ دی. همدا راز د دغه هېواد په ميلياردو ډالر هم کنګل شوي دي.

منصور احمد خان وويل پاکستان هڅه کوي نړيواله ټولنه دې ته اماده کړي چې پر افغانستان اقتصادي بندیزونه نرم کړي. د پاکستان لومړي وزير عمران خان په څو ځلي له نړيوالې ټولنې غوښتنه کړې ده چې طالبان دې نه منزوي کوي. هغه زياته کړې چې په دې توګه به د اقتصادي سقوط او د مهاجرو د يوې څپې مخه ونيوله شي.

پر پاکستان له طالبانو سره د ژورو اړيکي او د دغه ډلې د ملاتړ تورونه لګول کيږي چې اسلام آباد کې حکومت تل دغه ډول تورونه په کلک رد کړي دي.

خو پاکستان د طالبانو حکومت تر اوسه په رسميت نه دي پيژندلي او د پاکستان سفير د روېترز په دې مرکه کې وويل: «چې په رسميت پيژندنې خبره به وروسته مطرح شي ځکه پاکستان هم د نړيوالې ټولنې برخه دی.»

ب. ص/ ن. ز (Reuters)